کور / تازه خبرونه / امريکا جنګي اکمالات د بې پيلوټه څرخکو په ذريعه کوي

امريکا جنګي اکمالات د بې پيلوټه څرخکو په ذريعه کوي

واشنګټن پوسټ په خپل يوه تازه راپور کي وايي چي د امريکا پوځ پتېيلې چي په افغانستان کي خپل ځيني اکمالات د بې پيلوټه څرخکو په وسيله وکړي.
واشنګټن پوسټ وايي دغه څرخکي به امريکايي پوځيانو ته په هغو سيمو کي جنګي او خوراکي توکي رسوي چي د مځکي له لاري کاروانونه يې له چاودنو او وسله والو حملو سره مخ کېږي.