ویل کېږي، چې د افغانستان د پخوانیو یو شمېر جنایتکاره جنګي ډلو مشران او پاتې شوني په دې موخه په جرمني کې راټول شوي، چې د هیواد اوسنی دولتي جوړښت بدل کړي. په دې مانا چې دوی غواړي شته ریاستي نظام چې په اساسي قانون کې یې یادونه شوې، په پارلماني واړوي او ترڅنګ یې د مرکزي واک سیستم پر شړېدلی فدرالي سیستم بدل کړي. یادې ډلې چې یو طرفه جوړښت لري او په افغانستان کې د یوه ځانګړي جریان استازیتوب کوي، په دې هیله جرمني ته تللي، چې لوېدیځ به یې د هڅو ملاتړ وکړي او د سیستم بدلون ته به لار اواره کړي.
په افغانستان کې د سیستم د بدلون او فدرالي نظام لپاره هڅې نوې نه دي، وړاندې تر دې هم آن د اساسي قانون له لویې جرګې را نیولې بیا د بېلابېلو ټلوالو تر جوړېدو پورې هر وخت دا غږ پورته شوی، چې د افغانستان د ټولو ستونزو د حل لاره فدرالي نظام دی، خو په زړه پورې ټکی دادی چې دغه غږ یوازې له یوې خوا کېږي، له داسې خوا چې یوازې له څو کسانو جوړه ده، د ملت د هېڅ لوري استازيتوب نه کوي او تل یې د شخصي ګټو لپاره کار کړی دی.
ملي مسلې او نوکرې حل لارې
په افغانستان کې د نظام بدلون او په ټوله کې د اساسي قانون د موادو د تغییر غوښتنه د هرسیاسي فعال، آن لا د هر افغان حق دی. د رایې ازادي، د بیان ازادي او د انتقاد ازادي هغه څه دي چې هر چاته دا حق ورکوي چې په هیواد کې د ښه بدلون په موخه خپل نظر او وړاندیز رامخې ته کړي، خو دغه نظر او وړاندیز باید جوړوونکی وي، هیواد ته یې ګټه ورسېږي او د منل کېدو په صورت کې روان حالت یوه ښه لوري ته روان کړي. ددې ترڅنګ د بدلون لپاره د نظر او هڅو ټول بنسټ باید افغانستان او د افغانستان منافع وي، فکر یې افغاني وي او ورته د رسېدو هڅې ټولې افغاني وي، چې متاسفانه دا یو اصل هم په اوسنیو هڅو او اوسنیو هغو کسانو کې نه لیدل کېږي چې د نظام د بدلون کوښښونه کوي. د یادو کسانو هڅې ټولې پر شخصي ګټو ولاړې دي، دوی لاهم د افغانستان د اوسنۍ ستونزې لپاره د فدرالي نظام د راتلو داسې ښېګڼې نه دي بیان کړي چې لږ تر لږه دې د افغان ولس یوه برخه قناعت ورباندې وکړي، آن لا خپله په دې نه دي قانع چې که نظام فدرالي کېږي، څه به کېږي او ټول هیواد ته به یې ګټه څه وي. دوی په دې هرڅه کې یوازې یوڅه په پام کې نیولي، هغه داچې که نظام فدرالي کېږي، دوی به په هغو سیمو کې چې اوس یې څه ناڅه خلک درناوی کوي، د مطلق العنانه واکمنیو څښتنان وي، هلته به یې پاچاهۍ جوړې وي او هرهغه څه یې چې زړه غواړي د همغو سیمو پر مظلومو خلکو به یې کوي. کومه ډله چې اوس په جرمني کې راټوله ده، هر غړي یې د افغانستان واکمنۍ ته د رسېدو هڅې کړي، دوستم، محقق، قانوني او پدرام په لومړنیو ټاکنو او عبدالله، عطا او داسې نورو په دوېمو ټاکنو کې پر دې زړونه شنه کړل چې د ارګ څوکۍ ته ورسېږي، خو د افغانستان په دې ستر چوکاټ کې دداسې کسانو د واک ته رسېدو خوبونه په ریښتیا هم احمقانه دي. دوی اوس خپل ځای و پېژانده او د یوې ناسمې خوشبینۍ له مخې یې پوره هڅې یې پیل کړې، چې که د فدرالي نظام پر بنسټ ټاکنې کېږي، لږ تر لږه خو به په همغو کوچنیو ټوټو کې د خلکو څه ناڅه رایې اخلي چې ددوی متعصبانه او تنګ نظرې آیډیالوژۍ اغېز ورباندې کړی.
په هرصورت که دا هم ورسره ومنل شي، چې دوی حق لري په غټه کچه واک ته د نه رسېدو پر ځای په فدرالي واکمنیو کې د خپل واک د ساتلو هڅې وکړي، دا به څوک ورسره ومني چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره دې د بهرنیو بادارانو لمنې ته لاس واچوي؟ په هر هیواد کې سیاسي مبارزه ازاده ده، د هر هیواد سیاستوال پر دې ویاړي چې د هیواد د جوړولو لپاره له ځانه نظر او طرحه لري او د عملي کېدو لپاره یې ولس ورسره دی، خو په هېڅ هیواد کې هم دا نه دي لیدل شوي، چې سیاستوال دې د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره نوکران شي او له نورو دې مرسته وغواړي. په جرمني کې راټولو شویو په اصطلاح سیاستوالو ددې پرځای چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو وګرځي، د خپلو موخو د ښه والي لپاره کمپاین وکړي او بیا یې د عملي کېدو په موخه ملي خوځښت رامنځته کړي، د داسې چا خواته منډه کړه چې نه ملت ورسره روږدی دی او نه یې حل لارې ملت ته خیر راوړلای شي. دوی ددې پر ځای چې د خلکو د ژوند د بدلون لپاره د خلکو له زوره کار واخلي، د نوکرۍ له خاصیته په استفادې د نورو له زوره کار اخلي او یوځل بیا غواړي زموږ پر خلکو وارداتي سیستم وتپي.
اصل نه بدلېږي
دا په اثبات رسېدلی چې ناشونې ده د یوه انسان اصل دې بدل شي. ددې خبرې هدف دادی چې که یو انسان خدای سپک پیدا کړی وي او له سپکو خاصیتونو سره را لوی شوی وي، که څومره هم د موقف په لحاظ دروند شي، یو وخت نه یو وخت داسې یو سپک کار ترې کېږي چې هرسړي ته یې اصلیت مخې ته درېږي. غلامي هم همداسې یو شی دی، خدای چې د یو چا ضمیر او زړه غلام پیدا کړی وي، که هرڅومره هم ځان ازاد او پر هیواد مین وښيي، خو بیاهم یو په یو داسې یو کار ترې وشي، چې خلک ګوته په غاښ ورته پاتې شي. په جرمني کې راټول شوي سیاستوال هم خدای غلامان پیدا کړي. په افغانستان کې د کمونیستي نظام له پیله تراوسه که ددوی مخینې ته وګورو هر یوه یې خپلې ټولې شپې او ورځې د نورو په نوکرۍ کې تېرې کړي، ځینې یې د چپیانو په کتار کې د شورویانو غلامي تېره کړي او ځینو یې د ښي اړخو په کتار کې په ډېره منافقانه توګه یا د شوروي یا نورو داسې هیوادونو خلاص مټ غلامي کړې چې د افغانستان د ورانۍ سلګونه نقشې یې لرلې. دوی چې اوس څه ناڅه د سیاستوالو په نامه هم یادېږي او پر شاوخوا یې څو کسان راټول دي دا هم د غلامۍ نتیجه ده، که یې یو وخت وزارتونه یا د ولسمشرۍ مرستیالیانې چلولي، هغه یې هم د غلامي له برکته کړي. لس کاله وړاندې هر یو ددوی په زړه بوږنوونکي حالت کې و، د چا کورونه په کولاب کې و، څوک ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ایران او شوروي کې پټ و او څوک هم د هیواد په یوه کونج کې د نورو د وسلو او زور پر مټ له دې امله جنګېدل که یې غلامي نتیجه ورکړي او یوځل بیا واک ته ورسېږي. هماغه د غلامۍ برکت و چې خدای امریکا ورباندې مهربانه کړه، دوی یې واک ته ورسول او په اصطلاح غټ غټ سیاستوال یې کړل. اوس چې یوځل بیا فکر کوي تنګه ورباندې راغلې، له خپلې پخوانۍ تجربې کار اخلي او د امریکایانو په مرسته په جرمني کې سره را غونډېږي چې نظام بدل کړي او خپلو موخو ته ورسېږي.
آيا اوس ددې وخت دی؟
ښايي په رسنیو کې ډېرو بحثونو او د فدرالي نظام د پلویانو پراخو کمپاینونو د ځینو افغانانو په ذهن کې دا خبره اچولي وي، چې ګنې فدرالي نظام به اغېزناک وي او هیواد ته به یې خیر ورسېږي. موږ هم په دې اند یو چې ټول سیاسي سیستمونه د ټولنې د ښه والي لپاره رامنځته شوي او فدرالي نظام هم لکه څنګه چې د نړۍ ډېری هیوادونه یې پر بنسټ اداره کېږي، یو ښه نظام دی او ډېرو هیوادونو کې مثبت ثابت شوی، خو آیا اوسنی افغانستان فدرالي کېدای شي؟ که فدرالي شي ګټې به یې څه وي او که نه شي زیانونه یې؟
د ګټو په اړه دې هغه ښاغلي خبرې وکړي، چې د فدرالي نظام پلویان دي او ستونزو ته به یې موږ اشاره وکړو:
په نني افغانستان کې تر ټولو لومړۍ اړتیا سوله ده، که څوک د هیواد سوکالي غواړي تر ټولو لومړی دې د سولې لپاره کار وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې زرګونه بهرني سرتېري مېشت دي او لاهم مرکزي حکومت د ټول هیواد د ادارې توان نه لري، نو تر ټولو لومړی د یوه ښه نظام ټینګښت او جوړولو ته اړتیا ده، چې یوازې د مرکزي سیستم له لارې شونی دی.
په ټول افغانستان کې وسله خوره ده، سیاستوال د ولس پر ځای خپلو شخصي او قومي ګټو ته ژمن دي او د فدرالي نظام په رامنځته کېدو د هیوادوالو ترمنځ د بېلابېلو تربګنیو او نفاقونو اور بلېدای شي.
همدا اوس یو شمېر لرې پراته او ګاونډي هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې افغانستان تجزیه شي، سوېل طالبانو او شمال شمالي ټلوالې ته وسپارل شي (که څه هم طالبانو له دې وړاندیز سره کلک مخالفت ښودلی) چې د ملت او یو شمېر هیوادپاله کړیو په هڅو دغه کوښښونه لاناکام دي، خو که نظام فدرالي کېږي یادې هڅې به سل په سلو کې بریالۍ شي.
د فدرالي نظام په موجودیت کې د “یوه افغان” سوچ چې میلیونونو کسانو یې د ژوندي ساتلو لپاره وینې تویې کړي له خاورو سره خاورې کېږي، د ځايي ګټو او غوښتنو پر بنسټ ځايي حکومتونه رامنځته کېږي او زموږ ملي هویت له منځه ځي.
دا او ددې ترڅنګ لسګونه نورې داسې ستونزې شته چې د نظام د بدلون په رامنځته کېدو افغانستان ورسره لاس او ګریوان کېدای او له وژونکو خطرونو سره مخامخېدای شي.