کور / راپور / په بروکسل کي د لراوبر کلتوري ټولني د غونډي راپور

په بروکسل کي د لراوبر کلتوري ټولني د غونډي راپور


په  بلجیم هیواد کي د لراوبر کلتوري ټولني  غونډه د 2012 زیږدیز کال  په  لمړۍ نیټه د بلجیم پلازمینه بروکسل کي  تر  سره  شوه . په لمړي سر کښي  الحاج امین باوري  ټولو  راغلو میلمنو او د  ټولني غړو ته د  ښه راغلاست تر څنګ  د زیږدیز ۲۰۱۲ کال  د راتلو مبارکي وویل  او د غونډي  پروګرام  یې  د غونډي برخوالو ته ولوست  . غونډه  د  نوي زیږدیز کال تجلیل  ، د  ټولني  کاري پروګرام په ۲۰۱۲ کال کي او همدارنګه د لراوبر کلتوري ټولني د مشرتابه جرګې غړي الحاج ډاکټر قاسم همت  سره د زړه خواله  وه .
  په بلجیم کښي  د افغانانو  د مسجد ( ابن سینا ) امام  قاري اختر محمد صادق  د قران پاک د څو ایاتونو  په لوستلو غونډه پرانیستل  ، تر دوعا وروسته  دریځ ته  د کابل  طبي  پوهنتون  د  فارمسۍ  پوهنځۍ پخوانی  استاد  ښاغلی  الحاج  ډاکټر  ګل افضل غونډیوال  دریځ ته  راوغوښتل  شو  تر  څو د موضوع په اړه وږغیږي . ښاغلي  غونډیوال د نوي کال مبارکي  وویل او  د ښاغلي  ډاکټر  همت  د شخصیت  او  علمیت  په  اړه  یی  د  غونډي  ګډنوالو  ته  په  زړه پوري  معلومات  وړاندي  کړل  .


 
د  غونډي دوهم ویناوال  د لراوبر کلتوري ټولني د مشرتابه جرګې غړی  ښاغلی عابد جان عابد  و  . ښاغلي  عابد په خپل وار د کال مبارکي وویل او د ټولني پر کار او کړنو  او همدارنګه د ښاغلي ډاکټر همت  پر علم  او  پوهي  رڼا واچوله  .  له خدای (ج) څخه  استدعا  وکړل  چي  ښاغلی  همت  د  خپلي  وظیفې  په  لړ  کي  د  خلکو  د  خدمت  مصدر  وګرځوي  .   د  افغانانو خدمت  ته  داسي  کسان  چي  له  هره پلوه  د خدمت  وړتیا  ولري  زموږ  د  اولس  لمړنۍ  اړتیا  ده  .


دا  ځل  ځوان  ،  تاند  غزل بول  شاعر  ښاغلی  جلال  امر خیل  دریځ ته  راوبلل شو تر  څو  خپل  شعر  ولولي  . ښاغلي  امرخیل  خپل  یو ښکلی  نظم  ( کندهاری ماشومه ، په وینو سور ماشومه ) تر سرلیک لاندي  چي زموږ د ټولني د اوسنیو حالاتو یو تریخ انځور  دی  ، ولوست  .  
غونډي  ته  څلورم ویناوال  ښاغلی الحاج  حنیف  هوتک  وو . ښاغلي  الحاج  هوتک  د  بلجیم میشتو افغانانو  د  ژوند او ورسره شته ستونزو  باندي  وږغید  او  د  خبرو  ډیره  برخه  یې  د  الحاج  ډاکټر  همت  د  دیني  او  سیاسي  علم   پر  پوخوالي  او  پوه والي  راڅرخیده . ښاغلي  هوتک  د  ښاغلي  همت  څخه  د  دوی  د  خدمتونو  او  لارښونو  مننه  وکړل  او  دوعا  یې  وکړل  چي  ډاکټر  همت  ته  دي  لوی  الله  نور  هم   وس  ورکړي تر  څو  د  خلکو  د  خدمت  جوګه  شي  .
 


د  غونډي  پنځم  ویناوال  له  جرمني هیواد  څخه  راغلي  میلمه  ښاغلی  سید هاشم  هاشمي  پاچا  د کلن د هورت ښار د جامع جومات امام  دریځ ته راوبلل شو  . ښاغلي الحاج هاشمي پاچا صیب  عالمانه  وینا  وکړل  او  همدارنګه  یې  د  ښاغلي  ډاکټر  همت  سره  د  یو  ځای  کارکولو  خاطری  بیان  کړی  .  د  ښاغلي  ډاکټر  همت  له  دینداری  ،  تقوا  ،  او  ملګرتوب  څخه  یی  ستاینه  وکړل  او  د  ژوند  په  ټولو  چارو  کښي  یی  ورته  بریالیتوب  وغوښت  .
 
 
د  غونډي  ورستی  ویناوال  د  لراوبر کلتوري ټولني  د مشرتابه جرګی غړی  زرک خان  دریځ ته راوبلل شو . ښاغلي  زرک  خان  د  لراوبر افغان  پر  کار  او  کړنو  تنقیدي  نظر  واچاوه  او  د  ټولو  ملګرو  څخه  یی  وغوښتل  تر  څو  د  دا  ډول  غونډو  جوړول  چټک  کړي  او  همدارنګه  یی  د  ښاغلي  ډاکټر  همت  پر  کار  او  زیار  چي  د  دی  ټولني  په  ایجاد  کي  ګاللی  دی  شاباس  ووایه  .  له  نورو  ملګرو  څخه  یی  وغوښتل  تر  څو  دا  هڅي  ګړندی  کړي  .
یاده  دي  وي  چي  د  غونډي  د ویناوالو   و  دریځ  ته  تر  راتګ  مخکي  ښاغلي  باوري  خپل  دری  شعرونه  او  همدارنګه  د  ښاغلي  جهاني  دری  شعرونه  دکلمه  کړل  .


 
د  غونډي  په  وروستۍ  برخه  کښي  الحاج  ډاکټر  قاسم  همت  دریځ  ته  راوبلل  شو  .  ښاغلي  همت  د  تل  په  شان  خپله  عالمانه  وینا  واورول  .  د  غونډي  د  ګډنوالو  څخه  یی  مننه  وکړل  چي  د  کارونو  سره  سره  یی  غونډي  ته  تشریف  راوړی  دی  . ښاغلي  همت  خپل  بریالیتوب  د  خپلو  نږدی  ملګرو  په  ملاتړ  او  لاس  نیونو  کښي  وباله  ، وعده  یی  وکړل  چي  د  تل  په  شان  به  د  خپل  اولس  خدمت  کوي  .ښاغلي  ډاکټر  همت  خپله  وینا  په  یوه  دوعایه  پای  ته  ورسول  .
د  غونډي  اختتام  ته  بیا  ښاغلی  قاري  اختر محمد صادق  دریځ ته راغی او  غونډه یی د  څو مبارکو ایاتونو  په  لوستلو  پای ته ورسوله  .
وروسته میلمانه  هغي  ماښامنۍ  ته  راوبلل  شول  چي  د  لراوبر کلتوري ټولني  مشرتابه جرګی  غړو د  ښاغلي  ډاکټر قاسم همت  په  ویاړ  تیاره  کړی  وه  .


 
یاده  دي  وي  چي  غونډي  ته  ښاغلي  الحاج  سید هاشم هاشمي پاچا صیب  خپل  څلور  نوي  تالیف  شوي  کتابونه  هم  راوړي  وه  چي  د  غونډي  ګډونوالو  په  ډیره  ښه  وجه  وپیرل  .