زما ملګري ( دزابل اوسیدونکی ملامحمد اکبر ) به چې په شمال کې دمحاصره کیدو او دسترجنایتکار رشید دوستم په کانتینر کې دبندي کیدو کیسه راته پیل کړه ، نو پرما به یې نه پوهیږم څنګه داسې اغیز وکړ ، چې نور به مې یې داورېدو تاب نه درلود ، له همدې امله خو مې له نوموړي څخه داکیسه ترپایه په یوه ځل او پوره وانه ورېده بلکه یوازې یې دځینو برخو نکل راته تېر کړ .
داکیسه خورا اوږده ، تلوسه لرونکې ، بوږنوونکې او لړزوونکې ده ، په شمال کې څنګه طالبانو دامریکایي ټیکنالوژۍ په وړاندې سینې سپر کړي وې ، او په اونیو اونیو یې ورسره له اټکل پورته مقاومت وکړ ، څنګه یې دبهرنیو هوایي او کورنیو ځمکني بریدونه دسر په بیه په شاتمبول ، دتخار ، بغلان او دره صوف په جبهو کې دڅو اونیو لپاره څنګه دایماني پرتم دیوال دمادیت ، اتوم او ټیکنالوجۍ سیلاب ایسار کړی او په دوه کې حیران کړی وو ، په پای کې د دیني او وطني حریم په دې زمریالیو ځوانانو باندې څنګه ، داسې کیمیاوي وسلې استعمال شوي ، چې ددوی سږي یې وچاودول ، او له غوږونو او پوزو څخه یې وینې روانې شوې ، هوکې په درست شمال په ځانګړي ډول دره صوف کې ددین او وطن دا مدافعین یوازې هغه وخت مات شول ، چې نور یې په سینو کې سږي نه درلودل چې ساه یې پرې اخیستې وای ، عرب شاعر رښتیا ویلي
اذا کانت النفوس کبارا
تعبت في مرادها الاجسام
(کله دځینو روحیات ، حوصلې او عزم دومره ستر وي ، چې بدنونه یې دارمان په پوره کولو کې ستړي شي ) دلته هم زموږ ددیني او وطني حریم دمدافعینو حوصلې او ایمان هیڅکله شکست ونه مانه ، او نه یې دمایوسۍ احساس وکړ ، مګر هغه مهال چې نور یې غوښن بدن ددې بوج داچتولو توان له لاسه ورکړ .
د ملا محمد اکبر کیسې په کندز کې د ملل متحد داستازو په منځګړیتوب او ضمانت له دوستم سره دهغې موافقې په اړه هم ډیرجالب څه درلودل ، چې له مخې یې باید طالبان دافغانستان جنوب ته له خپلو سپکو وسلو سره یوځای روغ رمټ رسیدلي وای ، خو دوستم دملل متحد دسترګو په وړاندې هغه جنایات او عهدشکني ترسره کړه ، چې درستې نړۍ ولیده ، ددې ظالمانه نندارې لومړنۍ پرده له کندز څخه مزار ته دطالبانو دانتقال بهیر وو ، چې په سلګونو لاستړلي ځوانان د شوي تړون په خلاف کانتینرونو ته واچول شول ، په لاره کې ترنیمایي زیات دنفس تنګۍ له امله شهیدان شول ، او کومو چې د دروازې دخلاصولو په نیت دکانتینر دیوالونه ټکول ددوستم ملیشو پرې ډزې وکړې ، چې په ترڅ کې یې هغه ژوندي پاته هم شهیدان شول .
ملامحمد اکبر له دې مرحلې ځکه ژوندی وتلی وو ، چې دده ملګرو دکانتینر لاندیني لرګینې تختې ایستلې وې ، او په دې توګه دتازه هوا دراتلو لپاره لاره خلاصه شوې وه .
دملامحمد اکبرله قوله ددې ترخو ورځو شپو یوه ورځ هغه وه ، چې په مزار کې ددوستم دملیشو لخوا په سلګونو بندیان را وایستل شول ، او په یوه لویه حویلۍ کې راغونډ کړای شول ، دوی غوښتل چې له دې ځایه بندیان شبرغان ته انتقال کړي .
دا مهال چې طالبان په زولانه حالت کې په حویلۍ کې ناست وو ، دوستم په داسې حالت کې راغی چې دطالبانو دوه پوځي مشران ( دبلخ والي مولوي نورالله نوري او لوی درستیز ملا فاضل ) هم ورسره وو .
په زولانه طالبانو دا حالت خورا سخت تمام شو ، ځکه دوی لیدل چې سخت غدر ورسره شوی دی ، هغه ملا فاضل چې دوستم ورسره دټولو طالبانو دسلامت پریښودلو عهد کړی وو ، اوس یې نیت لاره چې دزرګونو طالبانودشهادت په شان ددوی دغه مشران هم امریکایانو ته په لاس ورکړي .
په دې مهال دوستم مولوي نورالله نوري ته په ډیره بده لهجه وایي ، چې ملګرو ته دې که څه ویل غواړې ووایه ، ځکه کیدای شي دا به مو وروستۍ لیدنه وي ، مولوي نورالله نوري چې خپل غیرتمن ملګري په دې حالت کې ویني ، نویوازې له یوې لنډې مرموزې خاموشۍ سره ملګرو ته وروستۍ ژور نظر کوي ، او بیا له ملا فاضل اخند څخه غوښتنه کوي ،چې تاسو خبرې وکړئ .
ملافاضل اخوند په حمد او صلوة باندې خبرې پیلوي ، او بیا خپلو زولانه ملګرو ته وایي ، ګورئ دافکر ونه کړئ ، چې موږ داسلام لپاره څومره ستره قرباني وکړه او بیا داسې غدر راسره وشو ، زموږ او تاسو دعوه خورا ستره ده ، زموږ او تاسو دین او سپیڅلی ارمان تردې په لویو قربانیو باندې ارزي ، ددې دین لپاره که تاسو په کانتینرونو کې شهیدان شوی ، مګر دخدای نازولي پیغمبران پرې له سره ترپښو پورې اره شوي دي ، په ژوندوني اور ته غورځول شوي او دخدای محبوب صحابه کرام دهمدې دین او ارمان په خاطر په دار راځړول شوي ، اوپه تیلو کې ایشول شوي .
ملا محمد اکبر وایي دملافاضل اخوند غږ کرار کرار لوړېده ، او ورسره دطالبانو زړونه راپورته کیدل ، اخر داسې مرحلې ته خبره ورسیده ، چې طالبانو په ناخودګاه توګه دتکبیرپه چیغو پیل وکړ ، دڅو دقیقو لپاره مسلسل دتکبیر اسمان لړزونکې زمزمې روانې وې ، هر بندي په زولانه حالت کې داسې ښکارېده لکه دټولې نړۍ فاتح چې وي ، دټولو حوصلې په غورځنګ وي ، ملا محمد اکبر وایي ، چې دملافاضل اخوند داورني تقریر او دطالبانو دتکبیرونو دزمزمو او شعارونو په دې حالت کې مې دکمونیزم او بیا دیموکراسۍ پهلوان ( دوستم ) ته فکر شو ، چې رنګ یې زیړ تښتیدلی وو ، څټ یې مړځړولی او باور وکړئ ، چې لینګې یې بې اختیاره لړزیدل ، دلته زما زړه په سمه توګه ومنله چې په رښتیني معنی حاکم او محکوم یا سرلوړي او سرټیټی څوک دي ، ملافاضل او مولوي نورالله نوري له دې روح بښونکو شیبو وروسته دتل لپاره له خپلو سنګري ملګرو خدای پامان واخیسته ، شیبه وروسته دوی ددوستم لخوا د سي آی اې کارکوونکو ته وسپارل شول ، او په دې توګه د ملل متحد په ضمانت په کندز کې دشوي عهد او موافقې خلاف دکندهار په ځای ګوانتانامو ته ورسول شول .
دامریکایي یرغل په وړاندې دافغانستان په شمال کې زموږ دسرلوړې مبارزې ددې دوو اتلانو په اړه هیچا هم دا فکر نه کاوه ، چې بیا به دازاد ژوند موقع په لاس ورځي ، خو الله تعالی په رښتیا چې هم ډیر غیرتي ذات دی ، او کله هم دچا داعمالو او قربانۍ ثمره نه ضایع کوي .