کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان وېش د جنګي مجرمینو نوې هڅې

د افغانستان وېش د جنګي مجرمینو نوې هڅې

 افغانستان د خپلو څو لسیزو د جګړې او د خورا نورو بد بختیو درلودلو سره د یوې بلې مختورنې بدبختۍ په غاښي کې ولاړ دی . انټرنيټي ویب پاڼو او د منصف قلم خاوندانو د افغانستان د تجزبې د مخنیوي لپاره مبارزې شروع کړې دي له ټولو قلم والو هېله کوم چې د خپل ځوریدلي او کړېدلي ملت د یوې بلې بدبختۍ چې د افغانستان د زرګونه قاتلانو ، جنایتکارانو ، غلو له خوا را مینځ ته کیدونکې ده مخنیوی وکړي .


د روان کال د جنوري په نهمه او لسمه نېټه به د المان په پلازمېنه برلين کې په یوې غونډي کې په افغانستان کې د فډرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبري کيږي، چي د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم ، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د شمال ټلوالي يو شمېر نور قومندانان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کي د افغانستان او افغانانو د استازیو په توګه ګډون کوي.


د شمال ټلولې ځينې مشران چې په افغانستان کې د زرګونو کورنیو قاتلان او غله بللی شې هغوی به اوس د افغانستان او د ټولو افغانانو پر استازیتوب په افغانستان کې دفډرالي نظام د رامنځته کېدو په اړه بحث کوي ، دا خبره به څومره د افغانستان په جنګ کې ښکېل ملت ته د زغم وړ وي ؟ ایا افغانانو د جوزجان ، بلخ ، کاپیسا ، ،کندوز او د ځینو نورو ولایتونو هغه د ډلیېزو قبرونو شهیدان هېر کړل چې په رسیو یې د بې غوښو لاسونو لسټونې تړل شوې پاتي دي ؟ ایا افغانانو ته د دې دومره شهېدانو ورکولو سره سره کوم باور پاتې دی چې دغسې جنایتکارن د خپلو استازیو په نومونو وبولي ؟ ښایې چې په افغانستا ن کې فډارلي نظام رامینځ ته کیدلو او د شمال ټلولې دغې خبرې ته د لا زور ورکولو علت همدا وي چې بلې لور ته د طالبانو په قطر کې د رسمي دفتر او د امرېکا په وینا د افغانستان سره د سولې په رامینځ ته کیدو څلورو خواته تاوده بحثونه روان دي.


دغه جنګي سالارانو ته د سولې په راتللو کې د خپلو قدرتونو ، څوکیو او د جیبونو د برقراره ډکولو اندېښنې دي نو ځکه غواړې چې په افغانستان کې د د خپل قدرت او حکومت ، ایالاتونه تر لاسه کړي ، چې دې سره به د افغانستان پر وجود د وېش لپاره بیا د ګولیو ضربه تېره کړي. زه بیا هم له حکومت او ټولو افغانانو څخه هېله کومه چې د دغسې مختورن قاتلانو خلکو د دوی د ناوړه پلانونو په کلکه غندنه او مخنیوی وکړي تر څو خپل ګران هېواد افغانستان یې د وېش څخه په خپله فریضه ژغورلی وي .


د یادونې وړ ده چې ښایې په نهمه او لسمه نېټه د المان په پلازمېنه برلېن کې د غونډې پر خلاف د افغانانو له خوا لاریونونه وشي د برخې اخستو په هېله مو یو .