افغان چارواکي وايي ١٥ کلنه مېرمن سحرګل چي د خسرګنۍ له خوا شکنجه سوې وه، هندوستان ته د علاج په خاطر لېږل سوې ده.
سحرګل تېره اونۍ په بغلان کي د خپل خاوند په کور پوليسو په داسي حال کي ومونده چي په تشناب کي له شاوخوا پنځو مياشتو راهيسي شکنجه کېده.
د سحرګل پر مخ باندي له ټپونو ښکارې چي د کورنۍ له خوا په پرله پسې توګه شکنجه سوې ده.
ډاکټران وايي سحرګل د دغو شکنجو له وجي د هډوکو له سخت درد او د پوستکي له يو ډول ساري ناروغۍ سره مخ ده، چي که يې علاج ونسي ښايي نور کسانو ته يې هم د پوستکي ناروغي انتقال سي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي د مېرمن سحر ګل خواښې او اندرور يې نيولي او د هغې د خاوند د نيولو هڅي هم رواني دي.
ولسمشر کرزي عدلي او قضايي چارواکو ته امر کړى چي د دې قضيه تر جدي تعقيب لاندي ونيسي