محمد محقق: تو ژورناليست استی يا قاضی ؟
راډيو ته د راتگ به مې ايله يوه اوونۍ كيده. لا مې دوې مياشتې امتحاني دوره وه . زيار مې اېست، چې ډېر او ښه كار وكړم، څو مسوولين را نه راضي او په کار کې مې کومه ستونزه او خو را پیدا نه کړي.
دا هغه وخت و، چې د ولسمشرۍ لپاره په لومړي ځل ټاكنې كيدې او هر كانديد به ډېر خوشحاليده، چې كوم خبریال ورسره مركه وكړي، ځکه هغه وخت ايله څو د گوتو په شمير رسنۍ وې، نو په همدې اساس يې ارزښت هم ډېر و.
په سهارني ميټنگ (مجلس ) كې راته دنده راكړل شوه، چې دهزاره توکمو او د حزب وحدت گوند له یوه مشر حاجي محمد محقق سره مركه وكړم. ميني ډسك ( ټيپ) يې راكړ او نوره خبره خلاصه شوه. هيڅ نه پوهيدم، چې څه وكړم، حتی په دې هم نه پوهيدم، چې محقق چيرته اوسي او څنگه يې پيدا كړم. هغه مهال ټيلفونونه ډېر كم وو، ماهم نه لاره ، زموږ يو تن همكار ، چې خپله هم هزاره ودا ستونزه را هواره او د محقق د كورادرس يې راكړ. زه نو نوى دفتر ته راغلی وم او د ډيموكراسۍ هم دومره وخت نه كيده، چې سړی دې له پتلون او نور بلاوبترو سره بلد واى. ساده کالي او سپينه خولۍ پر سر د محقق د كور پر لوري وخوځيدم. د نوموړي كور د كابل د درېیمې کارتې د پل سرخ په سيمه كې و، د كور مخې ته يې گڼ موټر ولاړ وو، يوه وسله وال زموږموټر ته د درېدو اشاره وكړه ، زه له يوه تورلاسي بكس سره ورښكته شوم
ژورناليست استم ، كتی محقق صيب مصاحبه دارم
ساتونكي، چې پلنگي دريشي يې اغوستې وه او روسي كله كوف ټوپك ور سره و وويل:
ازكدام جای امدی ؟
ازرادیو( )
امی جا ایستاد باش، مه بريت احوال ميتم
دا د خداى فضل و، چې د دفتر د پيژندپاڼې (کارت) پوښتنه يې ونه كړه، ځكه هغه مې نه لاره .
ساتونکى كورته ننوت، ډېر وخت يې تيركړ، يو بل تن له كوره راووت:
محقق صيب در يك جلسه است، اگرمي توانيد فردا بيائید
ما ورته وويل:
مصاحبه خيلي ضروری است وبه اقای محقق خيلی فايده دارد !
سړى ددې خبرې په اورېدو چورتي شو، څو شيبې وروسته يې وويل:
خو شما باشيد، مه باز می بينيم
له دې سره دا سړی هم كورته ورننوت، لږه شيبه وروسته لومړنی ساتونكی په منډه له كوره راووت:
اقای محقق برای شما وقت داد، اما اجازه است اول امی بيكیت ببينم ؟
د بكس تر ليدو او تلاشۍ وروسته ساتونكی تر مخ او زه ورپسې د كور دوهم پوړ ته وختو. هلته يې په يوه كوټه كې د كيناستو اشاره راته وكړه ، په دې كوټه كې ګڼ شمير نورو خلکو هم له محقق سره د ليدو انتظار اېست، څولحظې وروسته يو تن، چې ملكي دريشي يې اغوستې وه راغی او ويې ويل:
ژورنالست كی است ؟
يوه تن زما لوري ته د لاس په ښورولو ور وپيژندلم، راته ويې كتل او د ور تلو اشاره يې وکړه. په دهليز کې يې د زينو تر څنگ د يوې كوټې ور راته پرانيست، دا كوټه دمحقق دفتر و. په كوټه كې هيڅوك نه وو، تر كيناستو وړاندې مې له همدغه كس څخه پوښتنه وكړه:
شما كی هستين؟
مه سكرتر اقای محقق استم
خيلی خوب
په دې كوټه كې لوكس لوكس كوچونه او شيشه يې ميزونه ايښي وو. پريوه څوكۍ كيناستم، څو شيبې وروسته دروازه خلاصه شوه ، محقق، چې شنه چپنه يې پر اوږو اچولې وه، كوټې ته راننوت. تر ستړي مه شي وروسته مې ځان ورو پيژانده. دا نو د خبريالۍ په ډگر كې زما لومړنۍ مركه وه. تر دې مخكې مې حتی كومه امتحاني مركه هم نه وه كړې، لاسونه مې رېږدېدل، له بكس نه مې مني ډېسك، مايك او يوه كتابچه را وايستل او پرميز مې كيښودل.
محقق صيب ما در بخش پشتو كار ميكنم ومصاحبه نيزبايد به زبان پشتو باشد.
اما مه که پشتوبلدنیستم؟
اما ما مجبورهستیم.
يك نفر اينجه است كه پشتو بلد است
سكرتر ته يې وويل بروفلانی ( … ) را صدا كو
ما هم خپل شيان (مني ډېسك او مايك) چمتو كړل، لږ مې زړه پيدا كړ، په دې ډاډه شوم، چې كه زما لومړنۍ مركه ده نو محقق هم لومړی ځل دی چې پښتو خبري کوي.
څو شيبې وروسته يو ځوان راغی، ترسلام وروسته د محقق تر څنگ كيناست. محقق ماته مخ را واړواه:
شروع كو بخير
ولې مو ځان كانديد كړ؟
بخاطری كه مردمم مى خواهد ……………………..نوموړي يو شمير نورې خبرې هم ،چې ياداشت كړې مې نه دي ووکړې.
زما بلې پوښتنې د نوموړي احساسات راوپارول:
تاسې د خپلمنځي جگړو پرمهال د يوه مهم گوند (حزب وحدت ) له مشرانو څخه وئ، چې د ډيرو وژنو تور پرې پورې دی او د ټاكنو كميسیون هم وايي، چې د هغو كسانو نومونه به د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه لرې كړي، چې يا له وسله والو سره لاس و لري او يا هم په پخوانيو جنگونو كې ښكيل وو؟
نوموړي بيا ځوان ته وروكتل، هغه پوه كړ، يو څه په مشكوك نظريې را وكتل:
نه خير! درجنگ های داخلی مه در شمال كشور بودم، هيچكس ثبوت ندارد كه مه دراين جنگها دست داشتیم .
ما نو دا ځل بيدون له دې، چې متوجه شم، چې زه بايد پښتو ووايم په ماته دري مې ترې وپوښتل:
خی مردم كه ميگه به نظر شما دروغ است ؟
بلی بعضی مردم مي خواهند مه را بدنام كنند ….
مگر در سر مردم ميخ زدن، آن ها را در كانتنرها سوختاندن كه همه مردم به یاد دارندچتودروغ بوده میتوانه؟
دا پوښتنه نه وه غضب و، محقق له ځايه پورته شو:
تو ژورناليست استی يا قاضي؟ والله گه قاضی امی رقم سوال كند.
د همدې جملې په ويلو سره د دروازې لوري ته د وتلو په نيت روان شو، لا به دروازې ته نه وو رسيدلی، چې غږ مې پرې وكړ:
محقق صيب ! اگر جواب نه ميتي پروا ندارد، مگر برای مردم امی موضوع گنگ ماند ؟
په قهر قهریې راوكتل، هيڅ يې ونه ويل او له دروازې ووت، ځوان او سكرتر دواړه په غصه وو.
سكرتر وويل:
ای چی رقم سوالات بود، اينجا جورنالستان میه یه دستهای محقق صيب را می بوسه تو دیګه چی رقم سوال کرد!
بايد حقايق گفته شود
سړی نورهم په غصه شو:
ديگه دفعه احتياط كنی كه همین رقم سوال نه كنی .
تشکرازرهنمایتان .
خپل شيان مې را واخستل او په بيك كې مې واچول. له كوټې، چې راووتم، دهليز ټول له وسله والو كسانو ډك و، ټولو راته بد بد كتل، ته وايې، چې كوم لوى جنايت مې كړى وي. په زينو كې، چې راښكته كيدم د بي بي سي د يوه مخکيني خبريال (ميرويس جليل) كيسه را ياد شوه، چې له همداسې يوې مركې وروسته په لاره كې وژل شوی و.د محقق له كوره، چې راووتم موټروان راته منتظر و، موټروان د شمالي ټلوالې پخوانی غړی و، چې له حزب وحدت سره يې څو وارې په کابل ښار کې جنگونه كړي وو.
خو تو كتې محقق مصاحبه داشتي؟
بلی.
په موټركې مې ټوله كيسه ورته وكړه، د كوڅې تر اخر سره مې سترگې ترشا نيولې وې، ډريور، چې ښه پوخ چرسي و، د حزب وحدت او ددوی ترمنځ د جنګ كيسې راته پر ټوله لاره کولې. دفتر ته په رسيدو مې يوڅه د ارام سا واخسته.
که څه هم مرکه نمګرې وه ، خو د مسوولينو ډېره خوښه او دهمدې ورځې په پنځه بجې دراډيو له څپو خپره شوه. دمرکې په هغه برخه کې ، چې محقق يې ځواب نه وو راكړی يادونه وشوه ، چې محقق ددې پوښتنې په ځواب كې څه ونه ويل او له كوټې ووت .تر دې وروسته مې هم څو ځله له محقق سره مركې وكړې، خو هغه مرکه مې د خبریالۍ په ډگر كې لومړنۍ او ډېره جالبه وه . اوس، چې كله محقق پر تلويزيون وينم، هغه خبره يې كټ مټ راياده شي، چي ويل يي تو ژورناليست استی يا قاضی ؟ ترڅنګ یې پردې هم فکر کوم، چې زموږ سیاستوال څومره بې حوصلې دي. په نوره نړۍ کې که څوک پرچا بې ځایه تور هم پورې کړي په ډیره سړه سینه ترې دفاع کوي او په منطقي دلایلو یې ردوي.خوپه افغانستان کې چې چا ته خپلې پخوانۍ کړنې هم وریاده وي ته واداعدام سزا ورته اوروې .