کور / تازه خبرونه / امريکا پر سعودي عربستان جنګي الوتکي پلوري

امريکا پر سعودي عربستان جنګي الوتکي پلوري

د سپیني ماڼۍ د ویاند په وینا د امريکا متحده ایالات پر سعودي عربستان په شاوخوا۲۳ میلیارډه يورو ۸۴ جنګي الوتکي او یو شمېر نوري فوځي هلیکوپتري پلوري . دغه راز سعودي عربستان په پلان کي لري چي خپلي موجودي ۷۰  الوتکي عصري کړي .
 
ذکر سوي نوي الوتکي (F15) به د لسو څخه تر ۱۵ کالو په منځ کښي سعودي عربستان ته ورکړل سي .

امريکایان په دې عقيده دي چي د سعودي عربستان د هوايي ځواک په عصري کولو سره به د منځني ختيځ امنیت لا خوندي کړل سي. دا هڅه د اېران د اتومي وسلو په مقابل کي ترسره کیږي .