د افغان خطاط صابر حسيني په لاس د قران کريم ليکل سوې نسخه پرون په کابل کي نندارې ته وړاندي سوه.
د قران کريم دغه نسخه ٢٣٠ سانتي متره اوږدوالى او ١٥٠ سانتي متره بروالى لري، چي په نړۍ کي تر ټولو غټه لاسي نسخه بلل سوې ده.
نوموړي دغه نسخه د حکيم ناصر خسرو د فرهنګي مرکز په سپارښتنه ليکلې ، چي پرون په همدې مرکز کي نندارې ته وړاندي سوه.
ښاغلي حسيني وايي پر دې نسخه يې پنځه کاله کار کړى دئ.