کور / تازه خبرونه / پروېز مشرف: د جنوري تر پايه پاکستان ته ستنېږم

پروېز مشرف: د جنوري تر پايه پاکستان ته ستنېږم

د پاکستان پخوانى پوځي واکمن پروېز مشرف وايي د رواني مياشتي تر پايه به پاکستان ته ستون سي.
نوموړي پرون په کراچي د مسلم ليګ (ق) ګوند له خوا يوې جوړي سوي غونډي ته تليفوني وينا وکړه او ژمنه يې وکړه چي روانه مياشت به خپل هيواد ته ستنېږي.
متقاعد جنرال پروېز مشرف وويل اوسنۍ غونډه د پاکستان د سياست بدلون ته يوه زلزله ده او سونامي لا پاته ده.
نوموړي وويل دى خوشحاله دئ چي پاکستانيان مينه ورسره لري او هيواد ته د ورتګ بلنه ورکوي.
جنرال مشرف کراچي د پاکستان زړه وباله او ويې ويل چي دى له پښتونخوا څخه د هزاره په نوم صوبې د جلا کېدو پلوى دئ.
جنرال مشرف چي له ٢٠٠٨ کال راهيسي له پاکستان څخه دباندي اوسېږي، د پاکستان د حکومت له خوا پر لال مسجد د حملې، د بې نظيربوټو او نواب اکبر بکټي په وژنو باندي تورن دئ، چي څو ځله يې محکمې ته د حاضرېدو غوښتنه ځني کړې ده.
بلي خوا ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي چي مشرف بايد ځان سپين کړي او که پاکستان ته راسي پوليس حق لري چي هغه ونيسي.