کور / هراړخیز / د اسلامي امت مظلوميت او د هغه علاج

د اسلامي امت مظلوميت او د هغه علاج

و بشري نړۍ ته د الهى استازي عيسى Z تر راتګ وروسته ښه ډېره موده او کلونه تېر سول، چي بل پيغمبر او نوئ شريعت و نړۍ ته راغلئ نه وو، پر درسته نړۍ تورو تيارو خپل ناولي او کرغېړن وزرونه غوړولي وه، روڼا او پوهه له نړۍ څخه پر کوچېدو وه، د سوچه توحيد او خالص دين کوم درانه او د بيده وجدان لړزوونکي شعارونه او ږغونه چي الهي استازو پخپلو وختونو کي په خوب وړې او غافله نړۍ کي پورته کړي وه، نن هغه ټوله د ناپوهيو او ګمراهيو په شور او آوازونو کي غلي او ساکت ښکارېدل او هغه ډېوې او څراغونه چي پيغمبرانو او د هغوئ ځاى ناستو روښانه کړي وه؛ نن د توپانونو او سېليو په څپو سره مړه سوې وه.
لنډه دا چي و بشري نړۍ ته د محمد رسول الله} د راتګ پر مهال درسته بشري نړۍ تر خورا زړه دردوونکي مرحلې تېرېدل، آن په يوه پراخ هيواد کي به داسي څوک نه تر سترګو کېدئ، چي دين دي ارزښت ورته ولري او د خپل پالونکي او پيدا کوونکي ذات عبادت او بندګي ته دي د امر منني غاړه کښېږدي.
يوازي عربو نه، بلکه د نړۍ ټولو هستوګنو په داسي جهالت او ناپوهيو کي د خپل ژوند ستړې او لالهانده قافله پر يوه بې هدفه او ورکه لار رهي کړې وه، چي هيڅ پکښي د انسانيت او حيوانيت تر مينځ توپير نه محسوسېدئ.
په دې سخت او بدبخته حالت کي الهي مرحمت پر جوش راغلئ او د انسانيت په مړاوي او خزان وهلي ګلبڼ کي د هيله پسرلى پر غوړېدو سو او رسول الله} د خورا درنې او عظيمي دندې سره و بشري نړۍ ته د هغوئ د نجات او خلاصون په موخه را ولېږل سو.
پيغمبرZ د بشري ټولني په عقيدوي، اخلاقي، تعليمي، تربيوي، اقتصادي، سياسي او نورو برخو کي ژوره تبديلي او ستر انقلاب غوښتئ، تر څو يوه سوچه او د الهي اصولو سره برابره ټولنه را مينځ ته سي.
رسول الله} او ورسره وفادارو ملګرو يې پرله پسې څو کلونه په مکه کي خپل دعوت چلاوه، چي بالآخره ورسره د مکه والو مخالفتونه او دښمنۍ و داسي پړاو ته ورسېدلې، چي پيغمبر} او ملګري يې د مکې څخه و هجرت کولو ته اړ کړل، د الهي فيصلې سره سم د اسلامي دعوت روڼا د مدينې منورې پر لوري خپله لاره پرانيستله، الله تعالى دا ستر افتخار د مدينې و تورياليو ته ور په برخه کړئ، چي د پيغمبر} رښتنې ملګرتيا و کړي او د ده د رسالت د دفاع په لاره کي هره قرباني په ورين تندي و مني.
د رسول الله} په استازيتوب د دې الهي نهضت له پيل څخه لا ډېره وخت نه وو تېر سوئ او د مخکښانو او لومړنيو وفادارو ملګرو څخه يې ډېر لا ژوندي وه، چي نه يوازي حجاز د دوئ په لاسونو فتح سو، بلکه د فارس او روم مغروري او فرعوني واکمنۍ هم د الهي نصرت په پايله کي د دوئ په فاتحو لاسونو نسکوري سوې او د ختيځ څخه تر لويديځ پوري يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د قرآن روښانه بيرغ و رپوئ.
د دې اسلامي تحريک له تورياليو سره د قرآن په نامه کتاب وو، چي د نړۍ نور هستوګن ور څخه بې برخي وه، هغه ستر کتاب، چي د دوئ د بريا، عزت، سرلوړي او پر ټولو دښمنانو د برياليتوب اصلي عامل وو، دې الهي ستر کتاب قرآن د يوه جاهل او بې نومه قوم څخه يو داسي سرلوړئ، فاتح او جهان شموله فاتح امت جوړ کړئ، چي د ټولي نړۍ د قيادت چاري يې په لاس کي واخيستې، داسي سرلوړئ او بريالئ امت، چي هم له فکري او هم له اخلاقي پلوه د خلګو امامت او رهبري وروسپارل سوه او هم د سياسي اړ نظامي پلوه داسي غښتلئ او قوي امت سو، چي د نړۍ پر ستري او پراخي برخي واکمن سو. او د مدينې منورې کوچينئ او له نظر څخه لوېدلئ کلئ د يوه داسي ستر او پراخ ملک په پلازمېنه (مرکز) بدل سو، چي له هند څخه تر مراکش پوري او له هسپانيې څخه تر يمن پوري غځېدلئ پراخ هيواد وو، دونه پراخ هيواد وو، چي د پرون ورځي د فارس او روم دوې فرعوني امپراطورئ يې په ددو ولاياتو بدل سول، چي اداره يې د همدې مدينې منورې څخه کېدله.
خو له بده مرغه د دغو ټولو چټکو لاس ته را وړنو سره سره نن ورځ د اسلامي امت حالت دونه بد او د زړه سوي دئ، چي تر دې د زيات بد حالت تصور لا هم نه سي کېداى؛ فقر، لوږه، د شتمن او نېستمن تر مينځ ژور توپير، د مظلومانو پر سر، مال او عزت تېري، اخلاقي فساد، شرک، بې ديني، د پردو په وړاندي ذلت، اسارت او غلامي، د دې ټولو سره سره نن ډېرى اسلامي هيوادونه نه سياسي استقلال لري او نه هم اقتصادي. سياسي، اقتصادي، فرهنګي او نظامي واک يې د نورو په اختيار کي دئ او دونه فاسد حکومتونه يې پر مسلط کړي دي، چي نه د فرعون په فرعوني نظام کي دونه ډېر فساد وو او نه هم د ابو جهل په جاهلي نظام کي.
قدرمنو! موږ ولي ورځ تر بلي د هغه چټک پر مختګ څخه بې برخي کېږو او اسلامي امت مو د راز راز ناخوالو او دربدريو په دامونو کي ښکېلېږي؟! راځئ!، چي د دغو پوښتنو جوابونه د اسلامي امت د دوونومياليو علماوو څخه واورو:
مولانا ابو الکلام آزاد وايي: که د اسلامي امت د اوسنيو بدبختيو د اصلي سبب په اړه پوښتنه را څخه وسي او دا شرط هم را باندي ولګوي، چي د دې بدبختيو به يوازي او يوازي تر ټولو دقيق او اصل علت معلوموې!؛ نو جواب به يې د امام مالک په دې وينا ورکوو: (ﻻ يصلح آخر هذه الامة اﻻ بما صلح به اولما)؛ يعني د دې امت اصلاح به تر هغو و نه سي تر څو هغه لاره اختيار نه کړي، چي د دې امت د لومړيو اصلاح په وسول. څرګنده خبره ده، چي د دې امت د لومړيو اصلاح د قرآن په مدرسه کي سوې ده؛ نو وروستي نسلونه هم تر هر څه ډېر د قرآن و پيغام ته اړتيا لري.
مولانا محمود الحسن ديوبندي وايي: ما چي د زندان په يواځي والي کي د مسلمان امت پر مظلوميت غور و کړئ؛ نو د دې دوه سببونه را ته معلوم سوه، چي يو د قرآن پرېښوول او بل د مسلمان امت پخپل مينځ کي مخالفتونه او جګړې دي.
د يادو سوو علماوو و ويناوو ته د رسول الله } دا لاندي حديث لا زيات قوت ور کوي، هلته چي فرمايي: (ان الله يرفع بهذا الکتاب اقواما و يضع به آخرين – رواه مسلم). يعني الله تعالى په دې کتاب (قرآن) سره ډېر خلګ عزتمند کوي او نور بيا ذليله کوي.
الله تعالى دي قرآن زموږ د ژوندانه په ټولو چارو کي؛ له عبادته تر سياسته، له دعوته تر هجرته، له جهاده تر زندانه، له تعليمه تر تربيې… پوري حاکم و ګرځوي. آمين