کور / تازه خبرونه / پېښور: په ٢٠١١م کال کې ١٧٠٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پېښور: په ٢٠١١م کال کې ١٧٠٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پېښور:د ازادۍ راډيو د خبر له مخې د تیرو څو کلونو په شان روان ۲۰۱۱ میلادي کال، چې دا دى پاى يې رانژدې شوى، د پاکستان لپاره له ترخو پيښو ډک و.
د کال په لومړۍ میاشت کې په اسلام اباد کې د لاهور والي یا ګورنر سلمان تاثير د خپل یوه ساتونکي له خوا په عام محضر کې په ډزو ووژل شو، په همدې میاشت کې د سي آی اې یوه قراردادي په لاهور کې دوه تنه پاکستانیان ووژل چې ویل کیږي د استخباراتي ادارې مهم غړي وو.
د مۍ پر دویمه اسلام اباد ته نژدې د ایبټ اباد ښار یوې پوځي اډې ته په لږ واټن کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، د همدې میاشتې پر ۲۵مه نیټه په کراچۍ کې د هوايي ځواک مهران نومي پوځي مرکز ته وسله وال ننوتل، څو الوتکې او هلیکوپترې یې ویجاړې کړې او تر شپاړسو ساعتو پورې یې د پوځ پروړاندې مقاومت وکړ.
دا کال د نور پاکستان پشان د خیبر پښتونخوا لپاره هم له خونړیو پيښو یو ډک کال و،د امنيتي ادارو دمعلوماتو له مخې د جنوري له لومړۍ نیولې د دسمبر تر ۱۷ پورې په خیبر پښتونخوا کې په ۱۸۷ بمي چاودنو او تروريستي پيښو کې ۱۷۰۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
که څه هم د عوامي نیشنل ګوند په مشرۍ ایالتي حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې خپله تګلاره بریالۍ بولي او ادعاوې کوي،چې د ترهګرو ملاوې یې ور ماتې کړي،خو د اپوزیسیون ډلې او کارپوهان بیا دغه ادعاوې بې اساسه ګڼي او وايي، که د ترهګرو ملاوې ماتې وي نو بیا دغه ډول بریدونه او چاودنې د چا له لوري کیږي؟
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر آفتاب احمد خان شيرپاو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،چې ایالتي واکمن یواځې تر محلونو پورې محدود پاتې شوي او همدا علت دی،چې ولس نن هم په وینو کې لمبیږي.
څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ یوه عالي رتبه جنرال رسنیو ته وویل چې په قبائلي سیمو کې یې د وسله والو ترهګرو پرضد د بیلابیلو پوځي عملیاتو په دوران کې یواځې پينځلس زره ډول ډول بمونه غورځولي.
لیکوال و ژورنالیست عقیل یوسفزی بیا د ایالتي حکومت د تیروتنو ترڅنګ د پوځ دغه ډول عملیات په سیمه کې د ترهګرۍ د ودې اوپراختیا یو ستر لامل ګڼي .
د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې په دې کال کې یواځې پيښور،نوښار او چارسده کې پر امنيتي ځواکونو تر یونیم سلو ډیرې وسله والې حملې،چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې تر دوو سوو ډيرو پولیسو او نیمه پوځی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنيتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پيښه پيښور ته څیرمه په شبقدر سیمه کې د ملیشه ځواکونو پر یوه مرکز دوه پرله پسې ځانمرګي بریدونه وو چې څه کم اویا تنه سرتیري پکې ووژل شول.
سره له دې چې د پيښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو او ښارونو کې نژدې پر هره څلور لارې او سړکونو د پولیسو امنيتي پوستې او تلاشۍ زیاتې شوي،خو خلک لا هم ځانونه خوندي نه ګڼي او وايي،چې د پولیسو ټوله پاملرنه د افغان کډوالو نیولو او د خپلو جیبونو ډکولو ته وي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د نا