تقريباً خوست د ناامنيو سور تنور جوړ شوى و او هره ورځ په کې په لسګونو تنو په چاودنو، ځانمرکو بريدونو او نښتو کې خپل اندامونه له لاسه ورکول ،دوينوبهيدوادامه درلوده ، خو هغه مهال د ياد ولايت يو شمېر چارواکي د ځمکو په غصب ،د ځنګلونو په وهلو ، د بې کيفيته پروژو په پلي کېدو، د دولتي بوديجې په حيف وميل، د رشتونو په اخيستو ، په بهرينو ځواکونو د بې ګناه کسانو په نيولو او له خوست څخه د ځينو څېرو په فراري کولو بوخت و، چې له امله يې هيچا هم فکر نه کولو ، چې خوست خو پريږده، چې ان په افغانستان کې هم حکومت شته او هر څوک په خپلسر و، چې له دې سره دحکومت او ولس ترمنځ هيڅ اړيکه نه وه او نه خلکو د خپلو ستونزو د حل په موخه دولتي ادارو ته مراجعه کوله ، د ياد ولايت يو زيات شمېر ځوانانو د زده کړې پر ځاى ټوپک او وسلې ته لاس کړى و ، يو شمېر يې د دولت د وسلوالو مخالفينو ليکو ته تللي و او په زرګونو نورو يې د ځمکو پر سر د قومي شخړو په ليکو کې ولاړ او وسله يې اخيستې وه.چې په دې سره ترډيره بريده دپوهنې ډيوه مړه شوې وه.
ددغه ولايت په سرحدونو کې سم کنټرول ،څارنه اداره او همغږي نه وه او له همدې امله و، چې د خوست له ناامنۍ نور ولايتونه هم اغېزمن شوي و او هر ورځ به د وجود د غړيو په څېر درېدل او ډول ډول پېښې به رامنځته کېدې.
هغه مهال په نوموړي ولايت کې د ادارې د نشتوالي او ناامنيو له امله د خوست ولايت مقام ، چې د خوست ښار په زړه کې دى ، تړلى و،ټول مسوولين دچاروپه ترسره کولوکې پاتي راغلي و. خوست چې دهېواديو سرحدي ولايت دى ،دشمالي اوجنوبي وزيرستان سره ١٨٤کيلومتره ګډه پوله لري.
شمالي او جنوبي وزيرستانونه هغه سيمې دي ، چې د افغانستان لپاره سرطان ګرځېدلې او زموږ د هېواد د وجود زياتره غړي ترې درديږي ، چې خوست په لومړۍ کرښه کې واقع او ددغه سرطان هر غټ او وړوکى درد يې دردوي.د ١٣٨٩ د وري د مياشتې په شپږمه، دغو ناخوالو او ستونزو د خوست ولايت ولس اړ کړ، چې بايد مرکزي دولت ياد ولايت ته يو وطن دوست او وړ والي وټاکي ، ترڅو پورې يادې ستونزې او ناخوالې پاى ومومي ، چې بلاخره په ذکر شوې نېټې په خوست کې قومي مشرانو ديوې پراخې غونډې په ترڅ کې په دهېوادپه ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ، چې خوست دې له سقوط څخه وژغوري او ژر تر ژره دې ورته يوه خدمت کوونکى اورېښتنى نماينده راوليږي .
قومي مشرانو غوښتنه وکړه ، چې د خوست ولايت ستراتيژيک موقعيت ته په کتو سره بايد دا ولايت يوه ورځ هم بې والي نه وي او هغه هم بايد داسې والي ولري، چې د ولايت په چارو کې ښه تجربه او مخينه ولري، د ولس په ستونزو،اړتياوو اوغوښتنه خبر وي او د هغو د حل لپاره بنسټيز پلان ولري .
دغو سلګونو قومي مشرانو د يوه تجربه لرونکي او صادق والي د ټاکلو غوښتنه کوله او ويل يې، چې نور بايد دا ولايت له بې سرنوشتۍ څخه خلاص شي.په رښتيا هم چې خوست ولايت يوه وطن دوست ، تجربه لرونکي ، مسلمان ، مبتکر، ځوان ، باتقوا، زړه سواند، له ولس سره د ښو اړيکو لرونکي او هڅاند والي ته اړتيا درلوده ، ځکه چې ددې ولايت ولس ، د خوست له جوړونې ، پرمختګ ، سولې ، زده کړې ،امنيت او له نورو ولايتونو سره ددې ولايت له سيال کولو سره مينه لري .
د خوست ولايت اوسېدونکي هغه ولس دى، چې په تېرو دواړو د ولسمشرۍ ټاکنو کې يې په غوڅ اکثريت ولسمشر کرزي ته ښځو او نارينوو رايه ورکړه او د هغه ننګه يې وکړه.
د ١٣٨٩ د وري د مياشتې په ١٢مه ، د سيمه ييزې خپلواکې ادارې په وړانديز او دهېوادد ولسمشرکرزي په منظورۍ د ميدان وردګو مخکنى والي او ديپلومات عبدالجبار نعيمي د خوست د والي په توګه وټاکل شو، چې خوست ته په راتګ سره يې په ځواکمن هوډ دولسونوغوښتنو اوارمانونوته پاملرنې دهمت مټې راونغښتي اوپه لومړي پړاو کې يې له ادارې څخه دسمون اوبدلون لړۍ پيل کړه.لکه څرنګه ،يوه سالمه اداره د يونظام اساسي بنسټ گڼل کيږي ،يواځې سالمه اوله اداري فساد څخه خالي اداره کولى شي ،خلکوته دغوره حکومتوالۍ په ډګر کې غوره خدمتونه وړاندې کړي، وړاندې له دې چې ښاغلي نعيمي دوالي دغه ولايت ته دوالي په توګه راشي ،په دغه ولايت کې په ټولو دولتي ارګانونو کې دقانون نه حاکميت ،دمرکزي دولت دتګ لارو ته نه درناوى ،دسلسله مراتبود نه رعايت ننګونې ډيرې ژورې وې ،دډيرو دولتي ادار ودروازې دکارکوونکو په وړاندې تړل شوې وې ،دادارو کارکوونکو رسمي وخت په نظر کې نه نيولو ،رشوت ،اختلاس ،جعل ،تزوير ،صلاحيت نه پيژندل ،خپلې دندې ته نه درناوى هغه څه و چې اداره يې بدنامه کړې وه ،دمجازاتو اومکافاتو داصل په اړه خو هيچا معلومات نه درلودل لنډه داچې ټولو ولسونو له دولتي ادارو سره واټن پيداکړى وو،خو خوست ته دښاغلي عبدالجبارنعيمي په راتګ سره ولايتي اداره او نورې سيمه ييزې اداري فعالې او ځواکمنې شوې ،دادارې دسمون په موخه دولايت دمشرتابه لخوا لومړى ٢٧-٣١او٣٥مادو کې هرې ادارې ته سپارښتنې و ليږل شوې ،چې ډيره مثبته پايله يې درلوده ،په اداره کې دسلسله مراتبو دلړۍ مفهوم چې هيڅوک پرې نه پوهيدل ،پوه شول ،دمکافاتو اومجازاتو اصل ته درناوى اوپاملرنه وشوه،هره اداره دسمون په موخه خپلو ورسپارل شويو دندو ته متوجې شوې ،په ادارو کې دوړتياوو دلوړاوي په موخه اغيزمن ورکشاپونه جوړشول ، دسمون په موخه ادلون اوبدلون رامنځته شو،هغه مامورين چې په اداري فساد کې ښکيل وو ،عدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل شول ،چې تقريباد٤٠په شاوخوا کې لوړ رتبه اوټيټه رتبه مامورين عدلي اوقضايي ارګانونوته دعدالت دتامين په موخه وروپيژندل شول ،هغه مامورين چې په خپلو دندو کې يې وړتياښوولې وه مکافات شول،ډيرې ادارې درتبو معاشاتو سيستم ته داخلې شوې ،له مرکز سره اړيکې په پرلپسې ډول ټينګې شوې،نن ورځ دولايت دمقام په هره اداري او پي ډي سي غونډه کې دغوره حکومتوالۍ ،پرمختګ اوترقۍ لپاره غوره وړانديزونه په تصويب رسيږي ،اداره تردې حده پورې ځواکمنه شوه چې نن ورځ کولى شي ولسونه ته په غوره توګه سره دغوره حکومتوالۍ په ډګرخدمتونه وړاندې کړي .چې داټول مثبت بدلونونه دفوق العاده مديريت او مشرتوب په پايله کې رامنځته شوي . په مرکز اونورو سيمه ييزو ادارو کې دګمارنې اصول ،اهليت ،کاري وړتيا،شايستګي ،صداقت او لياقت دي چې دهردولتي مامورپه ګمارنه کې لاندې اصولوته درناوى کيږي چې تقريباً په روان لمريزکال کې د٢٨٠٠کسانوپه شميره نوي مامورين په بېلابېلو ادارو کې په دندو ګمارل شوي دوړتياوو دلوړاوي لپاره ډيرې غوره هڅې ترسره شوې چې تراوسه پورې د ۴۰ په شاوخواء کې اغيزمن ورکشاپونه او ۹ بېلابېل سيمينارونه دايرشوي . ۲۰۰۰ تنه معلمين د رتبو او معاشاتو تر سيستم لاندې نوې په دنده ګمارل شوي، په ٢٠ ادارو کې درتبو اومعاشانو سيستم پلى شوى ،په ٩ادارو کې دلومړي پړاو اصلاحات رامنځته شوي دي ،ددې ترڅنګ ډيرمامورين بهرنيو هېوادونو ته دلوړو زده کړو اوتجربو دراليږدولو په موخه ليږل شوې دي .راځودوهم پړاو ته دبيارغونې په ډګرکې دخوست ټولو ولسونو دپروژو دچارو اوڅرنګوالي څخه ډير زيات شکايت کولو ،دبيارغونې لپاره په دغه ولايت کې يومنظم پلان شتون نه درلود،دمتوازن پرمختګ اوپراختيا اصل ته پاملرنه نه کېدله ،دپروژو په اړه ټول تړونونه پرته له قانون او صولوڅخه لاسليک کيدل ،دپروژودپلي کيدودڅرنګوالي څخه څارنه ،مراقبت موجود نه وو ،دبيارغونې په ډګرکې دولسونو لومړيتوبونو ته چا پام نه کولو .
واقعيت خو دادى چې په خوست ولايت کې دوه کاله وړاندې ټولې پروژې چې منظورې شوې هم وې ،کارونه يې په ټپه ولاړوو ،ډيرې داسې پروژې چې دميليونونو لګښت پرې شوى و،څرنګوالي ته يې پاملرنه نه وه شوې همدا لامل دى چې اوس دمنځ څخه تلوپه حال کې دي ،دپروژو څرنګوالي ته پاملرنه نه کيدله بلکې ،يواځې قرارداديانو خپل جيبونه ډکول ،چې په لوړه کچه يې دبيارغونې بهيرته زيان اړولى و،خوست ولايت ته دنوي مشرتابه په راتګ سره په دې برخه کې دولسونو دپرلپسې غوښتنو پربنسټ ګړندۍ او اغيزمنې هڅې پيل شوې ،په هغه پروژو باندې چې کارونه په ټپه ولاړوو ،بيرته پرې کارونه پيل شول ،دبېلګې په توګه دخوست –ګرديز په لويه لاره ،لوى ١٥٠بستريز روغتون يادولى شوچې په ميليونولګښت پرې راغلى خو هغه مهال يې کارونه په ټپه ولاړ و ،چې ترزياتو هلوځلو وروسته اوس مهال پرې په ډيره چټکۍ سره کار پرې روان دى ،ددې ترڅنګ دبيارغونې په ډګر کې په دغه ولايت کې ډيرې ټول ګټې پروژې لکه سرکونه ،پلونه،ښوونځي ،اداري خونې اوډيرې داسې ورته نورې پروژې چې دلته يې يادونه ناشونې ده، ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې ،اوپه ځينولويو بنسټيزو پروژو باندې هم کار روان دى ،دخوست دولسونو ،سوداګرو ،مسافرو او نورو عامو وګړو په غوښتنه په دغه ولايت په ډيرو بنسټيزو پروژو باندې کارپيل شو،دبېلګې په توګه دملکي نړيوال هوايي ډګردبنسټ ډبره کېښودل شو،کوم چې دسيمه په کچه زمونم لپاره يوه ملي پروژه ګڼل کيږي،دګمرک لپاره دنويو تاسيساتو دبنسټ ډبره هم کېښودل شوه ،دسولې دولايتي کمېټې لپاره ديوې نوې ودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه ،دډيرو ښوونځيو ،درياستونو لپاره نوې ودانۍ ،دولسواليو نوې تعميرونه ،پلونه ،سرکونه اوس مهال دجوړيدو په حال کې دي ،دغلام خان بندر دتاسيساتو لپاره هم هلې ځلې روانې دي ،ترڅو ياده لاره ترانزيټ شي ،چې په دې سره په دغه ولايت کې نور اقتصادي پرمختګونه اوسوداګريز فعاليتونه هم رامنځته شي .ددې ترڅنګ اوس مهال په خوست کې پنځه کلن ستراتيژيک پرمختيايي پلان جوړ شوى ،چې په واقعيت کې ددغه ولايت دپرمختګ يوپلان شوى بنسټ دى .سربيره پردې دښاري پراختيا ستراتيژيک پلان هم جوړشو،چې دپرمختګ اوبيارغونې په ډګرکې ورته داسې نورو لاسته راوړنې هم شتون لري .په دريم پړاوکې په عامه پوهاوي باندې تمرکزکوو.
خوست هم دنورو ولايتونوپه څير جګړو ،ناخوالو ،ستونزو ،ورانيو او قومي منازعاتو سخت ځپلى دى ،نوداړتيا پربنسټ په کې دفکري رغونې لپاره دعامه پوهاي په چوکاټ کې اغيزمنې هڅې پيل شوې ،دخوست ولايت دفرهنګپالانو ،اديبانو ،ليکوالانو ،مدني ټولنو او نورو بنسټونوپه غوښتنه ،خوست والي په دغه ولايت کې دملي احساس ورځپاڼه اودولس ارمان مجلې خپراوې ته اوږه ورکړه چې اوس مهال خوست يواځنى ولايت دى ،چې پرته له کابل څخه ورځپاڼه لري .چې هره ورځ دعامه پوهاوي لپاره په خپله منځپانګه کې هراړخيزه اغيزمن معلومات خپروي .چې په لوړ تيراژ سره دخوست دولسونو لپاره دحکومت دتګ لارو ،کړنلارو ،اودخلکوته دستونزو په تړاو معلومات خپروي او دزرګونو لوستونکو ترذهنونوپورې يې رسوي ،ددې ترڅنګ ولس ارمان مجله په خپله منځپانګه کې دغوره حکومتوالۍ په ډګرکې ترسره شوې ټولې اغيزمنې کړنې ،لاسته راوړنې ولسونو ته دمعلوماتو په موخه وړاندې کوي ،سربيره پردې دخوست ولايت دمشرتابه په نوښت سره د٨٠٠په شاوخواکې په مرکز او ټولو ولسواليو کې داسې لوحې چې دقرانکريم مبارک ايتونه او احاديث پرې ليکل شوي دي نصب شوې ،چې دهرې لوحې په لوستلو سره هرلوستونکى اوليدونکى څرګند او روڼ پيغام ترلاسه کوي .دياد نوښت پربنسټ دعامه پوهاوي بهير په خوست کې په اغيزمن ډول سره چټک شوى دى ،نن ور ځ دخلکو ذهنيتونه دناروا کړنو او دودونوپه وړاندې بدل شوي ،په خپلو سيمو کې يې دناروا کړنو اودودونوپه وړاندې مبارزې پيل کړې دي ،چې دې ته دسالم غبرګون پربنسټ يواځې دعامه پوهاوي ښه پايله ويلى شو ،ددې ترڅنګ خوست والي تل په دغه ولايت کې له قومي مشرانو ،ديني علماوو ،دمدني ټولنو له غړو ،ولسونو ،دملي او نړيوالو رسنيو له استازو سره ناستې کوي ،چې په دغه ناستو کې دخلکو په ستونزو باندې خبرې کيږي او ورته دحل مناسبې لارې پيداکيږي .ديادونې وړ ده چې نن ورځ په خوست ولايت کې دوه سيمه ييزه ټلويزيونونه ،٩سيمه ييزې راډيو ګانې ،او٢٤مدني ټولنې فعاليت کوي ،ددې ترڅنګ دهېوادپه کچه دټولوصوتي او تصويري رسنيو استازي هم شتون لري .څلورم پړاو کې غواړودسولې دپروسې په تړاوبحث وکړو.
په خوست کې دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې لپاره غوره هڅې ترسره شوې ،اوس مهال په دغه ولايت کې داسماعيل خيلو مندوزيو، ګربز او ځاځي ميدان ولسوالۍ دسولې په نوم سره نومول شوې دي ،دڅلورلويو قومونو لکه دګربز اوشمل قوم،دبوري خيلو او نصرالدين قوم ،دليوان خيلو او حيدرخيل قوم ،دمنګل اومقبلو قوم ترمنځ تاريخي منازعات چې لسيزې لسيزې يې دوام درلود،اوله امله يې په دغه ولايت کې هرې برخې ته ژور زيانونه اوښتي و،امنيتي حالت اودسولې دټينګښت پروسه يې له سختو ننګونوسره مخامخ کړې وه ،دخوست ولايت دمشرتابه په هڅو اوغوره منځګړيتوب سره ټولې شخړې حل اوفصل شوې يعنې دحل تربريده پورې ورسيدې ،چې په دې سره ډيرو ځوانانوټوپک او سنګرته شاه کړه ،دسولې ،امن او پوهنې په ټغريې خپل ژوندته ادامه ورکړه ،دبې ګناه انسانانو دوينوتويول بندشول .چې د يادو شخړو حل دهېوادپه کچه يوځانګړى نوښت اوغوره منځګړيتوب و،ددې ترڅنګ په خوست ولايت کې اوس مهال دديني علماوو و،قومي مخورو مشرانو ،دمدني ټولنو له غړو ،استادانو ،ښوونکو ،استادانو بلکې دټولنې دهرې برخې دمشرانو سره دناستې له لارې دسولې لپاره دعامه پوهاوي په چوکاټ کې اغيزمنې کړنې ترسره شوې دي ،دسولې دولايتي کمېټې په چوکاټ کې دمه ګړۍ په افغانستان کې دسولې دعالي شورا دتګ لارو اوکړنلاروپه رڼا کې دسولې دټينګښت لپاره اغيزمنې هڅې روانې دي چې ديادوهڅوپه نتيجه کې په تيره اونۍ کې ٩تنه ناراضه افغانان له يادې پروسې سره يوځاى شول اوخپلې وسلې يې دولت ته وسپارلې . پنځم پړاوکې اړتياده چې دقانون دحاکميت په تړاورڼا واچوو.
په خوست ولايت کې دعدلي اوقضايي ارګانونو دپياوړتيا لپاره ګټورې کړنې ترسره شوې ،په يادو ارګانونو کې دپخوا په پرتله دوړتياوو دلوړاوي لپاره څوځلې دمرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا اغيزمن ورکشاپونه اوسمينارونه جوړشوي ،ان دزون په کچه په دغه ولايت کې دعدلي اوقضايي ارګانونودکارکوونکولپاره دروزنې اسانتياوې برابرې شوې ،په دغه ارګانونو کې دسمون په موخه ډيربدلونونه رامنځته شوي ،نوي څارنوالان اونوي قاضيان په دندو ګمارل شوي دي ،ددې ترڅنګ دعدلي اوقضايي ارګانونوپه مشرتابه کې هم بدلون راغلى دى،چې په دې سره دعدالت دتامين لپاره ښه زمينه مساعده شوې ده ،خو لا هم دعدلي اوقضايي ارګانونو داکمال ،تجهيز اوپياوړتيا لپاره هڅې روانې دي .چې په دې تړاو بايد مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه ددغه ولايت په مرکزاو ولسواليوکې ديادو ارګانونوپه تجهيز،اکمال اوپياوړتيا کې ژره ترژره همکاري وکړي ،ځکه که چيرې په دغه ولايت کې په دغه مهموارګانونوباندې کار وشي ،وړتياوې په کې لوړې شي ،تاسيسات ورته جوړشي ،دکارکوونکولپاره ورته لازمې اسانتياوې برابرې شي ،دډاډ خبره ده چې يادارګانونه به وکولى شي دعدالت دتامين په برخه کې اغيزمن ګام اوچت کړي ،اوله دې امله ډيرې راپيداشوې ناخوالې به پاى ته ورسيږي.اودقانون واکمني به نوره هم ځواکمنه شي .شپږم اړخ امنيتي سکتوردى،چې پرې رڼا اچوو.
داچې اوس مهال په خوست کې دډاډمن امنيت فضاء منځته راغلې ،دامنيتي ارګانونوپه منځ کې همغږي او همکاري زياته شوي اوټول امنيتي ځواکونه په ډير لوړ مورال ،نظم او دېسپلين سره دخپلو ولسونه لپاره په مرکز او ولسواليو کې په خدمت باندې بوخت دي او ترډيره بريده يې دولسونو ملاتړ اوهمکاري راخپله کړې ده ،دا خپله يو قوي منطق لري هغه داچې په هره امنيتي غونډه چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړيږي ، دډاډمن امنيت لپاره لازم او غوره تدبيرونه نيول کيږي،دامنيتي ځواکونولپاره په تيرکم وخت کې ډير اغيزمن محاربوي ورکشاپونه جوړشوي دي ،همدا لامل دى ،چې نن ورځ په خوست ولايت کې دامنيتي ځواکونه لاسته راوړنې زياتې شوې ،دجرايمو ګراف ټيټ شوى ،دغلا ،قتل ،اختطاف او نورو ورته جرايمو مخه نيول شوې ،هېواد ،خاورې او سولې ددښمنانو دناوړه کړنو ،بريدونو ،شومو پلانونو ،ځانمرګو بريدو ،ماين اېښودونو او ورته نورو ډول ډول تروريستي فعاليتونو مخه نيول شوي اودټولو ولسونولخوا په ټينګه سره غندل شويدي اوپه ډيرو ځايونوکې ولسونو ددښمن په وړاندې عکس العمل ښوولى اودناوړه پېښو مخه يې نيولې ده، دملکي تلفاتو مخه هم نيول شوې ځکه چې دافغان اونړيوالو ځواکونو ترمنح دبارو اوښې همغږۍ فضاء رامنځته شوې ده،دزياتوهڅوپه پايله کې ٧١٦ميله لويه اوکوچنۍ وسله دډاياګ پروسې ته سپارل شوې ده .اوس مهال ددې لپاره هڅې روانې دي ترڅو په خوست کې امنيتي ارګانونو لپاره تشکيلات لوړ اونوي تاسيسات جوړ شي .اوټول امنيتي ځواکونه اکمال ،تجهيز او په ښه توګه سره وروزل .چې دلته بيا مسووليت مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې ته راجع کيږي ،له بدمرغه ځينې خلک چې مريضان دي اويادماغي اختلالات لري ،په ځينو ځايونوکې په خوست کې دډامن امنيت درامنځته کيدوپه تړاو ناوړه تبليغات ترسره کوي ،غواړي په دې کارسره دهغه کسانودخدمت مخه ونيسي چې دې ولس اوخاورې ته دخدمت رېښتنى تکل اوپلان لري .په اوم پړاوکې غواړوپه هغه موضوع باندې لوستونکوته معلومات وړاندې کړو،چې په وړاندې يې مبارزه ملي ملاتړ اوملي خوځښت ته اړتيا ليدل کيږي چې هغه ددولتي ځمکودغصب ژوره ننګونه ده .خوست يو له هغه سرحدي ولايتونوڅخه دى ،چې ډيرې دولتي ځمکې دغاصبو ښامارانو لخوا غصب شوې ، دي چې په لويه کچه په دغه ولايت کې دبنسټيزو پروژو دپلي کولو مخه يې نيولې ،ده .خوخوست والي دځمکودغصب په وړاندې داسې مبارزه پيل کړه ،چې په پايله کې يې په زرګونو جريبه ځمکه له غصب څخه راخلاصه کړه اودغه مبازره اوس هم په ډيره چټکۍ سره مخه ته روانه ده .
ديادونې وړه ده، چې په خوست کې دځمکو دمافيايي ډلو لخوا ٧٢٠٠٠دوه اويا زره جريبه ځمکه دخوست په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې وه .خودتيريونيم کال څخه راپدې خوا چې کومه مبارزه دولايت دمشرتابه په ځواکمن هوډ او ولس ته دخدمت په موخه پيل شوې ده ،په پايله کې دخوست ښاراړونده سيمه کې دازادۍ مينه ياد دولسوه فاميلو پروژه چې ١٢٩٧جريبه ځمکه وه دغاصبيوله منګولوڅخه خلاصه شوه دقانون په چوکاټ کې خپله مستحقينوته وسپارل شوه ،همدارنګه دښارپه داخل کې دوړکتون پنځه جريبه ځمکه چې غصب شوې وه او ودانۍ هم پرې جوړې شوې وې دغصب څخه را خلاصه اودولسي ګټې لپاره وړاندې شوه ،دبادام باغ ٦٧٣جريبه ځمکه چې دغاصبينو ترولکې لاندې وه .دولايتي ادارې په هلو ځلو سره له غصب څخه خلاصه شوه ،ددې ترڅنګ دمندوزيو او دتڼيو ولسواليو اړوند دسيګۍ او تورې وړۍ سيمه کې ٩٧١٢جريبه ځمکه غصب شوې وه چې اوس هم له غصب خلاصه او رسماً په دولتي املاکوپورې وتړل شوه ،له مزارشريف څخه خوست ولايت ته دملک خيال بدين نومي شخصي لخوا چې دځمکې دمافيا يو لوى ښامار ګڼل کيږي د٤٢٠جريبه ځمکې دتبادلې مخه ونيول شوه کوم چې دټولو قوانينو خلاف يې تبادلې ته ملاتړلې وه.دامبازره اوس هم په ډيره ګړندۍ توګه سره ترسره کيږي ،ځکه چې تراوسه پورې پاتې نوره غصب شوې په زرګونوجريبه ځمکه دغاصبو ښامارانوترولکې لاندې ده ،چې په وړاندې يې مبارزه په ډير ځواکمن هوډسره ترسره کيږي .ترڅو ټوله ځمکه له غصب څخه خلاصه شي .ددې يادونه هم بايد وکړو چې په دې وروستيو کې دولايت دمشرتابه په هڅو سره دخوست دهندوانو غصب شوى هندوسوزان هم راخلاص شو او بيرته هندوانوته وسپارل شو.چې دپاتې نورې ځمکې دخلاصون لپاره اوس مهال يوباصلاحيته کميسيون ته دنده سپارل شوې ترڅو هغه کسان چې دهندوانو ځمکې يې غصب معلوم کړي ،ترڅودمجازاتو لپاره دقانون منګلوته وسپارل شي .چې دغه کړنې په دغه ولايت کې دټولنيزعدالت دتامين اودبشري حقوقودملاتړاوپالنې لپاره زمينه مساعده کړې ده .دغصب په وړاندې مبارزه کومه اسانه خبره نده ،ځکه دغاصبو ښامارانو مافيايي کړۍ دومره ځواکمنه ده ،چې دننه په نظام کې يې ژورې رېښې کړې ،اوډيروخت په ولايتي اداره باندې فشار راوړي ترڅو له دغه مبارزې څخه يې واړوي ،ددې لپاره دغصب په وړاندې مبارزه نوره هم چټکه اوملي شي .نوملي ملاتړ اوميکانيزم ته اړتيا لري ،ترڅو په دې خاوره کې ميشت مظلوم ولسونه نور له بدمرغيو اوستونزو څخه خلاصون ومومي ،نومرکزي حکومت بايدد غاصبوښامارانوپه وړاندې خپله مبارزي جدي اوحتمي کړي .که نه دغه غاصبين چې ددې مظلوم ولس په منځ کې يې دنګې اولوړې ماڼۍ جوړې کړې ،غواړي په خپلو ناروا کړنوسره نظام کمزورى اوبدنامه کړي .په اتم برخه کې اړتياده چې په دغه ولايت کې دعوايدو لوړوالى دپرتلې له مخې لوستونکوته وړاندې کړو ،ځکه چې عوايد زمونږ دهېواد دملي اقتصاددپياوړتيايوه لويه سرچينه ده .
دوه کاله وړاندې ،په دغه ولايت کې دعوايدو کچه ډيره ټيټه وه ،چې په هيڅ ډول له اوسنۍ کچې سره دپرتلې وړنده ،اوس مهال دغوره حکومتوالۍ په پايله کې عوايد دخوست په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره دومره لوړشوي چې دخلکو،مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې توجه يې راجلب کړې ،ځکه چې دمګړۍ ټولې ادارې په ډير مسووليت ،شفافيت سره خپلې ورسپارل شوې دنده سرته رسوي ،غواړو دلته ديوې بېلګې يادونه وکړه ،تيرکال په خوست ولايت کې دغبرګولي په مياشت کې دګمرک عوايد ٣٥ميليونه افغانۍ وو،چې دغه کچه په دې روان کال کې ١١٦افغانيوته لوړشوې ده ،چې له تيرکال سره هيڅ دپرتلې وړ نده .دعوايدو کچه په تيرو شپږو مياشتو کې په ټولټال ډول (اوه سوه ،شپږ اتيا،ميليونه ،سپږ سوه نوي زره نه سوه ،څلويښت )د(٧٨٦٦٩٠٩٤٠) افغانۍ عوايد راټول شوي ،چې دالومړۍ ځل دى چې په دغه سرحدي ولايت کې په دومره لوړه کچه عوايد راټول شوي دي .په دې وروسيتوکې دهغه اقتصادي ګزارش پربنسټ داقتصادرياست لخوا خپرشو،په ډاګه شوه ،چې دلومړي ځل لپاره ،غوره حکومتوالۍ،ډاډمن امنيت ،همغږۍ اوقومي مديريت په پايله کې په اقتصادي اوسوداګريز ډګرکې داسې مثبت پرمختګ شوى ،چې دټول خوست په تاريخ دحيرانتيا وړدى .
لنډه داچې په نوموړي ولايت کې په هره برخه کې دپام وړمثبت بدلونونه اوپرمختګونه رامنځته شوي دي ،که لوستونکي پورتني معلومات په دقت او پراخه حوصلې سره ولولي ،په دغه سرحدي ولايت کې دډاډمن امنيت اوپرمختګ راز موندلى شي ،چې اوس مهال غوره مديريت ،اغيزمن مشرتوب ،سالمه اداره ،سپېڅلي اوځواکمن هوډ دى ،چې دپرمختګ اوډاډمن امنيت فضاء رامنځته کړې ده .داچې په دغه سرحدي ولايت کې اوس دپرمختګ ،ترقۍ ،سوکالۍ ،امن ،ثبات اوسولې دټينګښت لپاره لاره هواره شوې نودخوست ولايت فرد ،فرد بلکي ټول ولسونه له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه دبنسټيزو پروژو غوښتنه کوي ،ترڅودسيمه ييزې حکومتوالۍ په پياوړتياسره ملي واکمني اوحاکميت لاهم غښتلى شي .