کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / … انديښنې پر ځاي دي !

… انديښنې پر ځاي دي !

دګران حبيب الله غمخور صيب انديښني پر ځاي دې


دلراوبردويب پاڼي درنو لوستونکو السلام عليکم درنو ورونو پدي خبره کښي هيڅ شک او وټه نشته  چه دانسانيت په تارېخ کښي دانسان دلا رښووني لپاره ګڼ شمير پيغمبران اغلي دي داخبره واړو ته په ډاګه ده چه دي ټولو پيغمبرانوبه دعامو وګړو دهوسايۍ په خاطر خپله هوسايې او ارام  قراناوه اودخپلو مخالفواو موافقودواړو وړو سره به يي ښه اخلاق کول اوددواړو دخېر او ښيګړي غوښتنه به يي  تل لپاره وله خو سره لدي هم دامخلصان ځيني دظالمانو دتيغ لاندي شول ځيني يې له هيواده کډې کولوته اړشول او ٠٠٠٠٠داسي نور


همدا مثال دګران افغانستان Ù�م دي که په غور سره وګورو رابريښيږي چه دګاونډيانوسره مو تل  لپاره په اسلامي او انساني بنسټونو ولاړي اړيکي ساتلي دي خوبياهم دوکذالک جعلنا لکل نبي عدوا من المجرمين  ايت کريمه په  مصداق لکه څرنګه چه هغوپيغمبرانو سره ځيني ورانکاري او مجرمين په جګړو بوخت ؤ همداراز دصلحه خوښونکي افغان ملت چه دخپلوپلرونو(انبياؤ)رښتيني وارثان او ځاي نيونکي دې سره هم ګاونډي هيوادونه دميري سلوک کوې دجهاد په دوران کښي ځمونږ رهبران په پکستان خوشباورې ؤ او اودهغوې هره پوځي مشوره يي دکاڼي کرښه ګڼله خبر نه چه دوې ذئاب في ثياب دي اودګران هېواد داقتصاد دله منځه وړلو پسي اودلØ �اوبر پښتنو دورکولو پسي يې راغستي ده.


�دارنګه په ايراني غيرجمهورې غيراسلامي ټاټوبي کښي دمهاجرپه توګه استوګنه لرونکي شيعه مذهبه افغانان هم دايران په شيطان  صفته او دسني او حقيقي شيعه مذهب  دښمنانواخوندانوباندي تيروتل  دا دوه شر خوښونکي ګونډيان تل لپاره دافغانستان په ورانولو ،دهغي داقتصاد په له منځه وړلو او دافغانانو په وېنوککړو مړېو شخوندوهلوباندي دخپل ژوند بقاء ګڼي  لکه څرنګه چه هند دسولي وړاندېز وکړ او وېې وېل نه ېوازې سوله بلکه دواړه هېوادونه ه دوېزي پاليسي هم له منځه وړې او ګډه کرنسې  ېاسکه به چاپ کوؤ او ګډ بي قيد وشرط تجارت  به پيل کوؤ پکستان ووېرېده و برملا ېې ددي تصميم مخالفت وکړ افغانان هم حق په جانب چه دهرهغه شيطانې جال مخالفت وکړي چه دهيواد ،دين ،کلتور،اقتصاد ته پکي زيان ګورې دمثال په توګه دمکسيکوپه ښارکښي دبي سرحده ډاکترانو يو ګانګريس په کال ١٩٧٣ کښي دائرشوې ؤ دګرانو هيواد لخوا محترم ډاکتر مجروح تللي ؤ او پکستان ته که څه  هم بلنه نه وه ورکړي شوي   خو  بياهم لدي خوا حكيم سعيد تللي ؤاو دوينا    حال كي يي وويل :مونږ داردو ژبي دادبياتو دڅيړني لپاره يوې پلا زميني ته اړتيا لرو بيا کله چه دښاغلي مجروح صيب  وار راغي هغوې دپښتو ژبي په قدامت خبرې کړي  او په کابل کښي يي دپښتواکادمي  په جوړولو ټينګار وکړ نو نابللي ميلمه حکيم سعېد دقادېانيانودمسجدخطيب پورته شو.


 دپښتو ژبي داکامې مخالفت وکړ او ويې وېل موږ هيڅکله دا نه غواړو چه افغانستان خپل ځان نړي ته د پښتو ژبي دنمائنده ور وپيژني ځکه پښتانه  په پکستان کښي هم ميشته دې  نو دصلحدوست هيواد هند ډاکتر پاڅېد او وېې وېل:شرمېږې نه چه دبل حق غصب کوي اودافغانانودروا غوښتني مخي ته خنډ کيږي په داسي حال چه خپله داردو ژبي نمائندګې کوې سره لدي چه دهند ژبه ده او وېونکې ېې په هند له پکستانه يولسه ډير دې دا هغه وخت وؤ چه دپکستان څخه دبنګال دقانونې او عادلانه استقلا ل پرهرونه لا پکستان دزخمي پېشوګې په څير څټل خوبيايي هم دپښتنو په وړاندي دبدنيتي اظهار وکړ  ښه مو ولېدل چه انجام يي څه شو تر اوسه پورې ېې لاوژونکې هم معلوم نشو،بدورته مه ګوره ړندېږې دزمرو وطن دي دتورياليو وطن دي دننګاليو وطن دي دپښتنو وطن دي.