د تاريخ په مختلفو ادوارو او د اسلامي امت د اوسېدني په اماکنو کښي د ښکېلاکګرو ډېري دسيسې پر لاره اچول سوي دي، چي په نتيجه کښي دوئ و خپلو ملعوني اهدافو ته پکښي رسېدلي دي او خپله دښمنيزه مفکوره يې د دې امت پر دغو مظلومو پيروانو تطبيق کړې ده. دوئ تل اوبه خړي کړي دي او ماهيان يې پکښي نيولي دي؛ د امت په مينځ کښي يې د درځ اچولو ډېري لاري تجربه کړي دي او په دې لاره کښي دوئ ډېري مجربي حربي او تبليغاتي شبکې روزلي او ډېري جنرالي او کشيشي څېرې يې پر دې لاره خاوره کړي دي او اوس يې هم و دې فرعوني دکتاتورۍ ته د تداووم نيلي ځغلولي دي.
يوازي دا نه، چي دوئ د اسلامي امت پر اورشو خپل مستقيم سته والئ لازم ګڼلئ او له دې لاري يې ځانونه د اهدافو و منازلو ته رسولي دي، بلکه د دې امت له مينځ څخه يې هم يوه منافقه او شيطان طبعه طبقه د غنمو په زرغونه کښت کښي د يوه وحشي اغزن بوټي او ډاروونکي شخول په دود روزلې ده او زموږ پخپله غېږه کښي يې د دوئ د سکونت ځالي د مقدسو اماکنو په څېر په موږ ساتلي دي او د دوئ له لاري يې زموږ و کورګي ته د منافقت کړکۍ را خلاصي کړي دي او درځونه راپکښي اچوي.
د اسلامي امت سلفو د دې له پاره خپلي خولې د اجتهاد او احاديثو د را ټولولو پر يون توى کړي دي، چي د امت راتلونکي نسلونه د ګمراهۍ او هلاکت له توري تروږمۍ څخه و ساتي او دا کار يې د قرآن کريم د هغه آيت مصداق ګڼلئ دئ، چي الله تعالى تاسي په دې امر کوي، چي تاسي امانتونه و خپل اهل ته ورسوئ، د اسلامي امت سلفو پر دې لاره د مصلحت خلاف هډو کار کړئ نه دئ او د هغه عصر د ټولو سترو هغو محديثينو په حضور او تر تعقيبي نظر لاندي يې دا کار کړئ دئ، چي ټولو له سترو صحابه کرامو څخه په ثقه رواياتو را نقل کړي احاديث زده کړي او تدريسول يې. هغوئ د قرآني آيتونو او احاديثو د خورو ورو احکامو په را يو ځاى کونه، يوله بل سره په پرتله کونه، په يوه دفتر کښي درجونه او بيا له هغوئ څخه د يوې مسئلې پر استنباط په داسي دقت، ځکراکت او مسلکي مهارت اقدام کړ ئ دئ، چي په دې څوارلس سوه کاله کښي ټول ستر، موشګاف او ځيرک علماء په سلامي ورته تسليم سوي دي او د دوئ لاره يې تعقيب کړې او د هغوئ د دې عظيم مسئوليت د ښه تطبيق له پاره يې نوري په پېخر څېړني او تحقيقات پر کړي، خو بالآخره يې بيرته د هغوئ و لاري ته د انعکاس نظر فرمايلئ دئ. هغوئ د ننني او پروني زمان و علماوو او انساني استعدادونو ته د تحقيق لاره خلاصه کړې ده او له هغه قرنه وروسته نورو ټولو پيروو يا مخالفو يې د دوئ په څراغ لاره ميندلې او د هغوئ د نغري له انګار څخه يې د فيوضاتو سکروټي پورته کړي دي. او تر داسي حاله، چي اروپايي علماوو لا منلې ده، چي (د اسلامي امت امامانو او فقهاوو له بشري سويې څخه لوړه سويه درلوده). څه چي عيان وي و بيان ته يې د اولنو په خبره کورټ ضرورت نه ليدل کېږي او نه مو د موضوع محوري خبره ده، چي د مققو رواياتو په را اخيستلو يې په اثبات ور سوو.
د موضوع د محتوا له مخي صرف خبره پر دې کوو، چي د ظالمو يهودو او انسي منافقو شيطانانو پر دې امت کله هم دا نه پېرزو کېدله، نه يې پېرزو کېږي او نه به يې پېرزو سي، چي پر يوه ټغر، يوه صُفه او تر يوه چتر لاندي سره را ټول سي او په يوه ږغ د کفري او فرعوني استعمار، استثمار او استحمار په مقابل کښي د يوه محکم او کروړ دېوال په دود ودرېږي او له يوه او بل څخه د دفاع رپي او علمونه (بيرغونه) ورپوي!!! د همدې يهودو تاريخي ملعوني لاس وو، چي حضرت عثمان (رضى الله تعالى عنه) په شهادت ورسول سو او له دې فاجعې څخه په استفاده يې اسلامي امت ټوټې ټوټې او پخپلو کښي سره و ډبوئ او پخپلو کښـي يې سره و خوړئ او تر مختلفو بيرغونو رپوني لاندي يې دا ستر امت چي د رسول اکرم صلى الله عليه و سلم او د هغه د فدايي ملګرو د دورويشتو کلنو سر ښندنو او هاندونو په نتيجه کښـي تر يوه بيرغ لاندي سره را ټول کړه سوئ وو؛ دړي دړي، ريچې ريچې او په پايله کي يې د باروتو د يوه انبار په څېر په يوه پوکڼۍ سره لمبه او لولپه کړ.
د دوئ همدا ملعوني هلي ځلي وې، چي موږ يې پر فرعي مسائلو يو د بل په وړاندي سره و درولو، په دې مسئله کښـي يې يو او بل ته سره و هڅولو او کار تر دې سره و رسېدئ، چي يو او بل مو د خپلو کينه کښو خواهيشاتو پر مدار د را څرخېدو او خپل نفسي استدلال د پختيا په منظور، په تکفير او تشرک محکوم کړل او دا فاجعه لا روانه ده. هو! اوس به خود و دې ته ضرورت وي، چي يوه ډله په اسلام کښي د له ځانه جوړو سوو خرافاتو د ننيستلو په تور يا په ثبوت ملامته او يا تکفير کېږي، اما باريکي په دې ځاى کښي ده، چي آيا دا ريشتنى حقيقت دئ او که بس د همدې فاجعې يو خاص اړخ جوړوي؟! پر کومو مسائلو بايد بحث سره وسي؟ څوک ملامت، په څه دليل ملامت او په څه ډول ملامت کړه سي؟ آيا دا دنده د هر فرد ده او که يوې خاصي ادارې ته اړتيا لري؟ آيا دا خبره د هر يوه فرد پر خپله طبعه د جوړ او ناجوړ راتلني سلسله ده او که خواصو ته امتياز پکښي ور کول لازمي کار دئ؟ آيا د دې فاجعې د ختمېدا له پاره دا د حل لاره ده، چي يو د بل پر ضد چاپي خپروني سره و چلول سي او که د اسلام په يوه مشترک مرکز (مسجد يا جامع يا هم عيدګاه) کښي د اسلامي مفکورې سره د خواخوږئ پر کمبله سره حل او فصل سي؟ تر کله او تر څه مهاله به د اختلافاتو او پر فرعي مسائلو د تکفير او تشرک د فتواوو ټاپې په جېبو کښي له ځانه سره ګرځوو او چېري چي مو زړه و غواړي هلته يې مهر کړو؟ او تر څو به دا پخې ټاپې د عامه وګړو په لاس د استعمال جواز ولري؟؟؟
آيا د رسول اکرم صلى الله عليه و سلم ځايناستي زموږ امامان او علماء نه دي؟ هغوئ ولي داسي بې تفاووته پاته دي؟ د هغوئ مسئوليت نو څه دئ؟ آيا دا د هغوئ دنده ده، چي صرف د منبر پر سر و عوامو ته مسائل واوروي او يا يې په تعجب آورو قصصو په کوکارو وژړوي؟ او آيا اسلام د دې جواز ور کوي، چي په عامو محافلو کښي دي د دين پر شايعينو او يا پر فرعي مسائلو اختلاف کوونکو باندي د تکفير او تشرک مهرونه و لګول سي؟
راسئ اوس فيصله و کړو، چي د مفاهمې لاره به بهتره وي او که د مجادلې؟: په مفاهمه به قضاوت يک جانبه نه وي، بلکه مشترکه پرېکړه به وي! پر يوه او بل د معترضو مسائلو د حل او فصل له پاره به يوه علمي پرېکړه کېږي! متقابل احترام به وزېږوي! د کفر د انسي شياطنو ملعوني لاسونه به پرې او دسيسې به يې رسوا او وشرمېږي! او که و مجادلې ته دوام ور کوو؛ نو همداسي به تل د غلامۍ په دربار کښي د عوامو په اصطلاح خپلي شنې او توري ورته کوو، روځ تر بلي به د هغوئ په دامونو کښـي نښلو، هغوئ به راپکښي خېژي او لوېږي او موږ به مړې سترګي ورته ګورو. هو! دې ته به مو بايد پام وي، چي تاريخ بيا زموږ په اړه ښه پرېکړه کوي!!!
يادونه: دا ليکنه د غاټول خپروني په ٢٣ ګڼه کي د سرمقالې پر ځاى خپور سوئ دئ.