اوس يومړاوئ شانتي ګل يم ، د باغوان په غېږ کي پروت يم
له غنچې څخه شکېدلئ د هجران په غېږ کي پروت يم
زه اوس هغه ګلاب نه يم پر اغزو به چي واكمن و م
يو سپېره دزري خار يم دجهان په غېږ كي پروت يم
زه اوس هغه پشتون نه يم جي ازاد وم او خپلواك وم
اوس په هره نه خبره دزندان په غيږ كي پروت يم
نه اوبو څنډي ته راوړم نه ساحل ځان ته نزدي كرم
يم څپو پسي اخيستي دطوفان په غېږ كي پروت يم
نه سپين مخ دبر يار غواړم نه دكوز يار غوړي څڼي
دمكار رويبار له لاسه دجانان په غيږ كي پروت يم
نه مي ږغ تر چا رسيږي نه مي ناز پر چا چليږي
ديو څ په انتظار يم دارمان په غېږ كي پروت يم
لمن ټوله کړه بړنګه ، زه اوس مځکي ته رالوېږم
زه هماغسي تندر يم ، داسمان په غېږ کي پروت يم
څوک پر سوله به راټول کړم ، څوک په توره به ترې بېل کړم
زه يو نوي بل عمر يم دافغان په غېږ كي پروت يم