کور / راپور / دکابينې غړو ته د کندهار غوښتني او وړانديزونه وسپارل سول

دکابينې غړو ته د کندهار غوښتني او وړانديزونه وسپارل سول

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابينې د ټولګټو، پوهني، کرهڼي، کليو پراختيا او بيارغوني، د نشه يي توکو پر وړاندي دمبازرې وزرات وزيرانو او د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري معين پرون کندهار ته سفر وکړ او دلته يې له کندهار والي، ولايتي شورا، ولسوالانو، سکتوري رئيسانو او لسګونه قومي مشرانو سره وکتل.


له وزير صاحبانو سره په دې سفر کي د ولسي جرګې لومړي منشي او په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازو هم برخه لرل او دلته يې له خپلو خلکو او مؤکلينو سره ليده کاته وکړه.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په خپله پرانستونکې وينا کي تر ښه راغلاست ويلو وروسته پر وزير صاحبانو ږغ وکړ چي په کندهار کي پر اساسي او کليدي کارونو تمرکز زيات کړ ي څو په ترڅ کي يې سيمه وال د اوږدمهال لپاره مستفيد سي.


هغه زياته کړه په تيرو څو کلونو کي لکه چي توقع يې کېدل وزارتونو په کندهار کي خپلو مربوطه ادارو ته توجه نه ده کړې او نه يې هم يوه افغانۍ پرمختيايي بودجه ورته لېږلې ده.


د نوموړي په خبره چي د لووړ زدکړو وزرات ته په ځلونو د بهرنيو هيوادونو تحصيلي بورسونه ورکول سوي چي له بده مرغه په دې بورسونو کي کندهار ته کافي ونډه نه ده ورکول سوې او حتى هغه بورسونه چي رسماً  کندهار ته ورکول سوي هم د لوړو زدکړو وزارت لخوا په يوه او بله بهانه له دې ولايته اخستل سوي او ياخو يې شمېر کم سوى دى.


کندهار والي د خپلو خبرو په دوام کي له وزارتونو وغوښتل چي په کندهار کي د پلي کېدونکو پروژو قراردادونه دي همدلته په کندهار کي لاسليک سي، ځکه دده په خبره هغه قراردادونه چي د کندهار لپاره کابل کي امضاء سوي دي د کار کيفيت يې ډېر ټيټ وي.


هغه د کرهڼي، کليو پراختيا او ټولګټو له وزارتونو هم غوښتنه وکړه چي کندهار يو پراخ کرهڼيز  ولايت دى او اړوند وزارتونه دي په دې برخو کي خپله توجه نوره هم زياته کړي. کندهار والي د اوبو او برېښنا له وزارته وغوښتل چي د کندهار دهلې او د هلمند کجکي د اوبو بندونو په برخه کي دي نور کا هم وکړي څو په نتيجه کي يې د کندهار ولايت د برېښنا او اوبو ستونزه په اساسي توګه حل سي.


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهني وزارت وزير ډاکټر فاروق وردګ وويل چي پوره درې کاله يې په کندهار کي د ناامنۍ او بندو مکتبونو له خاطره ددې ولايت حق نورو ولايتونو ته ورکړى خو په وينا يې چي اوس چمتو دى څو ددې ولايت تېر او اوسني حقونه ټول دې ولايت ته ورکړي ځکه په خبره يې چي دلته اوس ښوونځي خلاص سوي او امنيت په کافي ډول سم دى.


نوموړي د کندهار ولايتي شورا د غوښتني پر اساس په کندهار کي د ليري پرتو سيمو او ولسواليو د هغو زدکوونکو لپاره چي د بيلا بيلو لاملونو له خاطره غواړي په کندهار ښار کي زدکړي وکړي د يوې جامع ليليه ښوونځي د جوړېدني منظوري ورکړه او ژمنه يې وکړه چي د کندهار لپاره هيڅ ډول محدوديت نلري.


همداراز د افغانستان د ټولګټو وزرات محترم وزير ښاغلي حميدي وويل چي پلان لري څو له کندهار ښاره ولسواليو ته غځېدلي لاري ورغوي او همداراز په ليري پرتو سيمو کي د ولسواليو ترمنځ غځېدلي لاري په جغلين ډول جوړي کړي.


هغه زياته کړه چي د سروې ټيمونه به يې له سبا څخه لاس په کار سي څو په کندهار کي د پېشنهاد سوو لارو او سړکونو په رغونه کي عاجل کارونه وکړي.


د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت وزير جار الله منصوري کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي وويل پلان لري چي د کندهار په ليري پرتو ولسواليو کي هم د کليوالي شوراګانو له لاري يو شمېر اړيني پروژې پلي کړي چي پکښي به ټول د سيمي خلک کارکوي او قراردادنه به يې هم په سيمه ييزه کچه لاسليک کيږي.


د کرهني او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي په خپلو خبرو کي وويل چي کندهار د افغانستان په کچه د لويو کرهڼيزو ولايتونو له ډلي دى او دى پلان لري چي په نژدې راتلونکي کي دلته يو پراخ او په ښو وسايطو سنبال لابراتوار او د کرهڼي ښوونځى جوړ کړي.