کور / تازه خبرونه / د نوي زېږديز کال (۲۰۱۲) په مناسبت د ځانګړو مراسمو راپور – ويډيو

د نوي زېږديز کال (۲۰۱۲) په مناسبت د ځانګړو مراسمو راپور – ويډيو

د وروستیو څو ساعتونو په جریان کي په بېلابيلو نړیوالو ښارونو کي د نوي زېږدیز کال په مناسبت د اور لوبي ځانګړي مراسم ترسره سوي دي او د اروپايي هیوادونو په ګډون په ځینو نورو مملکتو کي به فقط دوه درې ساعته وروسته ترسره سي.

د ۲۰۱۲ز کال په مناسبت ځانګړي مراسم :
۲۰۱۲ز کال تر ټولو لومړی د “ساموا” او “توکلاو” نومي جزيرو او ورپسې په نیوزېلینډ کښي پيل سو . د نيوزیلېنډ په مرکز ویلینګټن کي د اورلوبو پلان سوئ پروګرام او دوه کنسرټونه د خرابي هوا له کبله ترسره نه سول .

د اسټرالیا په مشهوره ښار سیډني کي د نوي زېږدیز کال د لومړيو ۱۵ دقیقو په جریان کي د دولت له خوا د چمتو سوي اورلوبي مراسم ترسره سول، چي لګښت یې څو میلیونه ډالرو ته رسیږي . د دغه مراسمو لپاره په زرګونو عام وګړي راغونډ سوي وه .

د جاپان په پلازمېنه توکیو کي عامو وګړو د اورلوبي پر ځای په زرګونو بالونونه (بوغياني، پوکاڼي) په هوا کي ایله کړل; ویل کیږي چي پر بالونونو یې د نوي عیسوي کال لپاره خپلي هیلي او آرزوګاني لیکلي وې.

دغه راز په تایوان کي د اورلوبي د پروګرام لپاره د نړۍ تر ټولو دوهم جګ ترين تعمير مرکزي ټکی انتخاب سوئ وو، چي د نوي میلادي کال په پېليدو سره سم په ښکلو رڼاوو وځلېدئ .

د اسټراليا او انګستان په ګډون په یو شمېر نورو هیوادونو کي د هر نوي میلادي کال په مناسبت د دولت له خوا د اور لوبي مراسم ترسره کیږي، بلکي په هالنډ او ځینو نورو هیوادونو کي عام وګړي دا مراسم ترسره کوي . د اټکل له مخي به سږ کال یوازي په هالنډ کي د ۶۵ څخه تر ۶۷ میلیونه یورو پوري د اور لوبو په وسایلو سره مصرف سي .

د اورلوبو د وسایلو لګښت او د ترسره کولو له امله يې زخميان او له منځه تللي کسان :
د ((U.S. Consumer Product Safety Commission)) د اورلوبو د کلني راپور له مخي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ز تر منځ ۷۴ تنو د اورلوبو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . راپور زیاتوي چي د ۲۰۱۰ز کال په جریان کي د اورلوبو له امله د امريکا د زخمیانو شمېر ۸۶۰۰ کسان وه; چي د ۲۰۰۹ز سره په پرتله د ۲۰۰ تنوکمښت په کښي راغلئ دئ . د زخميانو د ډلي څخه يې ۳۵سلنه ښځينه او ۶۵سلنه نارينه دي .

د اورلوبي د نړيوالي ټولني د ویبپاڼي له مخي په ۲۰۰۷ز کال کي د چین هیواد 358,839,396 کیلو ګرامه د اورلوبو وسايل صادر کړي دي چي لګښت يې 494,930,188 ډالرو سره سمون خوري .


لوږه، اقتصادي ستونزي او پیسو ته اور اچول :
په غربي او نورو پرمختللو هیوادونو کي د زېږدیز کال د اوښتون پر مهال هر کال د اورلوبو ځانګړي مراسم په داسي حال کي ترسره کیږي، چي د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي یو شمېر هیوادونه د توپانونو، زلزلو، سېلابونو او وچکالیو سره لاس او ګریوان دي، د بیلګي په توګه په افریقا کي د جیبوتي، کېنیا، اتیوپیا او صومالیاهیوادونه یادولائ سو چي د ۲۰۱۱ ز کال په جریان کي د سختو وچکالیو سره مخ سوه او له امله يې تر لسو میلیونو زیاتو کسانو بېړنیو مرستو ته ضرورت درلود . هغه مهال مرستي د اقتصادي ستونزو له کبله د تېر په څېر ښې نه وې، حال دا چي د هماغه اقتصادي ستونزو په جریان کي په میليارډو یورو د اورلوبو په وسایلو مصرفیږي .

همداډول د اروپا اتحاديه په یونان، هسپانیه او ايټاليا کي د اقتصادي ستونزو له امله مرستي ته ضرورت لري او ټول اروپايي هیوادونو د سپما هلي ځلي کوي، خو ژوندي حقایق په ډاګه کوي چي پر دې ټولو ستونزو سربېره بیا هم د اورلوبو په څېر کلتوري فعالیتونو خپل لګښت د پخوا په څېر لوړ ساتي .

په تایوان کي د نوي ز کال په مناسبت ځانګړي مراسم :




د چين په مشهوره ښار هانګ کانګ کي د نوي ز کال په مناسبت ځانګړي مراسم :