کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ه چا سره سوله او څه ډول سوله ؟؟؟

ه چا سره سوله او څه ډول سوله ؟؟؟

ه چا سره سوله او څه ډول سوله ؟؟؟
له کومې ورځې چې امريکايي مقاماتو د طالبانو سره په مستقيم ډول دوه په دوه پرته دبلې ډلې له حضوره دسولې په اړه دخبرو اعلان کړي دی له هماغې ورځي په افغانستان او سېمه کې بيلا بیل غبر ګونونه او ضد او نقیصې خبرې پيل شوي دی. دا چې وروسته له لسو کلونو سختو جګړو او بې شمېره مرګ ژوبلې دمخالفت دواړه اړخه دسولې په اړه سره خبرو ته کيني ريښتيا هم د هيښتيا خبره ده ، خو په هر حال دسولې نوم خپله يو مثبت نوم دی او هيله ترې کېدای شي. نو ځکه په دې اړه د ولس ، سياسي ډلو ، نظامي ډلو او نورو بلا مغرضو ډلو د نظرونو تر منځ ډېر توپير موجود دی .
لومړی- په لوی سر کې ولس: ولس د دې خبرې هر کلي کوي ، ځکه ولسي عام خلک د دواړو ښکيلو ډلو له خوا او د دوئ په پرتله په دې جګړه کې ډېر زيانمن شوي دی ، نو له ټولو لومړی ولس سولې ته اړتيا لري.
دويم- سياسي ، ټولنيز او اقتصادی سکتورونه : په حکومت کې دننه شمالي مافيايي ټلوالې ، جنګسالارانو او يوشمېر نورو ډلو په افغانستان کې له روانې جګړې نه په ګټه اخيستو سره ټول سياسي ، ټولنيز او اقتصادي سکتورونه په انحصاري ډول په خپله ولکه کې ساتلي دي ، چې په يادو برخو کې د افغانستان نور وګړي بې برخې پاتې دي او حقونه يې تر پښو لاندې شوي دي . نو دا وګړي هم په يوه ريښتينې سولې کې خپله ګټه ګوري او سوله غواړي .
دريم – هغه ډلې چې دسولې د خبرو سره مخالفت لري: شمالي ټلواله ، جنګ سالاران او ټولې هغه ډلې چې د روانې جګړې له برکته يې مهم پوستونه او امتيازات تر لاسه کړي دی ، بيا د سولې د دې بهير سره په کلکه مخالفت کوي او دسولې د خبرو د شنډيدو لپاره هلې ځلې کوي تر څو خپل شته امتيازات له لاسه ورنه کړي او يا هم د کړو جنايتونو پوښتنه ترې ونشي .
څلورم – هغه ډلې چې ثابت دريځ نه لري : دا ډلې بيا د موقع نه په ګټه اخيستو سره کوښښ کوي چې په يو ډول نه په يو ډول يو ځل بيا ځان مطرح کړي او يو څه امتياز تر لاسه کړي .
اوس پوښتنه دا ده چې د چا سره سوله وشي او په څه ډول سوله وشي ؟ د روانې لس کلنې جګړې ښکيل اړخونه يو خوا طالبان او بل خوا دامريکې متحده ايالات او دهغوئ متحيدين دي . دا چې ددواړو اړخونو شرايط سره ډېر توپیر لرې او کېدای شې چې يو دبل شرايطو ته غاړه کېنږي ، دا بيله خبره ده . خو دسولې لپاره همداسې دوه په دوه په يو دريم ګړي هېواد کې دافغانستان دنورو ډلو ټپلواو ګاونډيانو له حضوره پرته خبرې کول يو مناسب کار دی ، ځکه هغه مهال په ۲۰۰۱ کال کې کله چې امريکا دناټو په مشرۍ په افغانستان حمله وکړه نو په افغانستان کې هېڅ يوې سياسي يا نظامي ډلې هم فعاليت نه درلود او هغه دشمالي جبهه هم داحمدشاه مسعود دمړينې سره دړې وړې شوې وه ، په څرګنده توګه هغه مهال امريکا په طالبانو حمله وکړه او دقوي نظامي تکنالوژۍ پرمټ یې طالبان دافغانستان پريښودو ته اړ کړل ، له دې وروسته يې که شمالې ټلواله حاکميت ته راوستله او يايې نورې تښتېدلې تنظيمي ډلې په قدرت کې دننه کړې او يا يې له بهره دکارپوهانو په نامه افغانان راوستل او لوړ پوستونه يې ورکړل ، دا د امريکې يوه اړتيا وه ځکه امريکايانو نه شول کولايئ چې پرته د يو شمېر افغانانو له همغږۍ په افغانستان کې خپل اهداف تر سره کړي . نو همدا وه چې دبن دکنفرانس په نتيجه کې يې دکرزي په مشرۍ هغه ډلې په حکومت کې ځای کړې کومې چې سل په سلو کې د امريکايانو احکام او اهداف پلي کوي. اوس نو که امريکا غواړي چې جنګ بس کړي او دسولې په اړه خبرې وکړي نو همداسې باید يوازې دتلې په بل اړخ کې دخپلو حريفانو سره خبرې وکړي .په منطقي ډول شمالي ټلواله او ټولې هغه ډلې چې د سولې دبهير مخالفت کوي هېڅ حق نه لري چې په دې خبرو کې مخالفت او يا مداخله وکړي ، ځکه دوئ د مسعلې په يو اړخ کې هم نه شمېرل کېږي او د اړتيا له مخې هماغه وخت امريکايانو وکارول .
له بلې خوا په دې وروستيو کې دافغانستان داسلامي حزب له خوا د ژغورنې ميثاق په نامه طرحه وړاندې شوه چې دافغان حکومت سره به پرې خبرې کوي . چې بيا قريب الرحمان سعيد په خپله يوه اوږده مقاله کې په دې اړه ډېر بحث کړی دی . بله پوښتنه دا ده چې حزب اسلامي دچاسره او دچا په غوښتنه خپله طرحه وړاندې کوي ؟؟؟ ځکه حزب اسلامي خو هم دطالبانو او هم د امريکايانو مخالف دی، يا په عامه ولسي اصطلاح هم دکفر مخالف دی او هم داسلام مخالف دی، سره ددې هم که چيرې د روانې جګړې د يو اړخ په توګه نه بلکه د قطب الدين حلال په اصطلاح د دريم قوت په نامه يې دخبرو میز ته کينوي نو حزب اسلامي خو اوس هغه حزب اسلامي نه دی کوم چې په شمشتو کې ديوې لويې ډلې او تشکيل خاوند حزب وو، حزب اسلامي ديو حزب په مانا وروسته له پینځلس يا شلو کلونوغيابت اوس کوم حزب نه دی ، ځکه ددې پينځلس ، شلو کلنو په موده کې دحزب اسلامي غړي ډله ډله په نورو جوړښتونو کې منحل شول، لومړی دحزب اسلامي هغه غړي چې اسلامي قوي عقيده يې درلوده او د اسلامي امارت سره مخالف ورته ګناه ښکاريده دطالبانو په ليکو کې منحل شول ، پاتې نور غړي يې دنورو تنظيمونو په ګډون دطالبانو داسلامي امارت سره دمخالفت او ددوئ له ويرې دنورو هېوادونو لکه پاکستان ،ايران او نورو هېوادونو په لمن کې پريوتل ، کله چې دطالبانو نظام د امريکې او ناټو له خوا ړنګ شو نو ټول جهادي تنظيمونه بيرته افغانستان ته راغلل چې هغه مهال هم دحزب اسلامي غړي په دوه ډلو وويشل شول يوې ډلې يې ځان دحزب اسلامي هغه ډله ونوموله چې د کرزي تر قيادت لاندې د امريکا او ناټو ګټو ته وفا دار دي او په دې توګه دامريکا دشفقت وړ وګرځيدل او په نظام کې يې دننه کړل ، همدغه مهال دحزب اسلامي ځيني نور غړي له حزب اسلامي منکر شول چې اسناد يې اوس هم په ځينو بهرنيو سياسي دفترونو کې شته او په دې توګه يې امتياز تر لاسه کړو . نو که اوس هم ښاغلي ګلبدين حکمتيار دخپلې طرحي په رڼا کې مذاکرات کوي نو په هغه پخواني حيثیت نه بلکه د ګوتو په شمار دڅو تنو په استازولۍ دې خبرې وکړي . او يا خو دې د خالص بابا په شان هيڅ صحنې ته نه راځي لږ تر لږه هغه کړي هوډ خو به يې بې ځايه مات نه شي . که په فرضي توګه د همده خپله طرحه عملي شي نو لکه دنورو تنظيمي رهبرانو او قمندانانو په شان بايد دا هم په دار وځړول شي .
ځکه دګلبدين حکمتيار دطرحي ۱۳ مه ماده کې داسې راغلي دي : په اختلاس ، د مخدره موادو قاچاق ، د ملي شتمنیو په غصب او په جنګي جنایاتو تورن کسان به شرعي محکمي ته سپارل کیږي او هیڅ لورې به له هغوې نه په څرګنده یا پټه توګه دفاع نه کوي.
نو که چيرې امريکا په ريښتيا سوله غواړي نو دطالبانو سره له خبرو مخکې دې د حکمتيار صیب دطرحي ۱۳ مه ماده عملي کړي تر څو په افغانستان کې تولې بدرنګې څېرې ، غله ، قاتلان او جنګې جنايت کاران له منځه لاړ شي بيا به نو ايله سولې ته لاره هواره شي .