د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد طلوع نيوز ته په قطر کي له نيژدې دوو اونيو چوپتيا څخه وروسته د دفتر له خلاصېدو ناخبري ښودلې ده.
ذبيح الله مجاهد ويلي چي دوى تر اوسه په رسمي توګه د دفتر له خلاصېدو څخه نه دي خبر سوي، خو نوموړي دغه ګنګوسې رد کړي هم نه دي.
نوموړى وايي دوى له دوو اونيو راهيسي په دې هکله هيڅ خبر نه دئ ترلاسه کړى او اوس هم په دې باب د خپلو مشرانو غبرګون ته منتظر دي.
ذبيح الله مجاهد په داسي حال کي د دفتر له خلاصېدو ناخبري ښيي چي د سولي د شورا يوه غړي ويلي د اوو طالب مشرانو چي د دفتر چاري به پر مخ بيايي کورنۍ وختي لا قطر ته رسېدلي دي.
راپورونه وايي چي امريکا او طالبانو په قطر کي د دفتر پر خلاصېدو سلا سره کړې او همدا راز د دې مذاکراتو په خاطر د طالبانو څو مشران له ګوانتانامو زندان څخه قطر ته لېږدول کېږي، چي د طالبانو پر مهال د هرات والي ملاخيرالله خيرخواه او لوى درستيز ملا محمدفاضل هم پکښي شامل دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه