د افغانستان لويه څارنوالي وايي له فساد سره د مبارزې د ادارې له خوا ٣٠ دوسيې ورغلي چي د هيڅ يوه برحاله وزير دوسيه پکښي شامله نه ده.
د لويي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي په دغو ٣٠ دوسيو کي د دوو پخوانيو وزيرانو هغې شاملي دي چي يو يې د حج او اقافو وزير صديق چکري دئ، چي هروخت افغانستان ته راسي وبه نيول سي.
د دوهم وزير دوسيه ډېره کوچنۍ ښوول سوې چي وايي د وزارت يوه مامور يې عرض پر کړى، چي دئ يې په غيرقانوني توګه له دندي ګوښه کړى وو.
لويه څارنوالي په داسي حال د کابينې د اوسنيو وزيرانو د دوسيو د نه ورتګ خبر ورکوي، چي له اداري فساد سره د مبارزې رئيس عزيز الله لودين وايي د مځکو په غصب کي د اوسنۍ کابينې ځيني وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ښکېل دي، چي دوسيې به يې ډېر ژر لويي څارنوالۍ ته ولېږل سي.
د لويي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي که دغسي دوسيې دوى ته ور ورسېږي، سمدستي به په تحقيقاتو شروع وکړي.