کور / تازه خبرونه / عراق : په ۲۰۱۱ز کي تر څلور زرو زیات عام وګړي له منځه تللي دي

عراق : په ۲۰۱۱ز کي تر څلور زرو زیات عام وګړي له منځه تللي دي

د ((Iraq Body Count)) نومي خپلواکي پروژې د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۱ز کي ۴۰۶۳ تنو عامو وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . د ۲۰۱۰ز کال په جریان کي د له منځه تللو عامو وګړو شمېر ۴۰۴۵ و .

د ذکر سوي پروژې د یوه راپور له مخي د وژل سوو کسانو شمېر د ۹۰ سرچينو د۶۸۲۸ بېلابيلو راپورونو پر اساس معلوم کړل سوئ دئ . راپور لیکي چي یاد سوي کسان د ۱۸۷۴ مضرو پيښو په ترڅ کي له منځه تللي دي .
دغه راز د ۲۰۱۱ز کال د وژل سوو کسانو په ګډون د ۲۰۰۳ څخه د ۲۰۱۱ تر پایه ۱۱۴۲۱۲ تنه مړه سوي دي . د یادوني وړ ده چي دIBC په ویبپاڼه کي د خورا ډيرو منابعو د راپورونو موجودیت ذکر سوي عددونه اعتباري کوي.

وروستي امريکايي فوځ د تېر میلادي کال په ډسمبر کي عراق پرېښود . د IBC ويبپاڼه لیکي چي د وخت په تېرېدو سره به په ډاګه سي چي آیا په عراق کي د امريکايي عسکرو حضور د عامو وګړو پر وژنه مثبت او که منفي اغېز درلود .