د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چي په را روانو مياشتو کي به د يونان په مرکز آتن کي افغان سفارت پرانيزي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي په يونان کي د سفارت په خلاصېدو به په دې هيواد کي د مهاجرو افغانانو ستونزي اواري سي.
نوموړي ويلي افغانان ځکه يونانو ځکه يونان ته مخه کړې چي له ترکيې څخه اروپا ته د ننوتلي لاري په مخ کي پروت دئ.
د موسى زي په وينا ډېرى افغانان د کار او مستريح ژوند په خاطر اروپايي هيوادونو ته په غير قانوني توګه مهاجرت کوي چي په زرونو کسان يې اوس په يونان کي بنديان دي.
نوموړي ويلي چي په يونان کي ډېر غيرقانوني افغانان اوس غواړي چي بيرته خپل هيواد ته ستانه سي، خو دا چي پاسپورټونه نلري هلته بند پاته دي.
راپور وايي هر کال شاوخوا ٥٠٠٠٠ افغانان په ناقانونه توګه يونان ته ننوزي او بيا نورو اروپايي هيوادونو ته ځي، چي ځيني يې د يونان د حکومت له خوا نيول سوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي په تيرو مياشتو کي ١٠٠ تنه افغانان د دوى په مرسته د يونان حکومت خوشي کړي دي، ٦٥٠ تنو ته پاسپورټونه ورکړل سوي دي او پاته کسانو ته به د سفارت تر پرانيستو وروسته پاسپورټونه توزيع سي.
موسى زي د اسوشېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي افغانستان به په بلغاريا کي خپل سفارت وتړي او پر ځاى به يې په را روان مارچ کي د يونان په مرکز آتن کي سفارت پرانيزي.