په غونډه کې څو تنو افغان ملتیانو او کوم غیر افغان ملتي خبرې وکړې؛ په آخر کې حداد صیب پاڅېد؛ په ملي کولتور یې خبرې کولې . د خبرو په ترڅ کې یې د هغه وخت بیټل فېشن او د ځوانانو اوږدو اوږدو شقیقو ته ایشاره وکړه؛ اوږدې شقیقې یې د« دله پرېټ » په بد نامه یادې کړې، ویې ویل چې دله پرېټ او بیټل فېشن پردی کولتور دي، زموږ له ځوانانو سره ښه نه ښکاري!
محمدنسیم لودین، سم د لاسه را پاڅېد، د ښي لاس خپړه یې، ښه مې په یاد دي، د حداد صیب لږو اوږدو شقیقوته ونیوه؛ د ګډونوالو پام یې د حداد صیب شقیقو ته ور واړاوه؛ خو شېبه به نه وتېره چې څو تنه افغان ملتیان ور ړواندې شول، خپل پخوانی افغان ملتی ملګری، لودین، یې په بد وضعیت له غونډې وایست!
د داود خان د جمهوریت لومړی کال و؛ د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ځمکې پېژندنې د څانګې د لومړي کال محصل وم، د پولیتخنیک د څلورمې لیلیې په دوه دېرشمه کوټه کې اوسېدم؛ یوه ورځ ماښام درې څلور ملګري د حداد صیب کور ته ورغلو؛ حداد صیب په پروان مېنه کې، د پنجشېري رحیم غلام بچه کور ته په یوه نژدې کوڅه کې مېشت و… حداد صیب په خبرو خبرو کې وویل چې کوم چا ورته د پښ ( آهنګر) خطاب کړی؛ حداد به پښ یا آهنګر ته ویلی شي، خو زړه ته یې نه لوېږي چې دوی دې پښان وي؛ خو که وي هم، پروا نکوي؛ پښان لکه موږ داسې خلک دی، خو که دتوپیر کوم ټکی په منځ کې وې، د وطنپرستۍهغه به وي؛ پښان له غیر پښانو نه ډېر وطنپرسته دي؛ پښانو، حداد صیب وویل چې، د معاصر افغانستان په جوړولو کې له بل هر چا رغنده ونډه آخیستې . حداد صیب موږ اریان کړو، غټ مثال یې ورکړ؛ ویې ویل چې که زه پښ یم، نو بیاخو د احمدشاه ابدالي توره زما پښ نیکه جوړه کړې!
د داود خان د جمهوریت دویم کال و؛ د پوهنتون د دویم کال محصل وم؛ د افغان ملت د ګوند د کابل پوهنتون د ګوندي جرګه ګۍ غړیو ته له حداد صیب نه د سیاسي زده کړې چانس برابر شو؛ څلور، پینځه پنجشنبې، په جمال مېنه کې د حداد صیب کور ته ورغلو…
د حداد صیب په غاړه کې هغه ځوړنده سکه چې ښاغلي معصوم هوتک ورته، په دې وروستیو کې په حداد صیب باندې د خپلې یوې درنې لیکنې په ترڅ کې، ایشاره کړې ده، خدای مې دې غاړه نه بندوي، د پينځو شپږو نورو سکو سره موږ ته را ښودلې وه؛ یوه سکه یې د امیر دوست محمد خان د وخت وه؛ که یې غلطه نکړم، د « امیر دوست محمد به عزم جنګ و جهاد ــــ کمر ببست ناصرش حق باد…» بیت پرې لیکل شوي و. حداد صیب وویل چې امیر دوست محمدخان د پېښور او د سکانو له خوا د ختیځ افغانستان د نورو سیمو د آزادولو لپاره سکه ووهله؛ خو بیا یې کوم عملي ګام وانخیست! موږ ته د سکو له ښودلو نه، د حداد صیب یو مطلب د ننني پښتونستان په اړه د محمدزیانو د شاهي کورنۍ د دروغو د پالیسۍ، په اصطلاح، رسوا کول و! حداد صیب وویل چې هسې یې د افغانانو د غولولو لپاره شعارونه ورکول!
حداد صیب، ښه مې په یاد دي، د داود خان په وړاندې د سیاسي مبارزې پلوی نه و. موږ ورپسې جوړه کړه چې حداد صیب مبارزه په یخچال کې کېښوده! حداد صیب وویل چې داود خان کمونستانو په لاس کې نیولی، موږ پرې غاړه خلاصه کړې ده؛ پخپل ګرېوان کې به آخر سر ښکته کړي؛ پرېده چې داودخان یې له چپیانو سره سپینه کړي … بیا به ګورو! موږ ځوانان د حداد صیب له دې سیاست سره جوړ نه وو!
چې فرهاد صیب (د حداد صیب ورور) د ۱۳۵۸ کال د جدي په څوارلسمه د څرخي پله له زندانه ژوندی را ووت، موږ درې تنه له حکومت نه پټ کورته ورغلو. فرهاد صیب سخت ناروغه او ډبېدلی و… د شوروي یرغل په وړاندې یې د افغانانو جګړه په ایکي یوه شرط منله! موږ ورته وویل چې پاپا شرط په دې کې نه ځایېږي، افغانستان روسانو نیولی، جګړه به کوو چې آزاد شي؛ خو هغه وویل بچیانو سمه ده، خو جګړه به په یوه شرط کوو؛ دا سړه جګړه ده، یوازې زموږ افغانانو نه، د ټولې نړۍ جګړه ده، د غرب جګړه ده، د امریکې جګړه ده، د ناتو جګړه ده، خو راغله په موږ . فرهاد صیب وویل، جګړه، شک نشته، موږ ګټو؛ خو د جګړې غنیمت، په کار ده، مخکې تر مخکې له امریکې سره ووېشو! موږ ځوانانو غنیمت ته بیا هم د افغانستان دخپلواکۍ په سترګه کتل؛ خو فرهاد صیب نه منله؛ چې فرهاد صیب مو ډېر په تنګ کړ، ترخه خندا یې وکړه؛ ویې ویل بچی! د دې جګړې د ګټلو غنیمت زموږ د مقدس افغانستان له خپلواکۍ نه څوڅو ځلي ډېر دی! دا ډېر غټ غنیمت دی! موږ بیا هم له فرهاد صیب سره اړم وو؛ خو فرهاد صیب بیا هم پخپله خبره ولاړ و، و یې ویل بچو؛ له امریکا سره خبره سپینه په کار ده؛ پنجابیان لګیا دي په امریکې باندې خپل شرطونه مني، هغه هم زموږ په ضد! د فرهاد صیب زړه وران وشو، خبره یې په ستوني کې ونښته؛ په سختۍیې خپل وران زړه را ټول کړ، خپله خبره یې را ونیوه، ویې ویل، جګړه به کوو مونږ، وینه به تویوو موږ افغانان، شرایط به ږدي پنجابیان!؟ فرهاد صیب موږ غلي کړو! د فرهاد صیب زړه بیا هم وران شو … آخر یې د ښي لاس خپړه، چې لکه د پاڼې داسې رپېدله، خچې او غټه ګوتې یې سره نه ورتلې، په ډېرې سختۍ را پورته کړه، خواري یې ډېره وکړه، خو ګوتې یې و نه غزېدې، خپړه یې لوېشت نشوه؛ ویې ویل : بچی! موږ د سړې جګړې د ګټلو په غنیمت کې، د افغانستان په خپلواکۍ سربېره، سمندر ته بس دا یوه لوېشت لار غواړو!
فرهاد صیب له لارې سره سخت وژړل، غټې غټې اوښکې یې په مخ راتویې شوې! پسې غلی شو … موږ فرهاد صیب نور یوازې پرېښود، یو یو ترې لاړو!
دا خبره بیا ما د مهاجرت په لومړي کال، ۱۹۸۲، د پېښور په کبابیانو کې له حداد صیب سره شریکه کړه . ته د پېښور د هغه وخت خطرناکو حالاتو ته ګوره، حداد صیب له مانادارې موسکا سره د ښي لاس د شهادت ګوته خپلو شونډو ته ور وړه : چوپ شه! دا خبرې مه کوه! د خوني دښمن په کور کې دېره یو!
بیا سره تالا ترغه شوو؛ څوک مړه، څوک ژوندي، څوک معیوب، څوک ذهني ناروغان! حداد صیب مې بیا تر دې ننه ونه لید… د ګوندي ډلبازۍ د بد کولتور له مخې مې، چې کله په پېښور کې د افغان ملت د جریدې مسؤل مدیر وم، په حداد صیب پسې، مستقیم یا غیر مستقیم، څه سپکې سپورې یا ویلي، یا لیکلي! حداد صیب له اړې ورځې پاکستان پرېښی و؛ حکمتیار صیب خو پرېده، هغه مولوي صیب محمد یونس خالص لا خوله و نه یوه، په درېیمه درجه کمونستانو، ملحدینو او سیکولریستانو یې یاد کړو! ویې تښتولو، په رڼا ورځ یې کمپونه خو پرېده، د پېښور په هغو خوندي سیمو کې وویشتلو او ووژلو! د حضرت صبغت الله مجددي، زوی ډاکټر ذبیح الله مجددي، لا له یوه مکتوب سره د افغان ملت جریده بېرته را مسترد کړه؛ لیکلي یې و چې لار یې زموږ له لارې بېله ده، دوی مسلمانان وو او موږ د دوی په نظر نامسلمان! په حداد صیب په کبابیانو کې ډزې وشوې، خو بچ شو. مونږ هم بیا، لکه د حداد صیب داسې، مات او ګوډ له پاکستانه راوتښتېدو . بله لاره په منځ کې نه وه …
پروسږکال مې، وروسته له څو ویشتو کلونو، د یوې خبرې د سپیناوي لپاره حداد صیب ته ټلفون وکړ؛ بیا مې هغه خبره لا په کابل کې له ښاغلي محمدصدیق پتمن سره هم د ټلفون له لارې شریکه کړه . هغه خبره د ده نه، د فرهاد صیب وخته؛ خو حداد صیب را ته وویل چې د ده یوه خبره هم راسره ولیکم؛ نمت خو مې، که رښتیا ووایم، د ده د خبرې د لیکلو له سره و نه، خو له نزاکته مې ښه ورته وکړه . حداد صیب بیا د یوې په ځای دوه خبرې راته وکړې . یوه یې، ډېر پخوا د ظاهرشاه دباچایۍ په دوره کې د فرهاد صیب په مېنه کې، له فرهاد صیب سره، د نورمحمد تره کي د لیدلو خبره وه . حداد صیب وویل چې څوورځې وروسته یې بیا له نورمحمد تره کې نه له فرهاد صیب سره د هغه د لیدو کتو په اړه پوښتنه وکړه؛ حداد صیب وویل چې تره کی د فرهاد له لیدو نه ډېر خوښ شوی و، ډېر ترې متاثره شوی و، خو یوه ملاحظه یې درلوده، داسې چې ترکي ویلي و، د فرهاد صیب له مترقي سیاسي پروګرامونو سره بېخي جوړ دی، خو د ده له خدای سره نه! حداد صیب د تره کي له خولې دا هم وویل چې فرهاد صیب ورته د قرآن عظیم الشان یوه انګرېزي کاپي هم هدیه کړې وه!
د حداد صیب بله خبره د څرخي پله په زندان کې د فرهاد صیب د بند د وخت یوه خاطره وه؛ ویې ویل چې فرهاد صیب په زندان کې له نهو یا (یوولسو) کسانو سره دېره و، درې میاشیتې یې په یوه پطلانه او یوه کمیسه کې تېرې کړې وې؛ د فرهاد صیب د کوټې ملګري ډېری ځوانان وو، یو پکې سپین ږیری و؛ یوازې همدې سپین ږیري فرهاد صیب پېژانده، خو د حکومت له ډاره یې ځان پرې ځکه نه پویاوه، چې فرهاد د حفيظ الله امین په امر په اعدام محکوم و! کوټه به هر ه ورځ په وار جارو کېدله؛ د فرهاد صیب وار را ورسېد؛ څو آتیا کلن سپین ږيري ناروغ فرهاد جارو را پورته کړه؛ د جارو له را پورته کوو سره و چې سپين ږیري وایي چېغه کړه، سخت یې وژړل، ځوانانو ته یې کړل :
د خدای پار دی، دا سپین ږیری نه پېژنئ!؟ دا هغه سړی دی چې کابل ښار یې، کلونه کلونه وړاندې، څو کاله سر په سر هره ورځ جارو کاوه؛ ځوان بندیان اریان دریان پاتې شول؛ سپین ږیري وویل چې دا سپین ږیری پاپا فرهاد دی، د کابل پخوانی ښاروال!
تر بیا
۲۰۱۱ کال، د جنورۍ اومه
ناروې