کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند په وياړ غونډه

د افغانستان یوازینې ستور مزلی ښاغلي عبدالاحد مومند په وياړ غونډه

درنو هيوادوالو!


داچي په رښتياسره مودنړۍ دنورو ولسونوپشان دخپل عبدالاحد مومنديوازني ستورمزلي (کيهانورد) په وياړ دغونډې جوړېدونه په استفادې سره خپل ځوان نسل په خپلو وياړنو پوره خبرکړی و ي، په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دکنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي د ۲۰۱۲م کال د جنوري دمياشتي پر ۲۱ مه دافغانستان دلومړنی ستورمزلي (کيهانورد) عبدالاحد مومند دقدردانۍ اوستاينې په وياړ علمی او ادبي درنه غونډه جوړه کړي .


زموږ په اند ۲۳ کاله وړاندي كيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي الوتنه زموږ د ډېر شاته پاتې هېواد غيرتی ولس لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې اوکم پيدا پېښه وه ،چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به دتل لپاره دټول افغان ولس دوياړلې ملي خاطرې په توگه ژوندۍ پاته وي .
نوراشئ چي خپل دوياړه ډک تاريخ لاسته راوړنواوبرياوته  ته په درنه سترگه وگورو؛خپل اتلان اووياړلې څېرې دلته په بهرکي ولمانځو. راسئ چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي  ولمانځوبلکي پرې ووياړواودنړيوالوترغوږئې ورسوو.


ددې لپاره چي په رښتياسره موداافغان هوابازياستورمزلی هڅولی اودرناوي موکړې وي،دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز مشرتابه جرگه دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانواوښاغلی مومند له مينه والو څخه هيله کوي چي زموږ سره  يوځاي په خپل فعال گډون داغونډه نوره هم درنه اوپياوړې کړئ   .


يادونه :
دغونډې ددايرېدو پته : دکروکسبيک ښوونځی دکنفرانسونوپه تالارکښي
ورځ  اووخت : دروان ۲۰۱۲ ز کال دجنوري دمياشتي پر ۲۱ دورځي ۱۳ بجي
 Hyllievångsvägen 6
    216 25 Malmö   


aakcentrum@gmail.com
تاسوکولاي شی دپورته برېښنا ليک اولاندي تليفون شمېروپه مټ اړينه مرسته ترلاسه کړئ :



0046(0)721775080 عزيزمقری :


0046(0)735766867 : احمد گل اندړ


0046(0)704244659 قاسم حميد:


0046(0)736292522 ميوند شيرزاد


0046(0) 707889614 اجمل مومند :


0046(0)735718416 :ملغلره حميد


0046(0) 703651826 ظاهر مقری :


د افغانستان قهرمان عبدالاحد مومند ژوندليک

 

ښاغلی عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ز کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ ورځ د غزني ولايت د سردې د کلي د محمد سرور په متدينه کورنۍ کښي کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې تر ديم ټولگۍ پوري د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځۍ او وروسته د غزني  دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا د کابل دحبيبې  ليسې کښي زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶)) زکال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت کښي دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته تر دوهم صنف پوري دوام ورکړ .


ښاغلی مومندپه ۱۹۷۸ ز کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل سو،چي په ۱۹۸۱ زکال ئې دکراسنودار اوکيف  په  پوځی هوايي مسلکي مکتب کښي د پيلوټۍ په برخه کي مسلکي زدکړي په برياليتوب سره پاي ته ورسولې او وطن ته رستون سو .


ښاغلى عبدالاحد مومند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسول . د ۱۹۸۴ زکال نه تر ۱۹۸۷ زکال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل داوکراين هيواد د کيف په ښارکي ديوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کښي عالي اومسلکي تحصيلات وکړل .


په ۱۹۸۷ زکال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي  عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران ،محمد جهيد،اقا جان،سراج الدين،امير خان،خيال محمد،شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيستل ,دغومعايناتو پنځه  مياشتي دوام وکړ . له روغتيايي معاناتونه وروسته ،دووستورمزلوښاغلی محمد دوران اوښاغلی عبدالاحد مومنددکيهاني پرواز لپاره وټاکل شول .


د۱۹۸۷ زکال ددسمبرپر ۱۲ عبدالاحد مومند داتوکانديدانوله جملې نه يوله هغوکسانوڅخه وټاکل سودچي پرواز لپاره اماده سي .د۱۹۸۸ کال دجنوري په مياشت په مسکوکي عبدالاحد مومند داساسی کانديد ددوبلور ياځاي ناستي په توگه وټاکل سو،دهمدې کال دفبروري دمياشتي پر ۲۶ مه ښاغلى عبدالاحد مومند او ښاغلی محمد دوران  محمد دوران چې اوس دافغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان دی،دکيهاني پرواز د چمتوالي لپاره ديوري گاگارين په نوم کوسموس (خلا)ته دپروازونوپه مرکز کي  زده کړي پيل کړې ،داپريل په مياشت کښي داساسي پرواز کونکی په توگه  تر روزنې لاندي ونيول سو .


ددې کاردليل داو چې ښاغلی محمد دوارن د اپنډکس په ناروغۍ اخته سواوداپنډکس عمليات ئي وکړ . دهمدې دليل له مخې کوسموس (فضاياتشيالی )ته دالوتونودقانون له مخې هغه چاته اجازه نه ورکوي چي تر عملياتو وروسته پداسې الوتنه کښي برخه واخلي ،ځکه نوداپريل په مياشت کي ښاغلي مومند داصلی هوابازاوفضاته دتلونکی په توگه د چمتوالي لپاره تر روزنې لاندي ونيول سو .دشپږومياشتوپه موده کي د فبروري نه تر اگست پوري دکيهاني پرواز د چمتوالي لپاره دا ټولې زده کړې او تمرينات په بری سره تر سره کړل .


دروغتيايي معايناتو اوځانگړي زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ مه دشوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړ .  د سهار پر څلوربجواو۲۳  دقيقو له کيهاني بېړيودپروازله ډگر بايکانورنه د((مير ستيشن )) په لورچي په فضاکښي موجودووددوي بېړۍ وتوغول  شوه ،دا بيړۍ په برياليتوب سره د مير له فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته ئي له دوو نور ستورمزلوسره چي له پخوانه دمير په نړيوال کيهاني تمځای کي وه خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پېل کړه .له ښاغلي عبدالاحد مومند سره په دې سفرکي ولاديمير لياخوفاو ډاکترواليری پولياکوف ملګری وو چې د سويوز تی‌ام-٦ ډوله تشیال بېړۍ په ډله کې شامل وه .


دمشعل راډيوسره په ځانگړې مرکه کښي ښاغلی مومند وايي ((چي ماشوم وم دالوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکر هم نسو کولاي ،خوکله کله چي به زموږ دکلي پر سر الوتکه تېرېدل مافکرکاوه چي الوتکه هم بسونواولاری موټر غوندي کلېنر لري ،نودابه مي په فکر کي راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنرواي ،څومره به ښه واي،داخومې هيڅکله تصورنسو کولاي چي زه به پيلوټ اوخلاته کيهاني سفر وکړم ))


ديادولووړده کله چي يوري ګاګارين د لومړنی انسان په توګه فضا ته ولاړ ،هغه وخت عبدالاحد مومند دری کلن ،يوري ګاګارين فضا ته له تللويوکال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی،هغه وخت ښاغلی مومد څلورکلن وړوکی ماشوم وو ،ځکه به ئي به هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي .


دښاغلي مومنددکيهاني سفر جزئېات :


عبدالاحد مومند څلورم مسلمان او لومړنئ افغان  ووچې ددوي بېړۍ دسپتمبر پر۳۱ پنځوبجواو ۴۱ دقيقودمير استېشن کيهاني سره يو ځای شوه او په مير نومي استيشن کي د تيتوف او مسلمان ازربايجانی ماناروف له خوا دوي درو واړوهوابازانوته  ښه راغلاست وويل شو او په همدي ورځ ئي د ستړتيا له رفع کولونه وروسته د فضايي څېړنولپاره دکار پلان  په هکله  خبري سره وکړي.


داسي پرېکړه وسول چي له علمي تحقيقاتووروسته به په ((سيوز تي ام 5 ))کي ولاديمير لياکوف او عبدالاحد مومند ځمکي ته راگرځی او په مير نومي استېشن کي به دوي دری نفره پاتيږي .


ددې ورځې دخاطرې په هکله بياهم ښاغلی مومند دمشعل راډيوسره وايي : کله چي موږ دې ستېشن ته ورننوتلو اوهلته مېشتو هوابازانولخواهرکلی راته وويل سودايوه نه هېرېدونکي اوډيره په زړه پوري خاطره وه ،داستيشن په حقيقت کي سره لدې چي يولوي کيهاني لابراتوار اوڅېړنيز مرکزدي ،دادکيهانوردانوکورهم بلل کېداي سي .پدې ستېشن کي تل مدام هوابازان اوسی اوتحقيقات کوي ،دمځکې له لوري اداره کيږې ،ډير کم به داسي پېښه سوی وې چي داستيشن مسافر ونلري .


دسپتمبر لمړئ ورځ ،دوی پنځو واړوپه تحقيقاتو پيل وکړ له څوگړيو وروسته  مومند او مسلمان ازربايجاني ملگري ئې تيتوف د قران پاک تلاوت وکړ . تر تلاوت وروسته مومندپه بېړۍ کښي خپلو ټولوملگروی په شنوچايو ونازول اوددوي لپاره ئي شنې چايي جوش کړې . ديادونې اووياړ خبره ده چي مومند لومړنۍ مسلمان کيهانورد وو چي قران کريم ئي له ځان سره دغه ستېشن ته يو وړۍ اوهلته ئي دقرانکريم تلاوت کاوه .


د سپتمبر دوهمه ټول په خپل وظايفو بوخت وه او مومند شاوخوا(( ۱۵ ))ساعته په علمي څېړنواو فلم اخيستلومصروف شو د سپتمبر دريمه دټولو په گډون دطبي ،فزيکي او بيولوژيکي څېړنولپاره ځانگړې سوې وه اوپدې برخه کښي ئي څېړنې وکړې .


د سپتمبر په  څلورمه او پنځمه دټولوترسره سووڅيړنو او تحقيقات نتېجې سره راټولي او دسيوز تي ام 5 بېړۍ په ځانگړې سيسټم (صندوق) کښي ځاي پر ځاي کړل .


ښاغلی مومند وايي  زماسفر دوې موخې درلودې ،يوه سياسي اوبله علمي اوتحقيقاتی :


په سياسي برخه کښي ماله کيهان څخه دهغې تشی څخه دنړئ ټولوچارواکو،زبرځواکو اوافغانانوته پيغام وړاندي کړ چي زموږ په هيواد افغانستان کښي نوری سيالۍ بندي اوجگړه پايته ورسوی .مادوي ته په خپل پيغام کښي په روښانه ټکو داخبره وکړه چي موږ افغانان له جگړې ستړي اوسولي ته اړتيالرو ،که تاسو زموږ سره مرسته کوی نودسولي اوثبات راوستلوپه لارکښي ئي راسره وکړی .دادی اوس هم افغان دسولي تږي دي اونړيوال ه پدې پوهېدلي چي سوله دملي تفاهم له لاري راتلاي سي اوسوله نه يوازي دافغانانوبلکي دټولې نړۍ په ټه ده .


دوهمه برخه علمی تحقيقات وه دې برخې دوه جزه درلودل :


اول : پدې برخه کښي موږ دطبي تحقيقاتوله مخې دپيلوټانودفزيکي جوړښت دمختليفوبرخو په هکله څېړنې کولې ،دبېلگې په توگه يوپېلوټ په هواکښي څنگه خوب کوي ،دده زړه څنگه فعاليت کوي اوداسي نوري څېړنې وې .


دوهم : دابرخه ترډيره بريده زمادنده وه م دځانگړوتخنيکي وسائيلواوکامروپه مټ  دافغانستان دخاوري عکسونه واخيستل ،پدې عکسونه معلوميږي چي په افغانستان کي تر مځکې لاندي کومي زيرمي اوچيري سته ،ترمځکه لاندي اودمځکې پر سر اوبه ،هغه سيمې چي تل په واوروپوښتل سوې وي .


ددغوعکسونو څخه بيادطبعي زخيروپه پيداکېدو،سپړلو کي استفاده کيږي . ماداټول عکسونه واخيستل ،کله چي مي داعکسونه اخيستل افغانستان دومره ښکلۍ هيواد دی چي تصورئي نه کيږي . هغه وايي ددې ښکلا ليدل دالوتکي اويادمځکې پر مخ ليدل ناممکن دی ،ددې خلانه دافغانستان ښکلا يوه جالبه منظره اونه هېرېدونکې خاطره ده.


ددغو عملياتوترسره کېدو وروسته دشپې پر لس بجواوپنځه پنځوس دقيقو هغه بېړۍ چي ښاغلي لوياکوف او ښاغلي مومند پکښې دي، له مير ستېشن څخه جلا کيږي او د ځمکي په لور حرکت پيلوی .


دوي ته سپارل سوې  دنده  په اتو ورځوکي پاي ته ورسېده ،د اسي پتېيل سوې وه چي ددوي بېړۍ دسپتمبرپر  ۶ مه دورځې پر دو بجواوپنځلس دقيقوبايد ځمکي ته راکښته شوي واي، کله چي ئي غوښتل دځمکې په لور راستانه شې،ددوی راوړونکې بېړۍ له تخنيکي ستونزوسره مخامخ سول ،دغه پرواز د پلان له مخې بايد اته ورځې دوام کړى واي،خود تخنيکي ستونځو له کبله داسفر شاوخوا((۹)) ورځو ته ورسيد، يعني دوي په فضاکي(( ۸ ))ورځې ،((۲۰ ))ساعته او ((۲۶)) دقيقې پاته سول . دوي ددې بېړۍ دتخنيکي ستونزي درفع کولونه وروسته د سپتمبر پر اوومه د سويوز ټي ام 5 فضايي بيړۍ له لارې ځمکې ته را ستانه شول .


په همدي ورځ يعني دسپتمبر پر شپږمه دجهان ټولو راډيو گانو دااعلان وکړچه ((سيوز تي ام 5 ))هوايي بېړۍ د تخنيکي ستونزو له کبله په هواکښي سقوط کړئ ،ځينو اعلان وکړ چي سوځېدلې ده .دامريکا اوشوروی ترمنځ دساړه جنگ زورآزموينې پدې سفرونواوددې بېړئ اوهوايي تم ځاي دبې اعتبارکېدوپه خاطريودبل پر خلاف تبلېغات کول ځکه خوکله چي دڅو ساعتو لپاره دهغه بېړۍ چي مومنداوملگریې بايد مځکې ته راستانه کړي واي لادرکه کېدل غربی هيوادو ته دا امکان پلاس ورکړ چي عجيب اوغريب تبلېغات وکړي ،دبلې خوا پدې ورځ مسکو راډيواوټولوډله ايزورسنيو شاوخوا ((۲۴)) ساعته دډاراوتشويش په حالت کښي په چوپتياانتظار وايست . کله چه  له ځمکي سره ددوي اړېکې ټينگي سوې ،ټوله نړۍ دډله ايزورسنيوپه مټ خبره سول چي داهوابازان ژوندی دي،د ځمکي سره ددوي داړېکواوخبرو په وخت کښي دوي دواړه دعالي مورال خاوندان وه اوپه خندا ئې وويل دا يوه لوبه وه،دسپتمبر په ۷ نيټه ددوي بېړۍ په بری سره مځکې ته راکښته سول .


کله چې ښاغلي مومند په خلا کې وۀ دخپلې  مور ،زوي اود افغانستان جمهوررئيس مرحوم ډاکټر نجيب الله سره دځانگړي تليفون په مټ په پښتو ژبه خبرې وکړې ،چې په همدې توګه پښتو د دوو ستورو د واټن جوګه ژبه په اسمان کې په پښتو ژبه د نړۍ څلورمه ژبه وګرځېدله  .


عبدالاحمد مومند په ۱۹۸۸ ز کال کې له همدغې تشيال الوتنې نه وروسته د ګڼ شمېر افغانانو له خوا وستايل شو او د هماغه وخت د ولسمشر له خوادبريد جنرال پوځي رتبه ((دآزادی لمر)) نښان اودافغانستان دقهرمان  په لقب ورکولو ونازول سو .


اړینه ده وویل شي ، چې له تشیال الوتنې نه وروسته ښاغلي مومند ته د هماغه مهال شوروي اتحاد اتلولي لقب اودلينين عالی دولتی نښان ورکړ ه شو .


ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدووروسته سمدلاسه بيرته د ارکانحربي د زده کړو لپاره په ۱۹۸۱ کال مسکوته لاړ اوپه ۱۹۹۱ کال ترمسلکي عالی تحصيلاتوپاي ته رسېدونه وروسته افغانستان ته راستون سو.


په افغانستان ئي د علومو اکاډيمۍ په تشکيل کښي دفضايي تحقيقاتو انستيتيوت جوړاوهلته ئي په تحقيقاتي کار پيل کړ . پدې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولونه وروسته هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه په دنده وگمارل شو ،پردې دنده ئې دشپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ.


ښاغلى مومند د ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې له هيواد څخه لکه نور روڼ اندي اووطنپال دهيوادپرېښېدوته مجبورسو، د آلمان فدرالي جمهوريت ته راغلۍ اودهمدې هيوادشتوتگارت  په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي . دښاغلي مومند دگډکورنۍ ژوند ثمر دوې لوڼې او يو زوى دي .يوه لورئي پوهنتون کښي عالي تحصيلات کوي بله لورئي په ښونځۍ کښي زده کړوبوخت اوزوي ئي په وړکتون کښي دي .


ښاغلى عبدالاحد مهمند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى او اوس په يوې شخصي کمپنى کې دکار تر څنگ ديوکال لپاره په تحصيلاتومصروف دی .


ددې سفر په وياړ زموږ دهيواد تکړه ليکوال اوژورناليست ښاغلي طاهر کاڼي د(( عبدالاحد مومند، لومړنى افغان كيهانورد)) په نوم کتاب ليکلئ چي ددانش خپروندي ټولنې لخوابه ډير ژرلوستونکوته وړاندي شي .البته ديادونې وړئي بولم چي پدې کتاب کښي ښاغلي طاهر کاڼي له ډيرو معتبره علمي اوکره سرچينونه استفاده کړي اودمعلوماتوپه راټولوسره یي دعبدلاحد مومند سفر ارزښت نه يوازي افغانستان بلکي دسيمي دهيوادوپه گټه راسپړلی دي  .


ښاغلی طاهر کاڼی وايي ،زما په اند كيهان ته د لومړني افغان كيهانورد او څېړونكي الوتنه زموږ د ډېر وروسته پاتې هېواد لپاره يوه ډېره په زړه پورې او كمپېښه ( نايابه ) پېښه وه او ده چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به تل ژوندۍ وي ..


زموږ په اندكيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي ۲۳ کاله پخوا الوتنه زموږ د ډېر شاته  پاتې هېواد شريفواوغيرتی خلکو لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې  پېښه وه چې زموږ د هېوادپه تاريخ كې به په زرينوکرښو دتل لپاره ليکل سوې پاته  وي 


اخځونه :


دعبدلاحد مومند په هکله په لراوبر ،بېنوا ،تاند،بي بي سي پښتو ويب پاڼه کي دافغان ليکوالودخپرې سوې ليکنې اوهمدا ډول په رسوی ژبه دهغه بيوگرافی اواتر تاس روسي خبري اژانس له خپاره سوو ليکنو نه استفاده سوې .