لیکوال : ویلي ګرموند
ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
بڼسټپال وسله وال طالبان په قطر کې دفتر خلاصوي او خبرو اترو ته چمتو شوي دي . سره له دې تر اوسه په افغانستان کې د جګړې پا ی څرګند شوي نه دی .
دولسمشر کرزي د ملي امنیت مشاور رنګین دادفرسپنتا وايي ،دا ورستي هیله ده .
د طالبانو مشرانوپه رسمي ډول منلي،چې دوی د دې میاشتي په پای کې د خلیچ په عربي دولت قطر کې خپل استازي ولري . په لومړۍ ځل اسلامي بنسټپالو غیر مستقیم او په رسمي ډول ومنل چې له مخالفینو سره خبرو اترو ته کیني .
د واشنګټن څخه تر برلین اوبیا تر کابله پوري حکومتونه په دې توانیدلي، چې پرته د پاکستان له اوږدې لارې ،دخپلواستخباراتي کړیو او پرته له شکمنو منځګړي مرکچانو څخه د وسله والو طالبانوسره اړیکې ونیسي . په ورستيو جزیاتو باندې باید خبري اترې وشي ،لکه د ګونتنامو په محبس کې دافغان طالب بندیانو په اړه څه وشي .ددوی خلاصون اویا افغانستان ته ولیږدول په اړه پریکړه وشي ،دغه مسله د خبرو اترو لپاره یومهم شرط دي .اوس داسي انګیرل کیږي ،چې دوی به قطر ته انتقال شي . دغه ارتباتي دفتر به دطالبانو په لاس کې د دوو کالونو څخه را په دېخوا د یوامریکایي سرتیري برخلیک هم وټاکې .
تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه کوم اسان او جوت لرلید راڅرګندشوي نه دی . افغان دولت به په قطر کې د ټولو اړیکو او خبرو اترې څارنه له لري څخه په ډیر ځیر سره کوي . د امنیت مشاور سپنتا دلایل راوړي ، وايي ، موږ غواړو د دې مخه ونیسو، چې نور دولتونه زموږ به نامه خبري اترې ونه کړي . دي یواځي د المان ډیپلوماسي تر یوحده پوري د خپلو موخو لپاره نږدي ګني .
د المان دبهرنیو چارو په دفتر کې مامورین په دې انددي ،چې د سولې رواني هڅي هغه مهال بریالي شوني او مثبتې پایلې لرلي شي، چې د طالبانو مشرانو د پاکستان له سیاسي ولکې څخه ځان وباسي او طالبان د اسلام اباد سیاست په وړاندې خپل سیاسي موقف او دریځ جګ او جوت وساتي .
پاکستان دملاعمرڅخه په ویره کې شوي
په قطر کې دفتر خلاصول په دغه لاره کې لومړنۍ ګام دی . وسله وال طالبان مجبور نه دي ، چې د افغانستان په اوږده پوله کې خپل د ژوند مهم پټانځایونه له لاسه ورکړي .
پاکستان غواړي په قطر کې د خبرو اترو د پیلیدو مخه ونیسي . دخبرو اترو پایلې به د پاکستان ګټي او انترس زیانمن او له ګواښ سره مخامخ کړي .
په دې ورستیو کې ملا عمر په قبایلی سیمه کې یوکوچني بم وچادوو. ده په لیکل شویو پاڼوکې اعلان وکړ ، چې ملا عمر پس له دې د ټولو لراوبر طالبانو لوی مشر دی . ملا عمر په نویموکالونو کې د افغان طالبان بڼسټ کیښود، دی اوس د پاکستاني طالبانو مشر هم دی .
د طالبانوله اسرار ډک مشرد خپلي فتوا سره ،دې اوس د پاکستان په کورني سیاست کې ورورو د یو مهم فکتور په څیر وده کوي . د یوې بل اعلان پورې اړه لري ،چې طالبان نه یواځي خپل پام افغانستان ته وراړوي بلکې دوی خپل ستر ګاوندي ته هم پام ورواړوي اوپه نښه کړي .
پای