د دې وطن پـــــــه نصيب نــــه دي رسېدلي خلک
چي يې ميـندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک
د ړنــــدو ښار دئ له ډېــــوې سره خپلوي نه لري
د سترګـــــورو ډلـــــي ډلــــــــــــــي دي وتلي خلک
د هــــر وګـــــــړي پــــــه څــــېره کي بلاګاني وينم
دلتــــــه هيندارو تـــــــه لا نـــــه دي درېدلي خلک
نـــــه يې د زخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب
پـــــرون لـــــــه سانــــــدو ســره ووتل راغلي خلک
چـــي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي
د سنګسارونــــو تــــــر ميدانه ځي ښاغلي خلک
تــــر شنه اسمانــه ګيله مـــني چيغي مه استوه
داسي يې ډېـــــر د بل پـــه تور دلته وژلي خلک
دلـــــته چـــــــي راغلې نو د رحم تمه مه ترې کوه
د دې قصاب تېغـــــونـــــــو ويـني ژړولـــــي خلک
جهانـي تمـــــــه د مــــــــردۍ د لېونتوب کيسه ده
پـــــــه هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک