کور / علمي / له ځان سره د مرستی کولو له لارې په ټولنه کې اقتصادي او ټولنیز خوځښت

له ځان سره د مرستی کولو له لارې په ټولنه کې اقتصادي او ټولنیز خوځښت

جوړونه او سمون: پوهیالی نجیب الله حسن زوی د کرنیز اقتصاد او پراختیا د څانګې استاد



پیلیزه


پوهیږو چې د نړۍ له نیمایی څخه زیات وګړی په کلیوالی سیمو کې ژوند کوي. نوموړي له یوشمیر زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. بیوزلی، ناروغی او بیسوادي په لوړه کچه د دوی په منځ کې لیدل کیږی او نوموړی له ډیرو نړیوالو ستندردونو څخه ښکته ژوند کوي. نوځکه اړینه ده چې د دوی د ژوندانه د ښه کولو لپاره هڅی وشي. دا به د نړیوالی ټولنی او حکومتونو دنده وي ترڅو پدې لاره کې د پام وړ ګامونه واخلی.


د دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته د نړۍ د بیوزلو د ژوندانه د ښه کولو لپاره په پراخه پیمانه هڅې پیل شویدي. ددې هڅو په لړ کې یو هم له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو جوړول دي، چې په ډیرو هیوادونو کې یی ښی پایلی او اغیزی لرلی دي. له ځان سره د مرستی کولو غورځنګ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۵م کال کې د امریکې په متحده ایالاتو کې د الکهولیک انونیمس (Alcoholics Anonymous) په بنسټ ایښودلو سره پیل شویدئ، چې د الکهولو د معتادینو په رغولو کې یی اغیزمن رول ولوباوه. سره لدې چې ددې غورځنګ پایلی هڅونکې وي، خو بیاهم د دوهمي نړیوالی جګړی ترپاي پوری یی زیات پرمختګ نه درلود. دا غورځنګ یوازی د امریکې په متحده ایالاتو پوری محدود پاتې نشو، بلکه په عین وخت کې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو شمیر په لویدیځه اروپا او جاپان کې مخ په پراخیدو وؤ. دا ډول ټولګی د بیوزلو کلیوالو کوچینی ډلی دي، چې د خپل ژوندانه د اقتصادی او ټولنیز حالت د ښه کولو په موخه په خپله خوښه په ټاکلو ټولګیو کې راټولیږي(۹، www.answers.com/topic/self-help-movement).


مونږ له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی په اړه ډیرځله لوستلی او اوریدلی دي. د ټولنی ډیر بیوزلی خلک دا ډول ټولګي جوړه وي. دوي په لږ کچه پیسی بسپنه کوي او یوه ګډه پانګه جوړوي. همدارنګه دوي د ټولګی په دننه کې غړو ته پورونه ورکوي او هڅه کوي ترڅو خپلی ستونزی په ګډه سره حل کړي. ددې په هیله چې زمونږ د هیواد د بیوزلو خلکو ژوند ښه او له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو په جوړولو سره ځانونه د بډایو له ښکیلاک او استثمار څخه وژغوري، دې لیکنې ته سمون ورکړل شویدئ(۵). د یادولو وړ ده چې ددې لیکنی په بشپړولو کې زما لارښود ښاغلې پوهنوال ډاکتر غلام محمد بهرام د پام وړ مرسته کړیده او دا لیکنه یی په خپلو ارزښتناکو او عالمانه لارښونو سره لا ارزښمنده کړیده. زه ترینه د زړه له کومی مننه کوم.


د لیکنی مؤخي



  1. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی له بنسټیزو مفاهیمو سره د لوستونکو آشنا کول؛
  2. په افغانې ټولنه کې د دا ډول ټولګیو جوړولو او عامولو ته لاره هوارول؛ او
  3. په ټولنه کې اقتصادي او ټولنیز خوځښت، پراختیا، بسیاینی او ملی پیوستون ته د خلکو هڅول.


دلیکنی کړنلار


دا یوه تشریحی لیکنه ده. د تشریحی لیکنی پربنسټ له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې اړین مفاهیم په ساده او پوهیدونکو ټکو کې سره را ټول او سمون ورکړل شویدي. معلومات له غوره کتابونو، ژورنالونو او انترنتی سرچینو څخه را ټولو شویدي او د کتابتوني څیړنې له میتود څخه پکې کار اخستل شویدی.


له ځان سره د مرستی کولو مفهوم


د اسلام مبارک دین تل په یوالی او له یوبل سره په مرستی کولو ټینګار کوي. همدارنګه مونږ له کوچینوالی څخه دا اوریدلی چې له ځان سره مرسته ډیره غوره مرسته ده، یوالی قوت دي، که یو وؤ پرپښو دریږو او که بیل بیل وؤ غورځیږو، یوه لښته په آسانۍ سره ماتیږي او که لښتې سره یوځای شي ماتول یی ګران کار دي. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د یوالی دا قوت په ډاګه کوي. بیوزلی خلک د دا ډول ټولګیو په جوړولو سره پیاوړی کیږي او پدې توانیږی چې ځانونه د فیوډالانو او پانګوالو له ښکیلاک او استثمار څخه وژغوری، او خپل ځانونه په ټولنه کې را څرګند کړي. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو د فعالیت ساحه ډیره پراخه ده او په نړۍ کې له ځان سره د مرستی کولو بیلابیل ټولګی شته چې د یو شمیر ځانګړو موخو او ستونزو د حل کولو په موخه جوړ شویدي. باید وویل شي چې جرګې او مرکې زمونږ د هیوادوالو پخونۍ دُود او دستور دی؛ او د یو زیات شمیر ستونزو په حل کې ترنن ورځی پوری کارول کیږي. دي ته په پام سره په پوره ډاډ سره ویلی شو چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګي به زمونږ د هیوادوالو لخوا نه یواځی زر او آسانه ومنل شي بلکه د هغی په پراختیا او رواجولو کې به ستری مرستی وکړي(۵).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی تعریف


سره لدې چې ډیری ټولنیزی ښکارندې (پدیدی) ټاکلی تعریف نلری او پوهان له هغوی څخه بیلابیل تعریفونه لری. په هرحال ددې لپاره چې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی مفهوم ښه روښانه شي په لومړی سر کې هغه په لاندې توګه تعریفیږی:


له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د خلکو په خپله خوښه اتحادیه ده، چې په هغه کې غړی د خپلو ټولنیزو او اقتصادي مؤخو د لاس ته را وړلو لپاره په دیموکراتیکه او مسؤلیت قبلونکی توګه دندي تر سره کوي(۷).


له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د بیوزلو کلیوالو کوچینی ټولګی دی، چې د خپلو غړو د ټولنیز او اقتصادي حالت د پراختیا لپاره په خپله خوښه سره راټولیږي. باید وویل شي چې دا ګروپونه کیدای شي رسمی او یا غیررسمی بڼه ولری او غړی یی د اقتصادي او ټولنیز پلوه د پام وړ توپیر نلري(www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی جوړولو ته اړتیا


کلیوال بیوزلی د یو شمیر زیاتو دلایلو له امله ناتوان دي. د بیلګی په توګه دوی له ټولنیز پلوه وروسته پاتی، بیسواده، لږخوځښته، او د کمزوری اقتصادی بنیی لرونکی دي. په حقیقت کې بیوزلی خلک یوازی له اقتصادي او ټولنیز پلوه ناتوان او بیوزلی ندي، بلکه دوی د پوهی او معلوماتو سرچینو ته لاس رسی نلری، چې د ننی پرمختګ د لړۍ لپاره ډیر اړین بریښی. خو له ځان سره د مرستی کولو په ټولګی کې په یوځای کیدو سره کلیوال بیوزلي کولای شي په یوشمیر زیاتو یادشویو ستونزو باندې برلاسي او بریالي شي. نوځکه د دارنګه ټولګیو جوړولو ته ستره اړتیا ده او دا اړتیا په لاندې کرښو کې لا څرګندیږي:



  1. ترڅو انفرادی پانګې د ټولګی د غړیو د اقتصادی پراختیا لپاره په کار و لویږي؛
  2. ترڅو په ټولنه کې د سپما دود عام، او له محلی زیرمو څخه ښه ګټه پورته شي؛
  3. ترڅو فردی مهارتونه د ټولګیو په ګټه په کارولویږي، او خلک په خپلو حقوقو باندې پوه شي؛
  4. ترڅو په ګروپی توګه ستونزی پیدا، تحلیل او تجزیه، او د حل لاری یی ولټول شي؛
  5. ترڅو دا ټولګی د کلیو د اقتصادي او ټولنیزی پراختیا د وسلی په توګه کار وکړی؛
  6. ترڅو تشبث (ځانه ګومارنی) ته پراختیا ورکړل شي؛
  7. ترڅو ګډیز کار ته زمینه برابره، او په خلکو کې د مشرتوب ځانګړتیاوي را پیدا شي؛
  8. ترڅو دا ټولګی کلیوالی خلکو ته د پورونو د ورکولو ښی لاري وګرځی او لدې لارې د ټولګیو له غړیو سره د اړتیا په صورت کې مالی مرستی وشي( megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm
  9. ترڅو کلیوالی ټولنی ته د نویو کرنیزو او غیرکرنیزی تکنالوژیو د لیږدولو د یو ښه کانال په توګه کار وکړی(۱،۲).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګي ټولیزی موخی



  1. ترڅو خلک په ګروپونو کې تنظیم او ټولنیز پراختیایی خوځښت رامنځ ته شي؛
  2. ترڅو خلک د خپل ګډیز عمل له لارې ځانونه پیاوړی او قدرتمند کړي؛
  3. ترڅو خلک د خپلی پراختیا مسؤلیتونه په خپل لاس کې واخلی او ځانونه مسؤل وګڼی؛
  4. ترڅو د خلکو ژوند د شخصی، اقتصادي، ټولنیز او سیاسی اړخونه له پلوه ښه شي؛
  5. ترڅو په خلکو کې بسیاینه (په خاصه توګه مالی بسیاینه) را پیدا او پیاوړی شي؛
  6. ترڅو په خلکو کي همبستګې او یوالی پیدا شي؛ او
  7. ترڅو د خلکو لاس رسۍ روغتیایی، ښونیزو، معیشتی خدمتونو او فرصتونه ته تقویه شي(۷).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو ګډی ځانګړتیاوي



  1. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی عمدتاْ یوشان (متجانسه) بڼه لری؛
  2. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د ګډو ګټو پر بنسټ بناء وی؛
  3. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی خپلو غړو ته اقتصادي او ټولنیز خدمتونه وړاندې کوی؛
  4. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی خپل ډیر پام د بیوزلی په له منځه وړلو باندې را غونډه وي؛
  5. له ځان سره د مرستی کولو په ټولګی کې غړیتوب د قانون پر بنسټ صورت نیسي؛
  6. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی یو شمیر ځانګړی حسابی دفترونه جوړه وي؛
  7. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د مخامخ مرستی پربنسټ جوړیږي؛
  8. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی یوه ګډ پانګه منځ ته راوړي؛
  9. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی مشرتوب دورانی وي؛
  10. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی د خپلی اقتصادي او ټولنیزی پراختیا لپاره له څو اړخیزی تګلارې څخه کار اخلی(۲).



له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی د جوړولو مرحلی


ددې لپاره چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګی جوړ کړو، اړینه ده چې لاندې مرحلې په پوره غور سره یو پربل پسی تعقیب شي:



  1. لومړنۍ سروي

مخکې لدې چې په یوه سیمه کې له ځان سره د مرستی کولو ټولګی جوړ شي، باید د همغه سیمي له بیوزلو کلیوالی کورنیو سره وکتل شي او د دوي د ستونزو او غوښتنو په اړه پوره پوهه ترلاسه شي. د یادولو وړده چې د دوې ستونزی او غوښتنی باید په یوه ځانګړی یاداشت کتابچه کې ولیکل شي. که چیری کلیوال له سروي کونکي سره آشنا نه وي نو لومړۍ باید دویته خپل ځان ور وپیژنی، ترڅو ددوي باور په لاس راوړی. همدارنګه اړینه ده چې د کلی له مشرانو سره وکتل شي او د ټولګې د جوړولو د پلان په اړه له دوي سره مشوره وشي. لومړنۍ سروي به د کورنیو د ستونزو او غوښتنو په پوهیدو کې ستره مرسته وکړی. پدې توګه به دا څرګنده شي چې کومی کورنې په یوه ټولګی کې سره را ټولیدای شي. پدې معنا هغه کورنۍ چې ګډی ستونزی لری او په یوه ټولګی کې سره را ټولیدای شي پیژندل کیږي. د لومړنۍ سروي په لړ کې به دا ښه روښانه شي چې ددې کورنیو ترمنځ یو شمیر فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزی اړیکی دمخه شتون لری. پدې توګه هغه کورنۍ چې په یوه ټولګې کې سره راټولیدای شي په ښه توګه په ګوته کیدای شي. باید وویل شي چې د لومړنۍ سروي په لړ کې باید له خلکو سره د مالی او یا نورو مرستو له هوډ څخه ډه ډه وشي، تر څو په خلکو کې د مرستو هیله مندي پیدا نشي(۵).



  1. د ټولګی له بنسټ ایښودلو څخه مخکی د کلی له لویانو سره لیده کاته

مخکې لدې چې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې بنسټ کیښودل شي، باید د کلی له لویانو او مشرانو سره یوه ګډه لیدنه جوړه شي، او دوي ته د ټولګی د جوړولو د پلان په اړه وویل شي. پدې توګه به ددوې ملاتړ چې ډیر اړین دي، لاس ته را شي. دا عمل د ټولنې د ګډون په نوم یادیږي. ددې لیدنې په لړ کې باید دا روښانه شي چې بیوزلو ته به څه شي ورنکړل شي، یوازی به له دوي سره مرسته کیږی ترڅو یوبل ته لاس ورکړی او پر خپلو پښو ودریږي. همدارنګه ددې لیدنې په لړ کې به ښه وي چې له ځان سره د مرستې کولو د ټولګی په اړه یو لړ معلومات دوی ته وړاندې شي(۵).



  1. د ټولګې پرانستونکې غونډه

د ټولنی له لویانو او مشرانو سره ترلیدنې وروسته باید له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې غړي د یوي پرانستونکې لیدنې لپاره را وغوښتل شي. له هری کورنۍ څخه چې د لومړنۍ سروي په ترڅ کې په نښه شویدي، اړینه ده چې یو تن په یوه ټاکلی ورځ را وبلل شي. ددې لیدنې په ترڅ کې به د موضوع په اړه له ټولنیزو کارکونکو څخه ډیرې پوښتنی وشي. د پوښتنو ځوابونه به د ټولګې له غړو سره مرسته وکړي ترڅو له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې په اړه پوه شي. د ټولګې غړو ته باید بسنده وخت ورکړل شي، ترڅو وکولای شي له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې د بیلابیلو اړخونه په اړه پوهه تر لاسه کړي. د ټولګې د پرانستونکې لیدنې په لړ کې شاید یو شمیر غړی د ټولګی غړیتوب و نه منی، او یوشمیر نور کسان به د ټولګی غړیتوب ترلاسه کړي. د ټولګې پرانستونکې غونډه غړیو ته دا موقع ورکوي تر څو خپلې ستونزی له یوبل سره شریکې کړی او د یوبل په ستونزو پوه شي. دا به د ټولګې په غړو کې ددې باور را پیدا کړی، چې دوی یو شان ستونزی لری او مؤخو ته د رسیدلو لپاره یوازی ندې. همدارنګه دوي به پدې پوه شي چې له ټولګی څخه څه غوښتنی لری. په نورو لیدنو کې باید د ټولګې نوم، فعالیتونه او موخي وټاکل شي ترڅو د ټولګې د حرکت لوری څرګند شي. د یادولو وړ ده چې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی جوړول میاشتی نیسي(۵، ۴).



  1. د ټولګې د مشر ټاکل

د ټولګې د کړنو د ښه سمون لپاره باید د ټولګی له غړیو څخه یو تن د ټولګی د مشر په توګه وټاکل شي. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی مشرتابه دورانې بڼه لری. د ټاکلو حسابونو ساتل او د لیدنو تنظیمول او سمون د ټولګې د مشرتابه له غوره دندو څخه شمیرل کیږي. دا موضوع به لاندې ښه روښانه شي(۵).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی مشران او د دوی دندې او مسؤلیتونه


د ټولګی ریس/مشر: د ټولګی د مشر دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:


دندې: د کړنو تنظیمول او سمول، پلان جوړول، د کړنو آسانول، لارښونه کول، د کړنو څارل، او ارزول.


مسؤلیتونه: د غونډو د بحث وړ مواد جوړول، په پریکړو کې د ټولو غړو برخه اخیستنی ته لاره هواره ول، د پریکړو نیول او پلی کول، په ټولګی کې د کشمکشونو حلول، د نورو فرعی ګروپونو د جوړولو لپاره لاره هواره ول او د دوهمی درجی مشرتابه رامنځ ته کول(۷).


د ټولګی سکرتر: د ټولګي د سکرتر دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:


دندې: پلان جوړول، د فعالیتونو سرته رسول او د یادښتونو ساتل.


مسؤلیتونه: د یادښتونو نوی ساتل، د اړینو کتابونو ساتل، د معاملاتو د روڼتیا زیاتول، د لیدنو کتنو د اجندا په برابرولو کې مرسته کول، د ریس په نشتوالی کې د غونډو په لاره اچول، او د بانکونو او نورو دولتی مقاماتو سره اړیکې جوړول(۷).


د ټولګی خزاندار: د ټولګي د خزاندار دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:


دندې: پلان جوړول او د حسابونو ساتل او څارل.


مسؤلیتونه: د ګروپ پیسی په ښه توګه په کار اچول، د ګروپ بودیجه جوړول، په مالی معاملاتو کې روڼتیا رامنځ ته کول، له نورو مالی مؤسسو سره اړیکی ټینګول، او د حسابونو ساتل په هغه صورت کې چې سکرتر ناسوب وي(۷).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی جوړښت


په ټولیزه توګه له ځان سره د مرستې کولو څو ټولګې سره یو ځای کیږي او یو کلستر یا د کلیو اتحادیه رامنځ ته کوي، چې په هغه کې له هر ټولګې څخه یو یا دوه استازي غړیتوب لري. همدارنګه څو کلسترونه یو ځای کیږی او د ولایت په کچه فدراسیون جوړوي. چې کلستر غیر رسمی او فدراسیون رسمی بڼه لري(۶).


د ټولګی د غړو شمیر


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی د غړو په زړه پوری شمیر له ۱۰ څخه تر ۲۰ تنو پوری دی. د کوچینیو ټولګیو ګټه داده چې په لویو ګروپونو کې ټول غړی نشی کولای په ټولګی کې فعالانه ګډون وکړی او خپل نظر څرګند کړي. همدارنګه له قانونی پلوه اړینه بریښی چې د غیررسمی ګروپونو د غړو شمیر له ۲۰ تنو څخه اوچت نشي. که چیر د ټولګې د غړو شمیر ډیر کم وي (۳ کسه یا کم) نو غړی کولای شي د نورو غړو د منلو لپاره خبرتیا خپره کړي او که د ټولګی د غړو شمیر ډیر زیات شي (۲۰ کسه یا زیات) نو کیدای شي ټولګی وویشل شي او مشابه بل ټولګی رامنځ ته کړی. داچې کوم کسان د ټولګې غړیتوب تر لاسه کولای شي باید د ټولګې د غړو لخوا وټاکل شي. له دولت سره د دا ډول ګروپونو ثبتول اړین نه ګڼل کیږي(۴، www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm).


په ټولګی کې غړیتوب


پدې ډول ټولګیو کې له هری کورنۍ څخه یوازی یو تن کولای شي په عین وخت کې د یوه ټولګی غړیتوب لاس ته را وړي. پدې توګه په یوه ګروپ کې یو زیات شمیر کورنۍ غړی لرلی شی. همدارنګه هره کورنی کولای شي په بیلابیلو ټولګیو کې غړی ولری او خپلی ستونزی حل کړی. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی غړی کیدای شي یوازی نارینه او یا ښځینه وي. مختلط ټولګی غوره نه ګڼل کیږي. دا ځکه چې دا ډول ټولګي د ښکاره او آزادې مباحثی د لاری خنډ ګرځی، او یوشمیر نوری جنسیتی ستونزی هم را ولاړولی شي. ښځینه ټولګی د ښو کړنو په مؤخه جوړیږي. د څیړنو پایلو روښانه کړیده چې ښځینه د نارینه وؤ په پرتله په سپما او د قرضو په کارونه کې غوره والی لري.


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی غړی باید یوشان (متجانس) وي. پدې معنا چې غړی باید یوشان ټولنیزه او اقتصادي حالت او شالید (سابقه) ولري. ددې ګټه داده چې پداسې ټولګیو کې غړی په آزاده توګه له یوبل سره برخورد وکولای شي. که چیری په یوه ګروپ کې شتمن او بیوزلی دواړه غړیتوب ولری، نو پداسې یوه ګروپ کې به بیوزلی غړی په ډیرې سختی سره وکولای شي ځان په ګروپ کې مخکښ کړي او د مشرتوب پوړی ته یی ورسوي. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی د غړو عمر باید د ۲۱ او ۶۰ کلونو په منځ کې وي. ټول کلیوال که د بیوزلی له کرښی ښکته او یا هم پورته ژوند کوي، کولای شي د ټولګی غړیتوب لاس ته راوړي او د خپل ژوندانه د ښه کولو او پراختیا مسؤلیت په خپل لاس کې واخليwww.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm) ).


له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی دندې


وروسته لدې چې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې بنسټ کیښودل شو، ټولګی باید یو شمیر پلانیزه کړنې ترلاس لاندې ونیسی ترڅو خپل ځان خوځنده، مؤلد او ژوندی وساتي. دا باید روښانه وي چې کومی دندې په انفرادي او کومی دندې په ټولګیزه توګه ترسره شي او هغه کسان چې باید دا دندې ترسره کړی، اړینه ده چې په پوره شوق او مینه یی سرته ورسوي(۸). له ځان سره د مرستی کولو ټولګی په نړۍ که تر بیلابیلا نومونو لاندې فعالیت لری. دا ټولګې خپله د غړیو لخوا اداره کیږي او د اړتیا په وخت کې له پوهانو څخه مرستی غوښتلی شي. له ځان سره د مرستی کولو هر ټولګی د کړنو جلا میکانیزم لری چې باید د هر ټولګی لخوا جوړ شي. ددې لپاره چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګی په یوه ښه مدیریت لرونکې ټولګی بدل شي، اړینه ده چې د ټولګی غړی یو لړ قوانین او مقررات جوړ کړی. اړینه ده چې د ګروپ اړوند قوانین او مقررات د ګروپی خبرواترو په ترڅ کې د ټولو غړو په ګډون جوړ او قبول شي(www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm, www.selfhelp.on.ca/pros.html). ددې قوانینو او مقرراتو د جوړولو لپاره ځینی تشریحی لارښونی په لاندې ډول دي:


۱) ټولګیزی غونډي


د ټولګی غړی باید تل په خپل منځ کې غونډې او لیدنی ولري. ویل کیږي چې دا غونډي باید په اونیزه یا میاشتینی توګه ترسره شي. پدې معنا چې د ګروپ غړی باید په اونۍ یا میاشت کې یوځل وګوری او په شته ستونزو او لاسته راوړنو خبری اتری وکړی. ددې ګټه داده چې د ټولګی د غړو ترمنځ اړیکی ټینګیږی او د یوبل په ستونزو خبریږي. ټولګیزي غونډې په غړو کې دا باور را پیدا کوي چې دوی یوازی ندې بلکه د دوی په شان نور خلک هم داشان ستونزی لری او له دوی سره ملګری دي. همدارنګه دوی دا زده کوي چې څرنګه ستونزی پیدا او په کوم میکانیزم یی حل کړي. غړی خپل معلومات او تجربی له یوبل سره شریکوی. په لیدنو کتنو کې باید لاندې ټکی په پام کې ونیول شي(۴، www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm):



۲) پس انداز/ سپما


سپما باید تل د ټولګیزی غونډې په لړ کې د ټولو غړو لخوا وسپارل شي. ددې ګټه داده چې د ټولګی غړی په همیشنی توګه د سپما کولو سره عاددت وکړي. د ټولګیزی لیدنې په لړ کې د ټولو غړو په مخکی د سپما سپارل، د غړو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کوي او بی باوری ته په ټولګی کې ځای نه ورکوي. دا باید وویل شي چې هیڅ ګټه به د غړو د سپما شویو پیسو په بدل کې ورنکړل شي، مګر په ځینو ځانګړو حالاتو کې کیدای شي چې ټولګی له هغه غړو څخه چې پور اخلي د یوی ټاکلی اندازی ګټې غوښتنه وکړي. همدارنګه غړی باید دې ته و نه هڅول شي چې له ګروپ څخه د قرضی د اخستلو اندازه ددوی د سپما شویو پیسو اندازې ته په پام سره ټاکل کیږي. یوازی په ځینو سختو او بحرانی حالتونو کې ټولګی اړ دی چې د قرضی اندازه د سپما اندازی ته په پام سره و ټاکي(/www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm).


۳) د حسابونو ساتل


د ټولګی د ټولو معاملو یا راکړو ورکړو لپاره باید د یاداشت روښانه کتابونه بیل او وساتل شی. که چیری د ټولګی یو غړی هم ونشی کولای چې دا ډول کتابونه جوړ او وساتی، ټولګی کولای شی چې له باندې څخه مرسته و غواړي. دا باید وویل شي چې ټول یادښتونه باید د ټولګیزی لیدنې په لړ کې ولیکل شي. دا به د ټولګی په هغه غړو کې چې په لیک او لوست نه پوهیږي، باور رامنځ ته کړي. له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی ټول غړي په همیشنۍ توګه یوه کمه اندازه پیسی د ګروپ په سپما حساب کې اچوي. شاید د غړو د سپما شویو پیسو اندازه کمه وی. خو هغه څه چې ارزښت لری دادې چې سپما کول باید د ټولګی د غړو همیشنۍ عادت وګرځی. لومړی سپما کول او وروسته پور اخستلباید د ټولګی د ټولو غړو شعار وي. په حقیقت کې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی غړي په کوچینی کچه د سپما په پیل کولو سره په ځان د بسیاکیدو لور ته یو ګام وړاندې اخلی. همدارنګه دوي مالی سیستم د سپما کولو او د ټولګی دننه د پور ورکولو له لاری زده کوي. په ځانګړی توګه په ټولګی کې سپما کول هغه وخت ډیر ارزښت لری چې غړیو له بانک څخه پور اخستی وي. پدې معنا چې سپما کول د بانکونو د پورونو په بیرته ورکولو کې له دوی سره مرسته کوي(/www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm).



هغه کتابونه چې باید له ځان سره د مرستی کولو د ټولګی پواسطه جوړ او وساتل شی


د غونډو د یاداشت کتاب: پدې کتاب کې د غونډو لړۍ (پریکړی)، د ګروپ اړوند مقررات او طرزالعملونه، د ټولګی د غړو نومونه او داسې نور په لیکلی بڼه ساتل کیږي.


د سپما او قرضی د سبتولو کتاب: پدې کتاب کې په جلاجلا توګه د هر غړی د سپما او پور اندازه، د پور بیرته سپارل، راټولی شوی ګټی، د سپما او پورونو بیلانس او داسی نور په لیکلی بڼه ساتل کیږي.


د اونیزو، دوه اونیزو یا میاشتینیو معاملو کتاب: پدې کتاب کې هغه واپس شوی او ورکړل شوی پورونه چې په ټاکلیو ټولګیزو غونډو کې سر او صورت نیسی، لیکل کيږي.


د ټولګی د غړو د جاری حساب کتاب: پدې کتاب کې د ټولګي د ټولو غړو د اونیزی او میاشتینی سپما او پورونو بیلانس په روښانه توګه ښودل کیږي(/www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm).



۴) د ټولګې غړو ته ښونه او روزنه ورکول


ددې لپاره چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګی خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړی، د ټولګې غړو ته باید روزنه ورکړل شي. هغه موضوعات چې غړی باید د هغې په اړه ښونه او روزنه تر لاسه کړي، د ټولګی موخی ته په پام سره ټاکل کیږي. د حساب اساسات، لیکل او لوستل، د لیدنو تنظیمول، او د پور ورکولو، اخستلو، او آداکولو اساسات د ټولو ټولګیو د غړو لپاره ډیر اړین بریښي(۵).


۵) د ټولګی په دننه کې د پورونو ورکول


وروسته لدې چې د ټولګې غړي له څو غونډو وروسته یوه اندازه پیسی بسپنه کړې، په بانک کې باید د ټولګې په نوم د سپما حساب پرانیزی. څرنګه چې زمونږ هیواد یو اسلامی هیواد دي او سود خوړل حرام دي، کیدای شي د اسلامی بانکداری د اصولو پربنسټ بانکې حساب پرانیزي. له دوه یا دریو میاشتو وروسته چې د ګروپ په بانکې حساب کې بسنده پیسی راټولې شوي، ټولګی کولای شي له هغه څخه خپلو غړوته پورونه ورکړي. له ځان سره د مرستی کولو ټولګی باید سپما شویی پیسی د ټولګی غړو ته د پور په توګه ورکړي. د پور هدف، اندازه، د ګټې اندازه او د پور د واپس سپارولو د مهال ویش په اړه پریکړی باید خپله د ټولګی لخوا ونیول شي(/www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm ،۵).


له بانکونو او کریدیتی بنسټونو سره له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو اړیکې د نوموړو په وده او پراختیا کې ډیر ارزښت لري. ځکه چې کوچینی پورونه د عاید راوړونکو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره چې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګې لخوا ترلاس لاندې نیول کیږي ډیر اړین ګڼل کیږي. نولدې کبله اړینه بریښی چې له بانکونو او کریدیتی بنسټونو سره اړیکی جوړی شي. د پور ورکولو میکانیزم او څرنګوالی د پور ورکونکو بنسټونو لخوا ټاکل کیږي. معمولا کله چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګی غواړی د یوی پروژی د تمویل لپاره پور ترلاسه کړي یو پروپوزل لیکی او هغه کریدت ورکونکو بنسټونو یا دونرانو ته سپاری. دا بنسټونه ددوې پروپوزل څیړی او د پور ورکولو او یا نه ورکولو پریکړه نیسي. د یادولو وړ ده چې په هندوستان کې دا ټولګی له بانکونو او کریدیتی بنسټونو سره ټینګې اړیکې لري او د مالی خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر اغیزمند څرګند شویدي(۸).


له ځان سره د مرستې کولو ټولګې د زرمي مؤخو (MDGs) ته ژمن دي، او د هغوي په لاس ته راوړلو کې اغیزمن څرګند شویدي. ځکه چې د زرمي مؤخي ددې ټولګیو په مؤخو کې لیدل کیږي. همدارنګه دا ټولګي د کرنې د پراختیا لپاره د کریدیتي خدمتونو په برابرولو کې اغیزمن رول لوبولی شي(۳).


۶) په ستونزو بحث کول


په هره ټولګیزه لیدنه کې غړی باید و هڅول شي ترڅو په بحث کې فعالانه برخه واخلی، او د هغه ستونزو لپاره چې ټولګی یا د ټولګې غړي ورسره مخ دي د حل لارې پیداکړي. په حقیقت کې بیوزلی خلک له هر پلوه ناتوان او د خپلو ستونزو د حل لپاره بسنده زیرمی نلری. ولی په ټولګیزه توګه دوی کولای شی د یوبل ستونزو ته حل لاری ومومي. البته په نړۍ کې له ځان سره د مرستی کولو بیلابیل ټولګی شته چې د بیلابیلو مؤخو (اقتصاي، ټولنیزو، سیاسي، فرهنګې، او داسي نورو) لپاره جوړ شویدي. نولدې کبله دوی ځانګړی ستونزی او مؤخی لری او په خپلو ټولګیزو لیدنو کې پر هغوی خبری کوي(/www.megapib.nic.in/mselfhelpgroup_geninf.htm،۶).


۶) پلان جوړل


له ځان سره د مرستی کولو ټولګی باید خپل راتلونکې فعالیتونه پلان کړي، ترڅو غړيو ته د ګروپ د حرکت لوری څرګند شي او په ګډیزه توګه د موخو د لاسته راوړلو لپاره هڅی وکړي. همدارنګه د پلان جوړول له دولت، بانکونو او غیر دولتی مؤسسو څخه د مالی ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره غوره فکتور ګڼل کیږي. چې دا خپله د ټولګی د پرپښو دریدو سره ستره مرسته کولای شي. پدې توګه ټولګی کولای شي په سیمه کې ځینی پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي. اړینه ده چې د ټولګی ټول غړي ددې ډول پروګرامونو په پلی کولو او څارولو کې ونډه واخلی(۱،۷).


پـــــــــــــــایلـــــــــــــــه


د نړۍ له نیمایی څخه زیات وګړی په بیوزلی کې شپی سباکوي. دوي له اقتصادي او ټولنیز پلوه وروسته پاتې، بیسواده، لږخوځښته او د کمزوری اقتصادي بنیی لرونکې دي. نو اړینه ده چې د نوموړو د ژوندانه د ښه کولو لپاره د پام وړ هڅې وشي. د دوهمی نړیوالی جګړی څخه وروسته د نړۍ د بیوزلو د ژوندانه د ښه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا هڅې پیل شویدي، چې یو له دغه هڅو څخه له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو جوړول دی چې د لومړی ځل لپاره په ۱۹۳۵م کال کې د امریکې په متحده ایالاتو کې د الکهولیک انونیمس په بنسټ ایښودلو سره پیل او ورو ورو یی نورو هیوادونو ته لاره ومونده. دا ډول ټولګې د ټولنې د بیوزلو خلکو د ډیرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې اغیزمند ثابت شویدي. بیوزلی خلک د دا ډول ټولګیو په جوړولو سره پیاوړی کیږي او پدې توانیږي چې د فیوډالانو او پانګوالو له ښکیلاک او استثمار څخه ځانونه وژغوری او په ټولنه کې د یوه قوت په توګه را څرګند شي.


جرګې او مرکې چې زمونږ د هیوادوالو پخوانۍ دُود دي، ددې ډول ټولګیو د جوړولو او رواجولو لپاره یو ښه دلیل کیدای شي. له ځان سره د مرستی کولو ټولګي د بیوزلو خلکو په خپله خوښه کوچینۍ ټولنې دي چې په هغه کې غړی د خپلو ټولنیزو او اقتصادي مؤخو د لاس ته راوړلو لپاره په دیموکراتیکه او مسؤلیت قبلوونکې توګه دندې تر سره کوي. کلیوال بیوزلی د یو زیات شمیر دلایلو له امله ناتوان او بیوزلی دی، خو په یو له ځان سره د مرستې کولو له ټولګې سره په یوځای کیدو سره دوی پدې توانیږي چې ځانونه پیاوړی کړي او خپلې ستونزی حل کړی. د دا شان ټولګیو جوړول د ټولنې په سمون او خوځښت کې چې د ټولنې د ټولنیزی او اقتصادي پراختیا لپاره ډیر اړین دي، غوره رول لوبولی شي.


دا ټولګې بیوزلو کلیوالو ته د پورونو او کروندګرو ته د کرنیزو تکنالوژیو د لیږدولو ښی لارې کیدای شي. همدارنګه د دا شان ټولګیو جوړول د کرنې له اختصاصی کیدلو سره ستره مرسته کولای شي. لدینه هاخوا د دارنګه ټولګیو جوړول د ټولنی د پراختیا په لړۍ کې د خلکو ګډون ته چې ډیر اړین فکتور ګڼل کیږي، لاره هواره وي. په وروستنې تحلیل کې د دا شان ټولګیو جوړول خلک په ځان بسیا کولو ته هڅوي او په ټولنه کې د چټک ټولنیز او اقتصادي ځواک سبب ګرځی.


وړانـــــــــــــــــــــــــــــدیـــــــــــــــــــــزونه



  1. په هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا د ریښتنی کولو لپاره لومړنۍ شرط د ټولنی سمون او خوځښت دي، چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګې پدې لاره کې ډیر اغیزمند رول لوبولی شي. نو دولت او خصوصی سکتور باید په هیواد کې ددې ډول ټولګیو په رواجولو کې هڅی وکړي.
  2. د دولتی یا نادولتی مؤسسو لخوا په کلیوالی سیمو کې له ځان سره د مرستی کولو د ټولګیو جوړول د یوي سیمې د اقتصادي، تولیدې او بازارموندنې د شرایطو په چوکاټ کې د کرنې د اختصاصی کولو په لړ کې ستر رول لوبولی شي.
  3. مخکې له دې چې له ځان سره د مرستی کولو ټولګې په ټول هیواد کې رواج شي باید په لومړي ګام کې یو شمیر ټولګي په ټاکلیو سیمو کې تر پیښیزې څیړنې (Case Study) لاندې ونیول شي، ترڅو زمونږ په ټولنه کې ددې ټولګیو د پلی کولو د میکانیزم څرنګوالی په لاس راشي.
  4. په دوهم ګام کې باید دولت، خصوصی سکتور یا دواړه په ګډه سره زمونږ د ټولنې لنډه اقتصادي او ټولنیزه سروی تر سره کړي، ترڅو پوه شو چې کوم ډول ټولګې، چیرته، څه وخت او څنګه جوړ شي.


اخـــــــــــــــځـــــــــــــــــونـــــــــــــــــــــه



  1. Bahram, Ghulam M. (2007). Agricultural Program Planning. Kabul: KU. Ag. Faculty, Agricultural Economics and Extension Dept. pp 1-3.
  2. Bahram, Ghulam M. (2009). Community Development and Leadership. Kabul: KU, Ag. Faculty, Agricultural Economics and Extension Dept. pp 23-25.
  3. Fernandez, Aloysius P. (2007). History and Spread of the Self Help Affinity Group Movement in India. Asia and Pacific Division. IFAD. pp 15, 35.
  4. Meier-Obi, Brigitte (Edit). (2006). self help newsletter (8th Edition). Berlin: SEKIS. pp 1-18.
  5. National Bank for Agriculture and Rural Development. (2003). A Hand Book on Forming Self Help Groups. India: ‘E’ Wing, Bandra-Kurla Complex, Bandra (E), Mumbai-400 051. pp 1-22.
  6. Reddy, CS, and Sandeep. 2005. Self Help Groups: A Key Stone of Microfinance in India. India: Andhra Pradesh, APMAS & MANAK. PP 8-14. pp 8-14.
  7. Reddy, G. Venkatesa. (2007). Self-Help/ Sangha. India: 14, CK Garden, Wheeler Road Extn, Bangalore. pp 1-15.
  8. Singh, Nagendra P, Sinha B. P, and Shekar, Atul. (2009). Community Banking Through Self Help Group Lingakes. India: New Dehli, Aseed in association with MANAK. pp 54-74.


  1. زمانی پور، اسدالله. (۱۳۷۹). ترویج کشاورزی در فرایند توسعه. مشهد: دانشکده کشاورزی، دانشگاه بیرجند. ص ۴۴.

Economic and Social Dynamism in Community through Self Help Group


By


Assistant Professor Najibullah Hassanzoy


Lecturer at Agricultural Economics and Extension Department


Abstract


Self Help Movement has historical background, and it has been started by the establishment of “Alcoholics Anonymous” in 1935 at the United States of America. This movement was not merely limited to USA but it was also transferred to other countries and proved its efficiency in socio-economic development of community. This Movement comprises groups with an attempt to help each other. Self Help Groups have socio-economic objectives, and its members work on the basis of mutual help in order to stand on their own feet. However, for the proper management of group affairs, members elect president, secretary, and treasurer, and make some regulations and rules in order to manage the group’s activities on the best manner. These rules and regulations can be used in different groups without any difficulties.


Nowadays, self help groups have proved their effectiveness in many countries, and have helped socio-economic development of the communities. Based on group’s rules and regulations, members give membership, get credit, make savings, and take part in the implementation of projects. There are many different types of self help groups worldwide, that proved very useful in the solution of problems such as health problems, hunger, poverty, addiction, and so on. Also, these groups are very effective in agriculture specialization as well as financial and credit services for the financial reliance of the rural poor. Finally, self help groups organize rural poor and provide socio-economic dynamism in community.



Key Words: What is SHGs, Need for establishment of SHGs, Overall objectives of SHGs, Common Characteristics of SHGs, Steps for establishment of SHGs, SHGs Leaders, Structure of SHGs, and Functions of SHGs.