د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن په کابل کي د چين هيواد له (سي، اين، سي، پي) شرکت سره د تېلو د رايستلو تړون لاسليک کړ.
د دې تړون له مخي به د چين هيواد د افغانستان په سرپل او فارياب ولايتونو کي د تيلو د را ايستلو چاري پيل کړي، او د آمو سيند پر غاړه به د تېلو د تصفيې درې مرکزونه پرانيزي.
د افغانستان د کانونو وزارت ويلي د دې پروژې له امله به افغانستان په ٢٥ کلونو کي شاوخوا ٣٣ ميليارډ ډالره عايد ولري او په زرونو کسانو ته به کار پيدا سي.
د تړون له مخي د تيلو ٧٠ فيصده ګټه افغانستان اخلي او همدا راز ١٥ فيصده ماليه افغان حکومت ته ورکول کېږي.
د کانونو وزير وحيدالله شهراني خبريالانو ته وويل چي په قرارداد کي د شاملو سيمو تېل ٨٤ ميليون بېلره اټکل سوي دي، چي ٢٥ کاله به يې را ايستل دوام ولري.
د نوموړي په وينا د چين هيواد دغه شرکت به د را روان کال په مېزان مياشت کي عملاً د تېلو را ايستل شروع کړي.