د افغانستان د کرکيټ بورډ د يوې خبرپاڼي په خپرولو خبر ورکړى چي د پاکستان د ملي لوبډلي پخوانى لوبغاړى کبيرخان يې د افغان ملي لوبډلي روزونکى ټاکلى دئ.
کبيرخان چي پخوا هم د افغان لوبډلي روزونکى وو، تېر کال د کرکيټ بورډ له ادارې سره د ځينو مخالفتونو له کبله خپله دنده پرېښووله او يو کال يې د عرب اماراتو د ملي لوبډلي کوچينګ وکړ.
د کبيرخان د بيا راتګ د ارزښت په هکله د ملي لوبډلي لوبغاړو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو عام افغانان د نوموړي بيا راتګ ته خوشحاله دي.
د کرکيټ بورډ خبرپاڼه وايي له کبيرخان سره يې د درو کالو قراراد کړى دئ، چي د افغان لوبډلي د کوچ په حيث به کار کوي.
د ډېرو په نظر د کبيرخان ښه روزني او د افغان لوبغاړو سختي خوارۍ او زيار وو چي د افغانستان د کرکيټ لوبډلي په درو کالو کي چټک پرمختګ وکړ او په نړۍ کي يې د کرکيټ د مينه والو پام ځان ته جلب کړ.