د ټايمز امريكايۍ ورځپاڼې د مارچ د ۲۲ نېټې د رپوټ له مخې، د فرانسې ولسمشر نېكولاى سركوزي رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې تيار دى، افغانستان ته ۱۰۰۰ تنه نور سرتېري ولېږي، د فرانسوي ډيپلوماټانو په خبره، بريټانيې ته د ولسمشر سركوزي د سفر ، چې نن پيل شوى او له لومړي وزير، ګورډون براون سره به د هغه د لېدو كاتو پر مهال، پر دې موضوع نورې خبرې اترې او غور هم وشي، چې دا بيا به د ناټو د غړو هېوادونو په راتلونكې غونډه كې، چې د روان كال د اپريل په لومړيو كې د رومانيا په پلازمېنه بخارست ښار كې، جوړېږي، د ناټو غړو ته د فرانسې د ولسمشر له خوا، تر ټولو ستره ډالۍ وي، د يادونې وړ ده، چې د ولسمشر سركوزي له دغو څرګندونو نه وروسته، نور لوړ پوړو فرانسوي چارواكو هم د دې خبرې پخلى كړي، وړمه ورځ د فرانسې د بهرنيو چارو وزير كوشنر او پرون دفاع وزير هري مورن له رسنيو سره د مركې په لړكې،هم دې ته ورته څرګندونې درلودې .
ويل كېږي، چې دغه سرتېري به د هېواد د سويل او ختېز په ناارامو سيمو كې ځاى پرځاى شي.
فرانسې هېواد دمګړۍ په افغانستان كې د۱۹۰۰ په شاو خوا سرتېري لري، چې زياتره يې د افغانستان په نسبتا آرامو شمالي سيمو او پلازمېنه كابل ښار كې مېشت دي او كم شمېر يې د هېواد په سويلي ناارامه ولايت كندهار سپين بولدك ولسوالۍ كې دېره دي. د فرانسې هېواد له ځواكونو نه تر اوسه پورې ۱۴ تنه په افغانستان كې وژل شوي او د ۴۸ په شاو خوا كې نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې نه مخكې د نوموړي هېواد د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون د فرانسې يو شمېر لوړپوړو چارواكو افغانستان او بيا په ځانګړې توګه د دې هېواد ناكرارو سيموته د سرتېرو د لېږلو خبره رد كړې وه.
په هر حال! فرانسه په داسې حال كې افغانستان ته د نورو سرتېرو د ورلېږلو خبره كوي، چې د فرانسې په ګډون د ناټو په زياترو غړو هېوادونو كې، سياسي مخالفې ډلې ټېنګار كوي، چې هېوادونه يې له افغانستان نه خپل سرتېري وباسي او په دې هېواد كې له په اصطلاح ترورېزم سره جګړه كې دې برخه نه اخلي.
په افغانستان كې د سرتېرو د ځاى پر ځاى كېدو په هكله، د فرانسې په تګلاره كې د ا بدلون، بې له شكه د ناټو د غړو هېوادونو د زياتو فشارونو له امله رامنځ شوى، ځكه د فرانسې پخوانۍ تګلاره دا وه، چې هېڅكه به د افغانستان كړكېچنو سيمو ته عسكر نه لېږي، له بلې خوا د فرانسې په سياست كې دغه ډراماتيك تغيير د دې ترڅنګ، چې د اسيا په چارو كې د فرانسې كارنده برخه اخېستنه، چې د ولسمشر سركوزي له كاري او ستراتېژيكو لومړېتوبونو څخه ګڼل كېږي، ښيي، بل خوا دا د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د هغې غوسې، چې د فرانسې په ګډون د ناټو ځېنو هېوادونو ته، چې د افغانستان سويل ته د سرتېرو د نه لېږلو هوډ كړى، راپارېدلې وې، د راكابو كولو لپاره يوه هڅه ده، چې تر ډېره برېده د فرانسې ډيپلوماټيك استقلال او سياسي خپلواكي هم تر پوښتنې لاندې راوستلاى شي.
د دې خبرې په اړه، چې د فرانسې دا پرېكړه له طالبانو سره په جګړه كې څومره اغېزمنه وي، بايد ووايو، چې كېداى شي دغه اقدام يو څه لنډ مهالې اغېزې ولري، خو دا هم بايد په پام كې ونيسو، چې د افغانستان جګړه اوس هغه پړاو ته وردننه شوې ده، چې په جګړو او عملياتونوكې يې ګټل ناشوني ښكاري، د طالبانو د واكمنۍ له رانسكورېدو نه وروسته ، كه څه هم په افغانستان كې د لږ شمېر په اندازه بهرني او كورني عسكر مېشت وو، خو حالات تر ډېره برېده راكابو او امنيتي ستونزې كمې وې، په هېواد كې د ناامنۍ څپې هغه مهال زور واخيست، چې د بهرنيو سرتېرو او د هغوى د ړندو پوځي هوايي او ځمكنيو عملياتونو په شمېر كې ډېروالى راغلى، او ورسره د ملكي وګړو د مرګ ژوبلو كچه هم ورسره لوړه شوه، دغه مسله د بهرنيانو په وړاندې د خلكو كركه راوپاروله، چې ورسره جوخت د طالبانو په بريدونو كې هم زياتوالى محسوس او د تاوتريخوالو لمنه پراخه شوه .
پر دې بنسټ ويلاى شو، چې په افغانستان كې د فرانسې د ۱۰۰۰نويو سرتېرو په مېشتېدو كې به هم، د هېواد په امنيتي اوضاعو كې څه مثبته بدلون را نه شي .
اټكل كېږي، چې له دې سره حالات نور هم خړ پړ او ناورين خواته مخه كړي، اوس دا ښكاره خبره ده، چې بهرنيان د خپلو ناوړو كړنو او هغو نارواو وژنو له امله، چې په ترڅ كې يې په سلګونو بې ګناه افغانان بې كوره او په زرګونو نور يې په وينو او باروتو ولړل، په افغانستان كې د سولې او ټېكاو په راوستو كې پاتې راغلي دي، اوسمهال ښايي ښاغلي سركوزي ته دا څرګنده نه وي، چې په افغانستان كې د دوى د دغو جګړه ييزو تګلارو له بركته او له هغو تاوتريخوالو نه ډك چاپېريال له امله، چې دوى يې رامنځ كړي، افغانانو هر بهرني سرتېرى ته د امريكايي پوځي او هر امريكايي پوځي ته د يرغلګرو په سترګه ګوري، چې نه يوازې د سولې او امن هېڅ تمه او هيله ترې نه لري، بلكې هغوى د ځان او د خپل هېواد د غليمانو په څېر ګڼي، او آن په ځېنو حالاتو كې خو لا وارونه هم پرې كوي. اوس د هغه دور موډ او فيشن پاى ته رسېدلي، چې ځېنو افغانانو يا خو د بې وسۍ يا هم د تېرو ناخوالو له كبله، د هېواد وروستى تكيه او د افغانانو د امن كاري نسخه، بهرني سرتېري بلل، او له هغوى سره يې مرستې او همكارۍ ته وردانګل. د كارپوهانو په اند، د نوي كال په پېلېدو سره به د طالب جنګياليو بريدونه نور هم زور واخلي. لكه څرنګه، چې د هغوى د بريدونو لومړۍ موخه بهرني سرتېري دي، نو كېداى شي، چې د فرانسې دا نوي سرتېري هم د هغوى له ګروت څخه خلاصون و نه مومي، چې له دې سره به د دوى د سرتېرو په مرګ ژوبله كې هم د پام وړ زياتوالي راشي، تراوسه پورې كه څه هم په افغانستان كې د فرانسې سرتېرو د تلفاتو شمېره كمه وه، دوى د نښتو او جګړو له هغه تود ډګر يعنې د هېواد له سويل نه په ميلونو ميلونو لېرې پراته وو، خو اوس، چې له دوى سره د جګړې مينه پيدا شوې ده، وبه ګورو، چې تر كومه برېده، د طالبانو د بريدونو په وړاندې د ټېنګاو هوډ او وړتيا لري. خو په پاى كې دا خبره هم بايد هېره نه كړو، چې جګړه د حل يوازينۍ لاره نه ده، بهرنيان كه دلته سوله او امن غواړي، نورې معقولې لارې هم شته، دوى افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو پر ځاى او هغو لګښتونو، چې دوى د پوځونو په را لېږلو، عملياتونو او د جګړو او پوځيانو په نورو لوژستيكو چارو كې لګوي، كه د افغانستان په رښتينې بيا رغونه او ودانولو چارو ولګوي، په يقين سره ويلاى شو، چې له دې اړخه به ډېرو هغو ستونزوته د حل لارې وموندل شي، چې د جګړو او عملياتونو له لارې يې حل ناشونى برېښي، له دې نه اخوا، منطق او استدلال، تفاهم او خبرې اترې هم ، هغه څه دي، چې هېڅكله جګړو او سرزورۍ ځاى يې نه شي ډكولاى.