کور / هراړخیز / افغان ټورسټ

افغان ټورسټ

د ژوند د عادي مشکلاتو  سره سره مې د هند په لوري سفر پیل کړ. کابل هوایی ډګر د تلاشۍ څخه د تیریدلو تقریبا دری ساعته انتظار تیر کړ. زموږ په ډله کې بهرنیان هم ول. په پاسپورټ کې د خروجي ټپې د وهلو لپاره څو خونې موجودې دي چې له دغې ډلې څخه یی یوه د ډیپلوماټانو او ایساف لپاره ځا نګړې شوې ده چې د نوم څخه یی باید نسبتا عصري وي او کار یی چټک وي خو هغه افسر چې ددغه خونې مسول و اصلا د خپلې دندې پروا نه لرله او پر ځای تر ډیره ځنډه په تلیفون خبرې کولې. دقیقا د پنځو دقیقو کار یی په شلو دقیقو کې ترسره کاوه چې د کار ځنډ او د خلکو لپاره یی ستونزې جوړولې.


تر انتظار وروسته الوتکې ته ورسیدو او الوتنه پیل شوه. د دوه ساعته سفر وروسته هند ته ورسیدلو او د ډهلي په هوایی ډګر کی ښکته شوو،هوا نسبتا توده وه ، هندي کارمندان الوتکې ته په راغلې زینه کې  په منظم ډول ولاړ ول، او د شلو دقیقو پلي تګ وروسته د پولیسو سره د راتلونکو مساپرو د ثبت میزونو ته ورورسیدلو او د خپلو شخصي مالوماتو څخه مو څو فورمې ډکې کړلې.
هندي افسران چې ویزه یی معاینه کول او دخولي یا انټري یی وهله هیڅ د یو او بل سره په خبرو بوخت نه ول او یوازې خپله دنده یی ترسره کوله او د پنځه دقیقو په بهیر کې یی یو مسافر  کار ترسره کاوه. د هوایی ډګر څخه بهر مو یوه ټکسي  راونیوله او هغه سیمه چې بوګل نومیدله  ولاړو، تقریبا څلویښت دقیقې لار وه، د ټکسي موټروان د بوګل په سیمه کې د عام سړک په تر غاړې پریښودلو، او موږ نږدې کوڅې ته پلې ورغلو  څو یو هوټل پیدا کړو. تلفون ته دسیم کارټ د راخستلو په مهال مې د هندیانو سره خپله ماته او روغه ګډه انګلیسي-هندي  و ګڼیدم. هغوی وپیژندلم او لومړی پوښتنه یی دا وه..اپ هوټل مې کیمره لیا؟ زما ځواب نه وو او له هغوی مې وپوښتل، هغه په ځواب کې وویل چې هوټل یی لیدلا ی او له ماسره به د مرستې په نیت ورشي، هوټل ته لاړو او کوټه مو ونیوله. د هوټل څښتن ډیر بې ادبه و او دغه هندي چې له موږ سره هوټل ته ولاړ د هوټل له مدیر څخه د خپل کمیشن غوښتنه وکړله،کله یی چې خپل کمیشن سوړ کړ.. ما ته یی مخ راواړاوه او ویی ویل..ګوډ نایټ!!
هند یو پر مختللی  هیواد، خودکفا او په خپلو تولیداتو ولاړ هیواد دی. د هند په سړکونو تقریبا ټول موټر د هند خپل تولیدات دي،  د عام ټرانسپورټ او لیږد را لیږد لپاره ټکسي، رکښا چې په هند کې ورته اټو ؛ وایی، بس اورګاډی کارول کیږي. شپه مو په یوه داسې هوټل کې تیره کړله چې شاوخوا یی تقریبا د کابل سر چوک سره کوم توپیر نه درلود.  کوټه یی ډیره ناپاکه وه، حشرات هم پکې  ډیر زیات و، سهار مو ځانونه ووینځل او د کوټی څخه دباندې ووتلو او د چای خوړلو د ځای په لټه کې شوو.


په سړکونو ډیرې کراچی، بایسکل ډوله رکشې چې د بایسکل دری ټایرونه لري، دوه یی شاته او په سر یی ټانګې ته ورته  چوکۍ لري او یو ټایر وړاندې چې د بایسکل چلونکې پرې سپریږي، لري. دغه بایسکل ډوله رکشې بې شمیره ولاړې وي، په لومړي ځل مې د هندوانو درمسال یا عبادت ځای ولیده، چې یوډل د وچو عطرو بوی چې سړی ترې تنګیده، راغی.  ددرمسال مخې ته د هغوی د مذهبي مشر انځورونه او څو ډوله بوتان هم  ایښي ول،  له دغه ځايه په تیریدو مې مخ ورواړاوه او په منځ کی یو مشر بوت چې زیړ رنګه اوسپنې څخه جوړ و، و. ځینو خلکو به سجدې کولې او ځینو نورو به بیا کتاب په لاس کې و او لوست به یې.



په سړک هرې خوا ته کثافت پروت و، څو کراچې مو ولیدلې چې خواړه یی تیارول، هوټلونه ول چې هندي خواړه یی تیارول او شا وخوا یی کثافت دلۍ دلۍ پروت و، د سړک په غاړه یوه کوچني هوټل کې چې تقریبا یو متر لوړ اندازه میزونه یی درلودل چې خلکو په په ولاړه ډوډی خوړله، زه هم یوه ته ورنږدي شوم او په پالیټ کې وریژې تر سترګو شولې، نور هرڅه بدل او ناشنا ول، هوټلی ته مې د وریژو وویل او پالیټ یی را ډک کړ، موږ هم ولاړ و او ډوډی خوړله او څه مزه یی نه وه،  مخ مې واړوه اودوهم منزل ته په یوه تنګه پورته شوې ځینه باندې چې په دیوال یی لیکلي و؛ اریانا افغان هوټل: په لیدو مې روح تازه شو او ملګري ته مې اشاره وکړه، هغه هم پرته له پوښتنې زما په اشاره راروان شوو، په هوټل کې مو ډوډی وخوړله او نږدې سړک ته د ټکسي  پیدا کولو په نیت ورغلو، تر یوې اندازې انتظار وروسته مو اټو یا رکشا پیدا کړله او تر روغتونه پورې مو بیه ورسره وکړله.
 تقریبا په هر موټر او رکشا کې موټر چلونکي د هغوی مزهبي مشر او د هغوی خدای یا بګوان مجسمه او یا هم انځو چې شاوخوا ترې مصنوعي ګلان او بوی لرونکي شمعې تر تاو ولې، په هند کې تقریبا اتیا په سلو کې بدایزم اوپاتې نور یی  عیسویان،مسلمنان او د نورو مذهبونو پیروان اوسیږي، خو ددغه  ټولو ادیانو سره سره د یو او بل مذهب ته ډیر احترام لري، د سړک تر غاړې مې شیعه مسلمنان ولیدل چې یو دول لرګي یی په لاسونو کې ول او د یو بل سره به یی پړکول، دروازې یی په رختونو پوښلې او یو ډل مذهبي ترانیی یی اوریدلې، او په دې ډول یی خپل مذهبي مراسم ترسره کول، ددغه په لیدلو سره حیران شوم  چې په یوه داسې هیواد کې چې تقریبا تیا په سلو کې هندو مذهبه دي بیا هم د مذهب دومره ستره اذادي شته.


د یو چا مې اوریدلو و چې هندوستان د درښتني ډموکراسۍ یوه نمونه  ده او په رښتیا هم ده. په بوګل کې د دوه ورځو وروسته مو د یوه ملګري سره د خبرو وروسته د اپولو روغتون سره په خوا کې د یوه هوټل ادرس پیدا کړ. هوټل ته په رسیدلو ډیر خوښ شوم، نسبتا پاک، ارام او تقریبا ارزان هم و چې انټرنټی خدمات یی هم مجاني وړاندې کول، شپه مو په دغه نوي هوټل کې تیره کړله او په سهار اپولو روغتون ته ولاړلو، روغتون یی ډیر عصري تعمیر لري، څو ډوله بخشونه لري،  یوه موضوع چې زه یی ډیر مایوسه کړم هغه د افغاني ناروغانو زیات شمیر و، د روغتون په هره برخه کې افغاني  ناروغان لیدل کیږي، روغتون د افغانانو لپاره افغاني ژباړونکي هم لري  چې ژباړه یی مجاني نه وي، او ناروغ باید په بدل کې پیسې ورکړي. دغه ژباړونکي او ځیني نور چې زیات یی افغاني هندوان او سیکان وي په هره نخسه کې او په هره معامله کې چې د پیسو راکړه ورکړه پکې وي، دوی خپل کمیشن اخلي او ناروغام ها خوا دیخوا رهنما کوي او د چا خبره چې پیسو ته چل جوړوي.
د حیرانتیا خبره یی داده چې هر ډاکټر دومره معاینات کوي چې د اړتیا څخه لیري وي او د نتایجو په مهال اصلا نتاج هیڅ نه ګوري. دغه روغتون ته افغانان ډیر راځي او ډاکټران یی له ساده ګی ګټه اخلي، او په هغه او دغه چل ترې پیسې اوباسي.
****


مازدیګر ته راوګرځیدلو او هوټل ته څیرمه  یو شاپنګ سنټر و چې عموما میوه فروشي لري، کوچنی رستورانټ هم لري دغه ځای ته پیاده لاړو او د تلاشي کیدلو وروسته ورننوتلو. په ډهلي کې هر لوی سنټر، پارک روغتون او هوټل ته د تلاشۍ لپاره امنیتي پرسونل او د تلاشۍ ماشینونو ایښي وي، ما د څو هندیانو سره دغه موضوع یاده کړله او هغوی به ویل چې موږ په دې بدمرغه یو چې یو بد همسایه(پاکستان) لرو چې دلته امنیتي ستونزې جوړوي، نو لدې امله امنیتي  تدابیر زیات وي. دغه شاپنګ سنټر ته ورننوتلو او یو کوچنی دکان و چې له تازه میوو یی جوسونه جوړلو، د میز په مخ یی د جوسونو قیمتونه لیکلي ول، او لیست مې لوست چې  ګورم  د لیست په دریمه برخه کې یی لیکلي و…کندهاري انار جوس…د نوم په لیدلو هک پک شوم، وینه مې په جوس راغله او اصلا باور مې نه راته ، د خپل هیواد محصولات او نوم په یو بهرني هیواد کې سړي ته هغه  ارمان ور په یادوي چې کاش په هیواد کې مو جګړه نه وای او  کاش ټول افغانان یو موټی وای، د خپل هیواد محصولاتو او هیواد ته مې د خدمت په موخه مې د کندهاري جوس د یوه په ځای دوه ګیلاسه جوس راوغوښته. د هوټل د خواړو په لست کې هم افغاني خوړو ځانګړی ځای درلود.


***


درې ورځې وروسته مو خپل سفر د هند تر ټولو ښکلې او د نړۍ د اووه عجایًبو چی اوس مهال اومړې مقام لرې، د مینی د اظهار په بنسټ   جوړ او د تاریخ یوه برخه یی افغانی ده،جوړ شوی دی! تاج محل ته مو د نوي ډهلي څخه د سهار په شپږ بجې سفر پیل کړ، د یو څه سفر وروسته ، لمر هم د سرک تر غاړې په شنو ونو او د شړشم تیلو په نو یو غوړیدلو ګلانو چی ځانګړې ښکلا یی ورکوله خپل وزرونه وغوړول. 
د دوه ساعته سفر وروسته مو دموټرو سرک تر غاړې یوه هوټل ته ودراوه او د سهار چای او ډوډۍ مو وخوړله موټر چلونکی
٫تاری سینګ٬ نومیده چی تقریبا ۲۴ کلن ځوان و او د پنجاب ایالات اوسیدونکی و، د سفر په مهال یو ځل اصلا ً ویده شو چی دملګری می پری پام شو او د خدای (ج) په فضل له مرګوني پیښی وژغورل شو او تر هغه وروسته ما هم ارام ونکړ او د تاری سنګ سره مې ګډه وډه هندی ژبه زده کوله!
نږدې څلور ساعته وروسته یوه ښارګوټی چی ٫اګره٬نومیده ورسیدلو، ښار سره نږدې یو سیند چی ٫جمنا٬نومیږی او هندوان یی پیروی کوي او د مړي د سوځیدلو وروسته د غه ایرې هم وراچوی، د سیند دواړې غاړې تقریباً زیتون ته ورته وُنو باندې پوښل شوی ، د سړک د غره په لمن کې تیر دی چی شاوخوا ټول جوړښتونه یی په سلګونو کاله تاریخ لري، زیاتره یی د خښتو په طبعي سوررنګ جوړ شوې چی ښار ته ډیره ښکلا ورکوي،
موټر چلونکی له یوه هوټل سره ودریده او درهنما( هغه څوک چی تاج محل تاریخ بیانوی او له سیلانیانو څخه یی په بدل کې پیسې اخلی)راواخیست ، دغه سیمه چی د تاریخ په اوږدوکې د مسلمانانو پاچا هانو لخوا پاچا هی پرې شوې، ټول اوسیدونکي یی مسلمان دي،
زمونږ د رهنما حسن نومیده اوپه کوم محلي ښوونځي کې د تاریخ ښونکې هم وُ، زما د ژوند په اوږدو کې دتاج محل څخه لیدنه یو ارمان وُ.
عمومی دروازی ته یی ورنږې شو او ډیری محلي اوسیدونکیو محلي صنایع د خرڅلاو په موخه په لاسونو کې نیولی وُ،ډیروبه مونږ ته په انګلیسی خبرې کولې او بیا نورهندیانو نه په لومړی فکر کې ویل چی ٫افغانی٬مابه هم په فخر سره په ځواب ٫هو٬ ویل!
دحامد کرزی دادارې په راتګ سره زمونږ هیواد اصلاً یو مطرح هیواد دی په هند کې او دا دیوه افغان لپاره یو ځانګړې احساس دې!
حسن د افغانستان او دسیمې په تاریخ ډیر پوهیده هغه وویل چی دپاچا(شاه) کلمه او لقب دلومړی ځل لپاره په کابل کې د شاه همایون(م۱۵۰۰) کال کې وکارول شوه.
له دروازې دننه شوو او د ټکټ پلورونکی غرفې ته ورنږدې شو حسن زمونږ پاسپورټونه واخیستل او ټکټ پلورونکي مامور ته یی ورکړل هغه وویل چی د (ایس،اې، آر، سی) د جنوبی اسیا سیمه ایز غړو هیوادونو چی افغانستان یی هم غړیتوب لري،ځانګړې مراعت شته، دنورو هیوادنو لپاره ۷۱۰ هندی روپۍ او د ایس، اې، آر، سی، د هیوادونو ته یوازې ۵۱۰ هندی روپۍ ټکټ دی، دخپل هیواد مطرح نوم په اوریدلو سره مې عجیت فخر وکړ، له نورو بهرنیانو یی مونږ ور مخکې کړو چی ډیر عجیبه احساس وُو!!
تاج محل ته د جنوبي دروازې له لوری وردننه شو د تاج محل لپاره ذرهنما حسن یوه دیواله ته څنګ ته کړو، او دتاج محل تاریخ یی راته پیل کړ،حسن وویل چی شاه جهان چی اصلي نوم یی  ابولحسن تنهاشاه و ده  دری ښځې لرلې هغه د  ۱۶۲۷م کاله څخه  تر ۱۶۵۸م            پورې پاچا هی وکړه، او څوارلس اولادونه یی درلودل.
او تر ټولو ده ته نږدې ځوی یی کشر ځوی وُو خو دده په پاچاهۍ کې دده دریم ځوی نسبتاً ځواکمن وُو د پاچاهۍ ددفاع چارې د همدغه په لاس کې وې، له لومړیو دوه میرمنو یی هیڅ اولادونه نه وُ ، نو له دې آمله اړشو څو دریمه میرمن هم وکړي،دریمه میرمن یې هم دکومې سترې کورنۍ څخه وه او تر ټولو میرمنو یی دریمه میرمن زیاته هو ښیاره او تر ټولو ښکلې هم وه، تاج محل څلور دروازې لري، یوه یی مرکزی دروازه نومیږی چی د تاج محل د احاطې په مینځ کې واقع ده،داحاطې په چپ لوری لویدځ ته یی ښکلی مسجد او د احاطې ښي لوري ته یی د جومات  دقیق ورته جوړښت لري چې نوموړی جومات  نه دی او د شاهي  میلمستون  په ډول کاریده. تقریبا څه باندې دری سوه کاله وړاندې جوړ شوی، تاج محل په دومره ماهرانه  ډول چې په هغه وخت کې چې اصلا وسایل او ټکنالو جي هیڅ نه وه، سړی حیرانوي.


تاج محل چې ملکه او پاچا دواړه پکې  خښ دي ټول د سپینو مرمرو څخه جوړه ده چې سنګ مرمر یی هندي دي، لاجورد یی د ځلا لپاره ورکړي دي او له افغانستان څخه وروړل شوي دي او د ښکلا او ځلا لپاره ځیني نورې تیږې چې له جنوبي افریقا څخه راوړل شوي دي، لګول شوي دي.



له  ختیځې دروازې  تر تاج محل  پورې پیاده رو سیمنټ کاري او تیږه کارول شوي، دقیقا که چیرې د شمالي دروازې  په مخ کې سړی ودریږي نو د مرکزي دروازې  له مینځه ورپورې سپين تاج محل پړک او ځلا کوي. د ټول تاج محل احاطه د مرکزي دروازې څخه هرې خواته دقیق یو لیول او یوه اندازه جوړه شوې ده. پرته له ساختمان څخه نقاشانو هم پکې مهم رول  لوبولای. معماران یی ترکي او نقاشان یی ایراني ول چې په سنګ مرمر کی یی ډیزانونه ټول افغاني ډوله دي، حسن وویل چې تاج محل د قران  پاک څخه په نقل د جنت په ډول جوړ شوی چې اته دروازې لرې( ) باغونه لري او په مینځ کې ویالې لري، حتې په هغه وخت کې د اوبو فوارې جوړې شوې چې د یوې لوړې نقطې څخه د اوبو د فشار له امله  له فوارو اوبه  راوتلې.
پرته له تاج محله نورې ټولې دروازې اوشاوخوا دیوالونه د خښتو په اصلي رنګه  یانې سور رنګ شوي او دا ددې لپاره چې تاج محل سپين دی او که چیرې  د ننه پکې ګرځې  او تاج محل ته وروګوې، شاوخوا ټول سور او تاج محل  سپین دی چې ځانګړې ښکلا ورکوي، خپله تاج محل څلور منارونه لري  چې څلور  واړه یی تقریبا بهر ته  کاږه وتلې(مایل) جوړ شوی دا ددې لپاره چې د ممکنه زلزلې په مهال دغه منارونه بهر ته وغورځیږي او خپله تاج محل ته زیان ونه رسوي، په خپله تیږو باندې یی داسې ډیزان او نقاشي شوي چې اوس مهال د وسایلو سره سره ډیر ماهر کسان غواړي. په هغه وخت کې څلویښت لکه روپۍ لګول شوې وې، چې اوس مهال یی قیمت څو برابره کیږي.


 د مرکزي دروازې په سر دوه کتاره ۱۱ دانې  ګمبضې ایښودل شوې دي چې دواړه  کتاره یی دوه ویشت کیږي (پاسني انځور کې لیدل کیږي)  او دا ددې لپاره چې نوموړی محل په دوه ویشت کلونو کې جوړ شوی او ټول ټال شل زره مزدورانو پکې کار کړی دی.  ویل کیږي چې پاچا دغه محل خپلې میرمنې ته د مینې د ښودلو لپاره وقف کړی دی، د نورو دوه میرمنو لپاره یی کوچنی زیارتونه جوړ کړي دي چې د تاج محل په لویدیځه برخه کې واقع دي ، نومړې میرمن یی په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوې ده اودقیق دوه ویشت کاله وروسته یی تاج محل ته د هغې مړی را ولیږداوه، پاچا د خپل زوی سره د خپل منځي شخړو له امله د خپل زوی له خوا اته کاله د تاج محل مخامخ د غره په ډډه کې په یوه  زندان کې  زنداني او وروسته پکې ومړ، او د پاچا مړی د ده د زوی د خبریدا پرته راوړل شوی او ملکې تر څنګ یی خښ کړ، تقریبا د دری ساعته د ګرځیدلو وروسته د حسن په دوام دار ټینګار زه او زما ملګری مبارک شاه د لاسي صنایعو دکان ته ورغلو چې د سنګ مرمرو څخه د تاج محل نقل یی د سرمیزي لپاره جوړول، یو مو همدغه راونیوه، او ور څیرمه دکان ته چې قیمتي غمی یی پلورل ورغلو، یو دانه  غمی چې سټار اف انډیا یا د هندوستان ستور ي، هم واخیست، وروسته د ډهلي په لوري روان شوو او د څلورو ساعتونو سفر په پایله کې  ډهلي ته ورسیدلو، نوموړی سفر ډیر په زړه پورې وه.
***


په ډهلي کې مو له څو تاریخي ځایونو لیدنه وکړه، دلته د موټرو ډیره ګڼه ګوڼه وي، رکشې او نور هند –جوړ کوچني  موټرونه  په سړکونو لیدل کیږي.  د کابل سره یی د ترافیکي قوانینو یو توپیر داو چې د هر نسبتا غټ موټر په وروستۍ دروازه به یی د لطفا د اوښتو په مهال هارن وکړی، لیکلي ول، هو دا ښايي د مصونیت لپاره ښه نظر و خو هر موټر، موټر سایکل، بس او د پولیسو موټر به دومره هارنونه کول چې زیات وخت به مې په غوږونو کې ګوتې نیولې وې څو لږ ارام وم، د موټر چلونکو سره مې یاده کړله او هغوی به ویل چې خلک لیوني دي او که هارن ونکړې نو د پیښې او د حادثې په مهال بیا موټر چلونکی ګرمیږی، هغوی به هم  د هارن بد نه ګاڼه، د څو افغانانو سره د خبرو په وخت هغوی هم د هارنونو څخه سر ټکاوه،
بیا مې فکر وکړ چې ښایی زموږ د افغانانو ذهنونه نارام دي او همدا یی علت دی چې له هارنه نارامه کیږي، د هند خلک په مارکیټنګ یانې بازار موندنه او خرڅلاو کې ډیر ماهره دي، یوه ورځ د لوټس ټمپل په نوم یوه مذهبي مرکز ته چې ډیره لوړه ودانۍ یی د لالا ګل په عین ډول جوړه کړې ده، ورغلو. 
دغه ډول مرکزونه  په امریکې ، انګلستان او څو نورو اروپایی هیوادونو کې شته چې د ټولو ادیانو پیروان ورځي او د څو دقیقو لپاره یی په مینځ کې کښیني او ذهني اراوم حاصلوي،
شاوخوا یی د اوبو ډنډونه، شین پارک او ګلان دي چې  رښتیا هم ډیر ښکلی چاپیریال وي، دغه ډول مرکزونو ته ګډ مذهبي  مرکز وایی چې ټولو مذهبونو ته د احترام  په بنسټ جوړ  دي،  له دغه ځای راووتلو او د رکشې له یوه څښتن سره مو د انډیا ګیټ  ته لیږدلپاره بیه وکړه.  د هغه د ډیر زیات ټنګار سره سره  د ډهلي هاټ په نوم یوه بازار ته بوتلو چې د هندي لاسي تولیداتو مرکز و، او د بهرنیانو لپاره و،  اصلا د کوم  څه پیریدلو  ته مو نیت نه و خو د هندي ماهرانو  د ټینګار وروسته مو یوه اندازه توکي راونیول.
له دې وروسته د رکشې چلونکي راجو هوټل ته راوړلو او دی مو رخصت کړ، راتلونکی سهار راجو په نهه بجې ټلیفون وکړ، زه ویده وم،  د تلیفون غوږۍ مې راوخسته او ځواب مې کړه، هلو سر مې راجو بول رهان هون یانې زه راجو خبرې کوم، تاسې چیرته یۍ؟ ما ورته وویل چې زه اوس په کټ کې یم او که چیرته تلم بیا به اړيکه درسره ټینګه کړم، د ورځې د هند د پارلمان ودانۍ  او د ولسمشری له ماڼۍ څخه مو لیدنه وکړه، ډیرې پراخې کوڅې او سړکونه یی ول، شاوخوا یی  چمنونه، د اوبو فوارې او درون امینیت یی و خو هرچا کولای شول چې انځورونه ورسره واخلي.
له دې وروسته راتلونکی سهار راجو بیا ټلفون وکړ، وخت مو ورسره وټاکه او تر یوه ځایه په بله رکشا کې ورغلو، او له راجو سره مو چې اوس مو هندي ملګری و، تود روغبړ وکړ او دمهاتما ګاندي د موزیم په لوري و خځیدلو، مهتما ګاندي د هندوستان د ازادی پلار بلل کیږي. هغه له انګریزانو څخه د یوه خپلواک هند لپاره ډیرې هلې ځلې ګاللې وې، مهاتمه ګاندې  د هندیانو هغه  محبوب لیډر و  چې د ژوند ټوله شتمني یی ، یوه جوړه عینکي، یوه امسا، چاقو د خوراک څښاک څو قابونه او یوه توشکه او څه نور اساسي توکي لرل حال داچې هر څه یی ترلاسه کولای شول خو یو رښتینی رهبر و، د هغه انځورونه او تاریخ مو ولوست او دده سره مو خان پاچا خان هم په انځورونو کې ولیده. ویل کیږي چې د پاکستان د خپلواکی وړاندې مهاتما ګاندي د خان سره د خیبر درې ته هم راغلی و.
د ګاندي یو له نودې ملګرو خان و، خان د پاکستان د خپلواکۍ وروسته د هند سره د نږدې اړیکو په درلودلو د پاکستان څخه بهر ته  په تبعید یا جلاوطنۍ کې ږوند ته اړ شوی و. 
***


ایف، آر، او….. نوم لیکنه!
یو له امتیازاتوچی هند افغانانو ته ورکړېدي هغه دا چی نور بهرنیان باید هند ته په رسیدلو سره د څو ورځو په تیریدلو سره د پولیسو سره ثبت نام وکړی خو افغانان تر ۱۴ ورځو پورې وخت لري، دهوټل څخه مو داوسیدنې د ثبوت پرچې راواخستلې او د ډهلی په زړه کې د پولیسو د ثبت نام حوزې ته ورغلو، خپل نومونه لکه چی نورو بهرنیانو د د میز په سر پرتو پرچو باندې د نوبت په موخه لیکل وکړل، سهاروختي او د لمر زرینو شغلو چی د لوړو تعمیر تر مینځ سررا برسیره کړ، مونږ هم داوسپنیزه چت لاندې څخه دکوڅې ها غاړې ورپورې شو او د لمر شغلو ته مو په سوړ سهار کې هر کلی ووایه، موږ نورنو دا فکر کاوه چی په متمدن ځای کې یو او نوبت مو لیکلای نو اړتیا نشته چی هلته نږدې کښینو کله موچی نوبت راورسیده نو مامور به مو نوم واخلی او مونږ به ورشو، یو څو افغانان چی ما له نږدې نه پیژندل ومو لیدل، او روغبړ مو ورسره وکړ، اود خبروپه مهال یی وویل چې وروره  نوبت لیکل یوازې د بهرنیانو کلتور دی، موږ اوتاسې افغانان یو او هر کارمو د ټیلې، بې نوبتۍ او شورماشور سره دی، تاسې وختی راغلی یی اوبیا دلته ولاړییٍ؟ هلته ورشیٍ او ځان ته کومه چوکۍ پیدا کړۍ ،
ما فکر کاوه چی دلته زیات شمیرافغانان تحصیل یافته دي او په دې ډول په بهرنی هیواد کی دخپل ملک نمایندګي کوی، احساس یی باید ژوندی وي او ترڅنګ یی له ناستو بهرنیانو باید شرم وکړی، خو دومره بی نوبتي ، ټیلې اوشور یی جوړوُوچی مامور یی مجبور کړ او ټولو ته یی دلوډسپیکر له لارې اختر ورکړ چی که هرڅوک ټیله او بې نوبتي وکړي نو له دیې ځایه به یی وباسي، زما او څو نورو افغانانو چی زما تر څنګ ولاړوُو، وجدان نه منله جی ټیله اوشور وکړو ، تر دوه بجو پورې مو انتظار وکړ او په وروستۍ ډله کې ورننه وتلو، کله چی ګڼه ګوڼه کمه شوله نو د چتر لاندې  به چوکیو باندې څو تاوشوې پاڼې او یو کتاب چی په پاړسي لیکل شوي وُ ولیدل، څو ثانیې مې په مسلسل ډول وروکتل بیا مو بل لوری ته وکتل او تقریباً په ټولو چوکیو باندی همدا ټول کتابونه او کاغذونه پراته ول، باور می نه راته ، پارچې مې  راوخستې، ټول څلور مخه مې ولوستل بیا می په منځ کی یو انځور ولیده لاندی یې سکیچ- شوی انځور می هم ولیده، حیران شوم!



کتاب می په دې ډول وکوت او تر لوستلو مې نه لوستل بهتر وګڼل!دغه پارچې د عیسویت مذهب ته دعوت نامې او تبلیغات ول، انځور یی دخدای او انسان تر منځ واټن ګناه بللای وُ، او دانځور یو خوا دیوال یی د خدای (توبه نعو‌‌ذبلله ) او بل لوري ته  انسان چی دپاڼ په ژۍ ولاړوُ لیدل کیده او تر مینځ یی طوره کنده وه چی ګناه یی پری لیکلي و، په لاندې برخه کې یې پته داسې لیکلې وهُ،
تهیه و ترتیب ازطرف پیروان مذهب حقیقی عیسیْ مسیح در دهلی جدید هندستان ، شماره تلیفون ، ایمل ادرس…….
ما د لوستلو وروسته پرچی وشلولې اود مامورینو دفتر په سرمی پریښودې هغوﺉ راوکتل او پرچې یې راوخستې او کثافت دانۍ ته مې ور واچولې، دغلته د افغانانو لپاره ځانګړی ځای ځانګړې چوکۍ او پرې لیکلی وُ چی یوازی د افغانانو لپاره، ښي لوري ته رهنما او مالوماتو لوړې لوحې لیکلې وې، چې په دواړو هم په دري او هم په پښتو ژبه لیکل شوی وُو، ما له څو افغانانو سره یاده کړله چی ګورۍ د هندوستان حکومت د افغانستان دواړه ژبو ته په برابر ډول پام کوی او په کابل کې که ددري ژبو زور وي نو په ټولو اړوندو ځایونو اوددفتر کې ټول مالومات او رهنما په دري ژبه لیکلي کیږی او په همدا ډول که د پښتون نفوظه وي  نو بیا زیا ته برخه د پښتو ژبه وي،


***


څو ورځې وروسته مو په ډهلي کی د پروازونو اړوند دفتر سره دکابل ته د بیا راګرځیدلو لپاره دالوتنې ورځ وټاکله، دوروستۍ ورځې نیمایی برخه مو د ځینو توکو د رانیولو لپاره بازار ته ولاړلو. دراجو رکشې وان سره مو اړیکه ونیوله او تر هوټل پورې مو خبره وکړله هغه بیا کوم بازار ته تشویق کړلو هلته ورغلو او یوه اندازه توکي مو وپیرل، تر سودا ورسته راجو سره په رکشه کې کښیناستلو څو کوڅې وړاندې چی راجو خپل  ځای ته نږدې شو، رکشا یی لږ په کراره کړه، زما خواته یی مخ راواړه و، او ویی ویل٫ سرمیرا وایر ټوټ ګیا٬یانی زما د رکشې تار پرې شو او تاسې له مخامخ ځایه بله رکشه پیدا کړﺉ ، موږ پوه شو چی واضحً تار او رکشه هر څه سم دي، او هیڅ کومه ستونزه نشته خو موږ ته یی د ددې لپاره دروغ وویل چی دده لپاره مسیر لرې کیده !
زما اوملګری موسره وکتل او یو بل ته موسکی شو، دسرک له ها غاړې مو اولیدل چی راجو سګرټ دود کړ او رکشه یی پرته له کومې ستونزې وخوځوله، شپې  مو ټول توکي برابر کړل او سهر نسبتاً وختي پاڅیدلو او د هوټل له مدیر سره مو حساب خلاص کړ، دهوټل اشپزاو یو کم عمره هلک چی د کوټې پالکوالې او د هوټل دپاکوالې دنده یی لرله او ما به تر ې اکثره وخت د هندی ژبې اصطلاحات زده کول ، هغه ته او اشپز ته مو څو سوه هندی روپۍ ورکړې ډیر خوشحاله شول، زمونږ بکسونه یی ټیکسي ته وروړل او د هوایی ډګر په لوری و خوځیدلو، راجو چی تر اوسه پورې مو ترې انتقام نه و اخیستی ، هوایی ډګر کې الوتنې ته دانتظار په مهال مو اړیکه ورسره ونیوله ، او یوه بازار ته مو راوغوښت او ورته مو وویل انتظار شی ترڅو مونږ سودا وکړواو بیا به ورسره ځو، هغه تقریباً درې ساعته انتظار وکړ ، او د ټیلیفون په وروستي زنګ مې ورته وویل چې ٫راجو! هم ابهې ایرپورټ مین هین، کیا أپ کا ټوټا هوا وایٍر ټهک هوا یا نهین؟٬هغه هم غوږ ونه نیوه او فکر نه کوم چی زمونږ په انتقام پوه شوې وي!
پدې ډول ددوه ساعته سفر وروسته د کابل هوایی ډګر کې د کوزیدو په مهال مو د سړې هوا هر کلی وکړ!!


بریښنالیک: Lahore_mangal@yahoo.com

پای