کور / کتاب / دوه نوي کتابونه چاپ او خپاره کړل شول

دوه نوي کتابونه چاپ او خپاره کړل شول

De oorspronkelijke bijlage downloaden
دوه  نوي کتابونه چاپ  او خپاره کړل شول :


دوه  نوي کتابونه  هر  یو «په هیواد کي د سولي دپایښت  په  اړه  (زمونږ  آند)» او په ستر هند باندي د افغانانو دځواک او حاکمیت  غښتلی او منلي د نیک  شهرت  حکمران  «شیرشاه  سوري »  ترنامه لاندی، دپیغام دخپرندویه  مرکز له اړخه    په ډیر ښه  صحافت  له چاپه راوتلي او د ولس  دپښتو لوستونکو مینه والو په  چوپړ کي دي .    



په دې  لړ کي لمړي  کتاب  د ښاغلي قریب الرحمن سعید  لیکنه  او دویم کتاب  دهمدې  ښاغلي  ژباړه  ده .


۱/(په هیواد کې دسولي دپایښت په  اړه «زمونږ آند» ) کتاب  چی د یو تاریخي  سند حیثیت لری  ، په کي په هیواد کي  د سولي او امنیت د رامنځته کیدو په خاطر  د ټولو  ډلو  ټپلو آندونه  او طرحی  شاملي دي .


دا کتاب  د ۲۰۱۰ کال د  فروري دمیاشتي په اخر کي  افغانستان  ته  د حزب اسلامي افغانستان دسولي د یوه عالي رتبه هیئت د تګ  اوهلته دهغوي د لیدنو کتنو  په  تفصیلي  راپور  برسیره  ، د هیواد  د سولي د کمیسیونونو ،  د هیواد د ملي شخصیتونو ،  په افغانستان کي د سولي د هیئتونو د جوړښتونو ، د بن  د لمړي کانفرانس  او …..شخصیتونو په  آندونو  باندي  خایسته  کړل شوي  او د یوه ستر تاریخي  سند په څیر  دلمړي  ځل  له پاره  په پښتو  روانه ژبه  او  ښکلي  صحافت  پښتنو مینه والو  ته  ډالۍ  کړل  شوې دې. باید په یاد وي  چې  دا کتاب  په دعوت ډاټ کم کي  ان  لاین  شوي  هم  دي . چې زه یی د دروند چلونکي  محترم  طارق  بزګر  څخه  یو عالم  مننه  کوم .


۲/ دشیرشاه سوری  داستان  چې په پښتوخوږه   ژبه  ژباړل  شوي  د افغانانو دتاریخ  یوه ستره نه هیریدونکي برخه  جوړوي :


دا کتاب د شیرشاه سوری په اړه لیکل شوی دي  ، شیرشاه سوری د نړۍ دهغو ممتازو ، اتلو ، زړه ورو ، مدبرو  عسکري سالارانو او حکمرانانو څخه دي  چې  د تاریخ  په پاڼو کي ورسره  هیڅ وخت   انصاف  نه  دي   شوې ……


دا کتاب  په  لروبر  ډاټ  کم  کی ان لاین  شوي  هم  دي . چې  زه یی د چلونکي  دروند عبدالله احسان  څخه  منندوي  یم .


لوستونکي  کولي شي دا کتابونه د پیښور  دکتابخانو څخه  تر لاسه  کړی .