کور / سياسي / د جرګې او سولې لپاره د رڼو، څرګندو او عملي طرحو اړتيا:

د جرګې او سولې لپاره د رڼو، څرګندو او عملي طرحو اړتيا:

د جرګې او سولې لپاره د رڼو، څرګندو او عملي طرحو اړتيا:
د جرګې لار، د سولې طرحه
سوله د يوې بلې غاړې ماتې او تسليمېدل نه دي
له جرګې دواړه غاړې بريالى راوځي
جګړه ګټونكى نشي لرلى
د دې لپاره چې په رڼه اوسېده لار مو د سولې منزل ته د يون مخه موندلې او له پټو معاملو، سازشونو لېرې مو په پخو ګامو دغه سفر لنډ كړى وي، د دې لپاره چې د جعلي خبرو، تقلبي څېرو، بې بنسټه ادعاوو، جعلي ليكونو لاسليكونو او پيغامونو د شر ټغر ټول شوى وي، د دې لپاره چې د پلور او پېر مخه ډب وي، د دې لپاره چې د جرمني، قطر، استانبول، بون او … له سرخوږيو او بې ګټې، بې پايلو پټوخبرو له سپيناوي او كشالو خلاص اوسو، د دې لپاره چې د بهرنيو له شر او پوځي اډو له جانبي عوارضو او ښكيلاكي لرليد ژغورل شوي وو او بالاخره د دې لپاره چې له زړونو دا ومنو چې سوله د كوم اړخ تسليمېدل او سوبه نه، بلكې د هرې غاړې عزت او پايښت دى، اړينه ده په دې اړه مشخص او رڼه پلانونه، طرحې او چوكاټونه ولرو، داسې چې په تشه (خلا) كې په خيالي هوسونو پسې لالهانده ونه اوسو، د خوبونو له نړۍ د باندې په غړېدليو سترګو د ځمكنيو واقعيتونو منلو او تللو ته په ورماتېدو، په دې پوه شو چې د جرګې له لارې سوله د كوم اړخ سوبه او تسليمي نشي بلل كېداى.
جرګه او په مټ يې د ربړو اوارى كله هم د فتحې او ماتې لورى نشي لرلى، د جرګې له لارې د سولې ښېګڼه دا ده چې دواړه غاړې بريالۍ راوځي، داسې چې يوه هم د ماتې احساس ونه كړي.
له بده بخته د دريو لسيزو جګړو كې د سولې هر غږ او ګام ځكه بې پايلې او نيمه لار كې پاتې دي چې هر لوري وار د مخه يو بل پړ او محكوم بللى، د ماتې هيلې يې پاللى او سوله يې د بل اړخ تسليمېدل ګڼلي.
په سوله كې دواړه غاړې د عفوې حق لري، چې يوه بله وبښي، داسې نه، چې يو اړخ هغه خپل حق وپېژني او د خپلې برلاسې په توګه يې وړاندې كړي.
دا سمه نه ده چې طالبان سولې ته نشي راماتېداى، هغوى هم زموږ په څېر د دغه خاورې بچيان دي، لكه موږ له غوښې، پوست او هډوكو جوړ دي، همدغسې انساني جذبات، غريزې، هيلې او ارمانونه لري، ډېرې جګړې ته اړ، يا بلېك مېل شوي، دوى هم سوله غواړي، دا ځكه چې سوله هېڅوك نشي نفې كولاى، الله تعالى ج له سولې د مخ اړولو حق هېچاته نه دي وركړې، پر سوله ټينګار زموږ له ديني ملي ارزښتونو دى، خو دا هله چې سوله پخپله رښتينې مانا وړاندې كړاى شي، د تسليمېدو ناسم تعبير پرې ونه تپل شي.
سوله د الله تعالى امر دى، چې منښت يې فرض دى. ځكه خو له سولې او جرګې غاړه نشي غړېداى، خو د تسليمېدو هيله د رژېدو نه ده، دغسې خواري همېشه بېځايه او زيانمنه ختلې، د زيان كچه يې زموږ پر وړاندې ده.
موږ ګورو چې د سولې په نامه د مخالفانو، د پلور او پېر بزنس او د ادغام مجدد په نامه د ټكو او لغاتو لوبې ربړه نوره هم كړكېچنه كړې، چې د مثبتې او جوړوونكې بيا كتنې اړتيا يې رامخې ته كړې ده.
لكه د مخه مو چې وويل: موږ ټول اوربند غواړو، د سولې تږي او لېوال يوو، دا هغسې فرصت دى چې هېڅوك پر جګړو د ټينګار جواز نشي مونداى، ځكه خو د سولې لېوالتيا ټولنيزه، ملي غوښتنه پېژندل شوې.
كه څوك له سولې، او مركې، جرګې مخ اړوي او پر جګړو د ټينګار له ضد نشي راګرځېداى د ملي اجماع له رټنې او محكوميت غاړې نشي خلاصولى. خو سوله خپله لار، غوښتنې او جوړښت لري، چې له بده بخته پاموړ نه دي بلل شوي.
دا چې سولې ته جدي نه يوو، سنجيده نه يو اوسېدلي، سولې ته د جګړې له سترګيو ګورو او د معاملو، سازشونو په كاڼي يې تلو، جګړه په زور، چل او ټګۍ پر مخ نه ځي، سوله صداقت، رښتينولي، اخلاص او صداقت غواړي، چې سوله سپېڅلې ده.
الله تعالی سوله خير ګڼلى، … والصلح خیر.
پر جګړو تكيې او د زور او جبر پر غرور ولاړ و امپراتوريو او ځواكونو هېچېرې شل نشواى كړاى، كه له لېرې ماضي تېر شو، په شلمه يوويشتمه پېړۍ كې د هر ښكېلاكګر، يرغلګر او زورواكي د جبر او زياتي تجربه ناكامه ختلې، ځكه خو له دې حقيقت سترګې نشي پټېداى چې جګړه يې نشي ګټلاى، په حقيقت كې جګړه هماغه لورى بايلى چې د ګټلو ادعا يې كوي، دا ځكه چې جګړه برى نشي رامنځته كولاى.
موږ په وار وار ويلي چې سوله، له جګړې ګرانه ده، دلته د ځانګړي جديت، وړتيا، زيار، اخلاص، رښتينولۍ او هڅو اړتيا ده چې د جګړو كركټرونه يې مخه نشي مونداى، جرګه خپل اخلاق، ارزښتونه، چلند، منطق او ميتود لري، كه څوك د سولې تر نامه لاندې د مخالفانو د تسليمېدو هيلې پالي او د متاع په توګه يې د پلور او پېر بازار لګوي، سوله نشي رامنځته كولاى، كه وسله وال مخالفان دا وګڼي چې د سولې هڅه او پروسه يې پېر او تسليمېدل دي، نه دا چې د سولې د شونتيا، زړي نشي زرغونېداى بلكې د سولې پروسه خپله د يوه بحران په كچه غزېداى شي…..
كله چې د سولې په نامه غزېدلې هڅې كوم لورى خپل توهين او استخفاف وګڼي، د سولې پروسه د پروژې په بڼه رامخې ته شي، د سولې هڅو كې ځان د متاع په توګه د پير او پلور كچې ته ټيټ وګوري او په تلوزيونو كې د غولېدليو او تسليم شويو په كتار كې نندارې ته ولاړ اوسي له دغسې نمايشي هڅو او شعارونو سره نه دا چې همغږي، ننګه او ملاتړ نشي رامنځ ته كېداى، بلكې د غبرګونو لاملو ته مخه وركوي او د مخالفت او ضد منفي روحيه خپروي.
موږ خپل ډېرى ديني ملي ارزښتونه پر همدغسې كږو او كاواكه ګامو مسخره كړل، نور ښايي په دې اړه د بې توپيرۍ ترخې او ناكامې تجربې تكرار نكړو….
لومړى اړين ټكى دا چې د سولې تعريف ته نوك ونيسو او د مقابل لوري د تسليمېدو په مانا يې راوانخلو، كه نه د سولې دغسې خوب خپل تعبير نشي موندلى، دا بايد ومنو چې جرګه او سوله د دواړو غاړو د بري ا و سلامتۍ تضمين دى. موږ ښايي همدغه تعريف او تعبير پاموړ وګڼو او خپلې هڅې، هيلې او هلې ځلې ورته راغونډې كړو.
كه د جرګې او سولې لپاره پر مشخصو او څرګندو كرښو طرحې رامنځ ته كړو او د عامه افكارو پر وړاندې يې كېږدو، د ابهام له پردو او پټو اړيكو له لالهانديو راووځو، د سولې لپاره وړ فرصتونه به مو له لاسه نه وي وتلي.
زه دا ګستاخي نشم كړاى چې خپل مشران او هېوادوال د سولې په اړه له سوچ او فكر بې برخې، بې توپيره وبولم، پوښتنه دا ده چې موږ خپل فكرونه، طرحې او سوچ له يو بل سره شريك كړي؟ كه چا كومه طرحه لرلى، لكه شبنامه پټه يې وېشلې، عامه افكارو ته يې نه ده وړاندې كړې.
تر اوسه د خبرو لپاره دوه دريځونه رامخې ته شوي، د طالبانو له خوا د بهرنيو پوځونو وتل، د حكومت او ملاتړو له اړخه د اساسي قانون منل، په داسې حال كې چې په سوله كې وړاندې شرطونه د جرګې مركې له جوړښت روح، چلند او جريان سره اړخ نشي لګولاى.
له بلې خوا دواړو غاړو دغو دريځو او شرطو سره خپله ژمنتيا نه ده پاللې، د كرزي ادارې، امريكا او طالبانو په پټه له يو بل سره د ناكامو ترخو خبرو تجربه زموږ پر وړاندې ده…د اساسي قانون د منلو شرط له دې امله اړين نشي ګڼل كېداى چې د نويو غوښتنو او اړتياوو له مخې اساسي قوانينو كې ترميم او تعديل د پارلماني سياست، ولسواكۍ، ملي حاكميت او ګټو په مټ ګڼو هېوادو تجربه كړې.
موږ دا نه وايو چې خپله حكومت څومره د اساسي قانون پلي كېدا ته خپله ژمنتيا پاللې ولې خو دا ويلى شو چې له يوه منلي اواري وړاندې د بهرنيو پوځونو وتل، زموږ ملي سالميت او ټيكاو ته نوي ګواښونه راولاړولى شي، له دغسې يوه ټولمنلي اواري وړاندې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته پېښې او غميزې يې څرګندې بېلګې دي، كه همدغه اړيكي په شفافه او رڼه توګه په څرګندو طرحو او چوكاټو كې ترسره شوې واى، شونې وه كومه مخه يې پرانېستې واى خو مخفي كاريو او استخباراتي چوكاټو هغه د اواري پر ځاى د رسوايۍ او زيان پر بريد ودرولې. هېڅوك هېواد كې له بهرنيو پوځونو ښه زړه نلري، له شتون سره يې موافق نه دي، په حقيقت كې د خبرو او مذاكراتو عمده ټكي دا دي چې له افغانستان د بهرنيو پوځونو د وتلو لار برابره كړاى شي اوهېواد كې سوله او سياسي ټيكاو رامنځ ته شي.
امريكا غواړي سولې ته د زور، فشار او جګړې له لارې مخه ومومي- پر يوه وخت د جنګ او خبرو لوبه وغزوي- خو دا زموږ په ملي او كلتوري ازرښتونو كې د سولې او مذاكرات اخلاق نشي ګڼل كېداى.
زه د ملي سياست په تشه پوهېږم، دا را معلومه ده چې د سياست دسترخوان موږ ته نورو غوړولى له همدې ځايه موږ د هر اواري هيلې په پرديو پورې تړلې، خپل ظرفيتونه، شونتياوې او استعدادونه مو درانه، نه دي تللي.
دلته ده چې موږ د نوښت توان او جرائت له لاسه وركړى او د ملي مسايلو په اواري كې مو اراده نژدې شله شوې ده.
جومات، جرګه، دېره زموږ د ديني، ملي او سياسي جوړښت ستنې جوړوي، هر چا كه هركله له دې مخ اړولى ربړې او غميزې رامنځته شوې، د جرګې او سولې پر ټغر خبرې د همدغو دريو بنسټونو پر تكيه ترسره كېداى او غزېداى شي.
جومات زموږ ديني، جرګه سياسي او دېره د حكومتي ځواك تمثيل كوي، په دې توګه لكه چې ګورو دغو بنسټونو زموږ د ټولنې ديني او ملي ارزښتونه سره اغږلي، داسې چې د بېلېدا خواري يې همېشه بې ځايه، بې ګټې او زيانمنه ختلې.
زما هيله ده، د جرګې او سولې لپاره په رڼه كچه او څرګندو ټكو طرحې ولرو، خو وروستۍ هغه يې ونه بولو، د بحث، جدل، تعديل او ترميم لپاره يې وړاندې كړو، چې يوه ټولمنلې هغه چې د رښتينې او تلپاتې سولې د ټينګښت وړتيا ولري تر لاسه كړاى شو.
ما د خپل توان او استعداد له مخې د بېلابېلو غاړو د دريځونو، دليلونو، مجبوريتونو، مزاج، او د دغو اړخونو د خولې بويولو، بالواسطه او بلاواسطه اړيكو په رڼا كې پر يوه طرحه غور كړى چې دا دى خپلو هېوادوالو سره يې د اوربند پاڼو كې شريكوم. د دغه طرحې عمده ټكى دا دي چې د واك پر سر پر ونډو د چنو او ناندريومخه نيول شوې چې د دغسې چنو په پايله كې هر اتحاد، جوړ ښت او حكومت د پايښت او چلښت مخه نه ده موندلې…..
د دغه طرحې له كمزوريو، نيمګړتياوو او خاميو سترګې نشي پټېداى، كېداى شي د درنو هېوادوالو او خپلو مشرانو د لارښوونو، سلاوو او وړانديزونو له لارې ترميم او كه د ترميم وړ نه وي د بلې ټولمنلې طرحې لپاره مخه پرانېستى شي.
موږ ډېر مزل كړى، د خنډ او دېوال په ليدو ښايي د بېرته ستنېدو پر ځاى د دېوال ايسته كولو ته لاسونه وركړو چې خپل منزل ته د رسېدو لاره تېره او خپل برى باوري كړى شو.
• د اوربند اعلان، د بنديزو او تور لست الغا، د خوندي ادرسونو رامنځته كېدن او د اړوند خواوو له خوا يې منښت.
• د ګوانتنامو او بګرام زندانيانو ازادول.
• د ملګرو ملتو په مرسته داسې تكنوكرات پروفشنل (مسلكي) عبوري حكومت چې د ډلو، تنظيمو، ژبو، قوم له اغېز او سهميو خوندي وي.
• د داسې يوې واكمنې ملي جرګې رامنځ ته كېدن چې له قومي مركچيانو، ملي سياستوالو، ناپېيلو روڼاندو، علماوو، روحانيونو جوړه او توى وړى واك ولري چې د نړيوالې ټولنې په تكيه د عبوري حكومت رامنځ ته كېدن ته مخه پرانېزي.
• جرګې ته د طالبانو او حکومت له خوا په برابره کچه داسې شخصیتونه ور وپېژ ندل شي چې دوې ته د منلو اوسي خو ورسره پېپلي نه وي.
• عبوري تكنوكرات حكومت به درې كاله په انتقالي دوره كې چارې پر مخ بيا يي او ټولټاكنو ته به مخه پرانېزي.
• له كابينې، مستقلو ريسانو، د سترې محكمې ريس پرته به نورې ټاكنې پخپل حال پاتې وي، عبوري حكومت به د واك په تر لاسه كولو د وړتيا په معيار د بدلونو پروسه پر مخ بيايي.
• پوځ، پوليس او ادارې به له خپلو تشكيلاتو سره پخپل حال وي، د كارپوهانو د ارزونو په مټ به د اداري تورم ستونزې ته دا وارې لار پرانېستل شي.
• چين تركيه، سعودي او به د ملګرو ملتو تر چتر لاندې د دغه تړون ضمانت كوونكي اوسي.
• د شريعت پر بنسټ د ښځينه وو حقونه محترم دى، د لوست او كار حق يې خوندي دى.
• اساسي قانون دې په موقتي توګه معطل شي، حكومت به د تقنيني فرمانو په مټ چارې سمبالوي، عبوري حكومت د لويې جرګې له لارې د اساسي قانون پر ترميم، تعديل د غور واك لري.
• د پارلمان ړنګېدل چې وار د مخه د ټاكنيزو درغليو، رسوائيو او غزېدلي بحران له امله يې مشروعيت، افاديت او رول زيانېدلى او خپل باور يې بايللى دى.
• د طالبانو له خوا د ځانمرګو او نورو عملياتو مخنيوى.
• د طالبانو او نورو مخالفانو د تعقيب او څارنې پاى.
• د بهرنيو پوځونو بشپړ، چټك او خوندي وتل.
• بهرني پوځونه به تر هغې چې د وتلو پروګرام يې بشپړېږي له جنګي فعاليتو لاس اخلي، خپلو اډو، مركزو كې به مېشت وي.
• بهرنيان به له ملكي همكاريو پرته له هر ډول پوځي اړيكو ځان ډډې ته ساتي.
• هغه طالب مشران او افراد چې غواړي دولتي ادارو كې كار وكړي په ټولنيزو جوړښتو او فعاليتو كې برخه واخلي ټول حقوق يې خوندي او هره دړه يې پر مخ بېرته ده.
• د نورو هېوادو اورپكي، اتباع او ناقانونه كډوال چې د هېواد د ننه مېشت يا پټ دي، د افغانستان خاوره د تخريبي فعاليتونو او نورو هېوادو پر ضد نشي كارولى، هېڅ ډله، يا شخص دوى ته پخپل سر پنا نشي وركولاى.
• دغسې افراد كړاى شي د ملګرو ملتو د كډوالو ادارې ته په مراجعه پخپلو، يا نورو هېوادو كې د خوندي مېشتېدنې مخه ومومي.
• د سياسي، جنګي، قومي، مذهبي مخالفتونو او جګړو ټولو اړخونو له خوا يو بل ته د عمومي عفوې او پخلاينې اعلان.
• طالبان د يوه سياسي ځواك او واقعيت په توګه له ټولو مدني حقونو برخمن كېدل او د دعوت، بلنې، اصلاح او سياسي فعاليت مخه او شونتياوې ورته برابرول.
• د تړون تر لاسليك به هغه سيمې چې طالبان پرې واكمن دي له دوى سره وي.
• د تړون له نفاذ وروسته به دغه سيمې پوليس او امنيتي ارګانو ته سپاري.
• د جيدو علماوو باصلاحيته كونسل جوړېدن چې د حكومت د چارو او كړنو څارنه وكړي، دغه ارګان به په سياسي كچه نه بلكې د مستندو علماوو د علمي وړتيا له مخې رامنځ ته شي.
دوى به د هېواد، ټولنيزو، كولتوري، سياسي، كاواكيو، ناانډوليو، اخلاقي ناروغيو سره، د مبارزې لار تېروي، دغه مبارزه د جرګو، علمي سمينارو، كنفرانسو، سمپوزيمو، وركشاپو او عمومي دعوت له لارې غزېږي، دغسې به هغو ټولنيزو اخلاقي، بيلاريو سره مبارزې ته د بلنې امنا كه مخه پرانېستل شي چې له مودو، د كمونيزم، دموكراسۍ او… تر نامه افراطي تګلارو، ايډيالوژيو او پرمختګ په پلمه خپرې شوې، دغسې د نړيوالتوب په نامه د هغو ټولو پديدو څارنه چې زموږ ټولنې ته راننوځي، دوى به يې ارزونه او څارنه پر غاړه وړي، مثبتې خواوې به يې څېړي، پر تعديل او ترميم به يې فكر كوي، له اسلامي ملي ارزښتونو سره په سمون كې به يې مثبتې را اخلي او د منفي هغو مخه به نيسي.
كونسل به خپلې ارزونې او موندنې حكومت ته د سپارښتنو په بڼه د اجرآتو لپاره وړاندې كوي.
• د افغان پوځ پوليسو د روزنې لپاره د تركيې، چين، ماليزيا مرسته او همكاري راجلب كړاى شي.
• د ربړو په اړه د سيمې هېوادو، ګاونډيو او نړيوالې ټولنې سره د استخباراتي شبكو پر ځاى د ديپلوماتيكو چينلونو له لارې د اړيكو او پوهاوي غزېدا.
• له ګاونډيو سره د متوازنې پاليسۍ اړتيا، داسې چې زموږ خاوره يې د سيالۍ ډګر نه وي ګرځېدلى_ اړيكې، مرستې، د مرستو ګراف، څرنګوالى، د اړيكو كچه يې موږ د خپلو ملي ګټو او دوى خپلو كې د يو بل پر ضد ونشي ليدى، په دې توګه به يې د پارېدنو، لاسوهنو او دې ته ورته اندېښنو او ګواښ مخه ډب شوې وي.
• له نړيوالې ټولنې سره د برابرۍ په كچه د دوستانه اړيكو غزېدن چې زموږ خاوره او سياستونه خپلو هېوادو ته ننګونه او دوى هغه زموږ ملي ګټو ته ګواښ ونه شي ګرځېدى.
• د درغليو، اداري فساد، د ځمكو غاصبانو او بيت المال له تالانګرو پرته هر ډول سياسي تورونو دوسيې به حفظ او تړلې اوسي.
• مطبوعات او رسنۍ په عبوري دوره كې آزاد خو حكومت او خلكو ته مسوول دي.
• د عبوري حكومت مشران، د كابينې غړي، مستقل ريسان، د سترې محكمې ريس او عالي شورا غړي راتلونكي حكومت كې برخه نشي اخيستى او پارلمان ته نشي كانديدېداى.