دافغانستان دعلومواکاډمۍ او سیمه ییزو مطالعاتو دمرکز په زیار د پښتون مشر خان عبدالصمد خان څلویښتم تلین د دوه ورځني علمي سیمینارپه ترځ کې ونماځل شوو.
دسیمینارپه لمړی ورځ دهیواد ولسمشر حامدکرزي عبدالصمدخان خان دپښتنو مهم مشر وباله او دهغه یو شمېرکړنې او هیڅې یې یادي کړې . دسیمنار په دوهمه ورځ یو شمیراستادانو دخان شهید پرژوند ، سیاست ،ادب اوبیلابیلو برخومقالې واور ولې .
دغونډي په پای کې یو پریکړه لیک ،چې پنځه مادې یې لرې خپروشوو .
په پریکړه لیک کې راغلي
ـ دخوست پوهنتون دکنفرانسونوتالاردي دخان شهید په نامه ونمول شي
ـ په کندهارولایت کې دې یوه لیسه دصمیدخان په نامه شي .
ـ دجلال اباد عامه کتابوتون دې دخان په نامه شي .
ـ دخان عبدالصمدخان نا چاپ اثاردې چاپ شي .
ـ اوپه دغه سیمینارکې دلوستل شویو مقالویوه ټولګه دې چاپ شي .
دیادونې وړ ده چې خان عبدالصمدخان له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ په په لاره کي د پاچاخان په څېر د عدم تشدد پيرو وو او له دې لاري يې د خپل ولس د حقونو غوښتنه کوله. خان عبدالصمد خان د پاچاخان له نيژدې ملګرو څخه وو، نوموړى په ١٩٠٧ کال د بلوچستان په عنايت الله کارېز سيمه کي زېږېدلى وو او د ١٩٧٣ کال د ډسمبر پر دوهمه په کوټه ښارکې دیوه لاسي بم په چاودنه کې په شهادت ورسید .