د کندهار چارواکي وايي يوه ځانمرګي بريدکوونکي پنځه کسان مړه او ١٣ نور ټپيان کړل.
د چارواکو په وينا په مړو کي څلور کوچنيان يو پوليس شامل دئ او په ١٣ تنو ټپيانو کي درې پوليس او نور ملکي کسان دي، چي شپږ کسه يې کوچنيان دي.
د کندهار د ولايت مقام خپره سوې خبرپاڼه وايي بريد يو نن د اولي ناحيې د چوڼۍ په سيمه کي هغه مهال ترسره سوى چي پر موټرسايکل ناست ځانمرګى پوليسو وپېژاندئ او د درېدو ږغ يې پر وکړ، خو هغه ځانته چاودنه ورکړه.
د ولايت د مقام خبر پاڼه وايي د پېښي زخميان د کندهار ميرويس روغتون ته د درملني دپاره لېږدول سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوى دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي ځانمرګي بريدکوونکي يو ځل بيا په يوه ګڼ مېشتې ملکي سيمه کي ځانته چاودنه ورکړه او دا يې په ثبتوت ورسوله چي د ملکي کسانو ژوند هيڅ ارزښت نه ورته لري.