کور / شعر / وارث ته

وارث ته

   ولې مې رټې ولې له ځانه مې شړې ګرانه؟
  ولې را نه ځې، ولې یوازې مې پریږدې ګرانه؟
                      ځان دې په وطن کې پښتنو ته شرموې ګرانه؟
ته مې شوې وارث د ارمانونو د شیبو ګرانه
ماچې زړه راټول کړ له دردونو له غمو ګرانه
                  اوس مې له حارث، بلاله ولې بیلوې ګرانه؟
ته پوهیږې ولې د مور حق ځان ته یو نام لري؟
ځکه چې جنت د مور د پښو لاندې مقام لري
                 ته له دې جنته سترګې ولې اړوې ګرانه؟
تا باندې زړګیه واجب  کړی حق زما الله
هر مومن لپاره یې فرض کړی حق د مور الله
ولې مې عزت په سپکو سپاندو خرڅوې ګرانه؟
 راشه اوږه راکړه، لاس مې ونیسه چې ریږدمه
ستا په اندیښنو کې یمه ورکه زه یریږمه
            ګوره چې غورځیږم نور مې ولې ځوروې ګرانه؟
ته مې د سر سیوری، هم د ننګ هم د غیرت سیوری
ستا په سر و لیرې د هر غم او هر ستم سیوری
          اوس مې د عزت پوړنۍ ځانه سره وړې ګرانه
زه دې ته ځوریږم داسې ورځ درباندې رانشي
تاته  پښتنو کې جوړ د ننګ دا یو پیغور نشي
        مور چې ساتی نشې دا وطن به څنګ ساتې ګرانه؟
ومې کړه پوښتنه هم دې مور هم دې عزت یمه
ما پورې سرلوړی هم دې ننګ هم دې غیرت یمه
         ولې مې د غرب وږو لیوانو ته پریږدې ګرانه؟
ډیره موده وشوه چې رنځوره در پسې یمه
ځان نه یم بې ځانه د طبیب په ارادې یمه
       څوک مې تورې زلفې څوک ښکلا راته ستائي ګرانه
تا دې خپله مور چې د پردو وطن کې پریښوده
داسې بې اسرې دې کړه سر توره مور دې پریښوده
      نور به دې طعنو ته سترګې هروخت  ټیټوې ګرانه
ته بې ننګه نه ئې، بې ننګي پریږده بې ننګوته
راشه د عزت پوړنۍ بیرته کړه په سر مورته
     بیا به پښتنو کې سترګې څنګه غړوې ګرانه؟