کور / تازه خبرونه / اقتصاد : په امريکا کي د ۱،۶ میلیونو دندو زمينه مساعده سوې ده

اقتصاد : په امريکا کي د ۱،۶ میلیونو دندو زمينه مساعده سوې ده

د حکومتي چارواکو په وینا د امريکا په متحده ایالاتو کي د تېر ډسمبر په جریان کي د ۲۰۰۰۰۰ دندو زمینه مساعده سوې او د شخصي سکتور د وزګارۍ په کچه کي د ۲۱۲۰۰۰ دندو پرمختګ راغلئ دئ. په دې سره د ۲۰۱۱ز کال د ډسمبر میاشت په پر له پسې ډول د لا زیاتو دندو د رامنځته کولو له مخي شپږمه میاشت ده .
اقتصادي راپور زیاتوي چي یوازي په ۲۰۱۱ز کي ۱،۶ میلیونه دندي رامنځته سوي دي .

ویل کیږي چي شنونکو په ډسمبر کي د ۱۵۰۰۰۰ دندو د رامنځته کېدو اټکل کړئ و، خو واقعي حالت تر اټکل بهتره دئ، چي له امله يې نږدې راتلونکي ته هم خوشبیني ښودل سوې ده .
ولسمشر بارک اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کي داسي وویل : “موږ د شخصي سکتور پر ډګر په وروستیو ۲۲ میاشتو کي د ۳،۲ میلیونو دندو زمينه مساعده کړې ده.” دغه راز نوموړي زیاته کړه چي امریکا اوس باید خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، ځکه اوس په صحیح لار برابر سوو.

هېره دي نه وي چي د امريکا دوزګارۍ په کچه کي مثبت بدلون سږ کال په انتخاباتو کي د بارک اوباما پر رول ښه اغېز لرلائ سي .