دپاکستان په سفر تللي دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيګرو پونټى پر ډيورنډ کرښه پرته قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې قبائيلي جرګې ته وينا وکړه.
دا لومړى ځل دى چې کوم لوړپوړى امريکايي چارواکى دقبائيلو مينځ ته ورغلى اؤ هغوي سره يې دنزدې څخه خبرې وکړې.
د ډيورنډ پولي سره نزدې دخيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې قبائيلي جرګې ته دوينا په مهال دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير وويل دترهه ګرۍ په ضد روان جنګ کې به دقبائيلو درواياتو اؤ عنعناتو بشپړ درناوى کولى شي.
هغۀ وويل امريکا اؤ پاکستان خپلو کې خوږې اړيکې لري اؤ دغه اړيکې به نورې هم پياوړې کولى شي.
ښاغلى نیگرو پونټى قبائيلو ته وويل امريکا دپاکستان دقبائيلي سيمو ټولنيزې اؤ معاشي پرمختيا ته ځانګړې پاملرنه کوي اؤ ددې مقصد لپاره يې ٧٥٠ ملين ډالره ځانګړي کړي دي.
هغۀ وويل امريکا پاکستان يو ديموکراتيک اؤ خوشحاله هيواد ليدل غواړي اؤ ددې غرض دپاره هرې مرستې ته چمتو ده.
بايد وويل شي کله چې دامريکا دبهرنيو چارو مرستيال وزير لنډي کوتل ته ورسيدو نو دغلته کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ نوموړي امريکايي مشر ته دقبائيلو لخوا تود هرکلى وويل شو.
دخيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ سيد اميرالدين شاه دبهرنيو چارو مرستيال وزير ته دامريکا په همکارۍ خيبر ايجنسۍ کې دروانو پرمختيايي کارونو په حواله احوال تير کړو.
ددې څخه وړاندې په پيښور کې دصوبه سرحد ګورنراويس احمدغني ، دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان اؤ ځينو نورو سياسي مشرانو دجان نيګرو پونټى سره وليدل اؤ داړونده خوښۍ په مختلفو چارو يې ورسره خبرې وکړې.