کور / هراړخیز / دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه (دوهمه او ورستي برخه )

دافغان کوچیانوحقوق،تاریخ او ژوندبڼې ته ګواښونه (دوهمه او ورستي برخه )

ددې ليکني لومړۍ برخه له دې ځايه ولولئ



۳ –  د کوچیانو او میشتو اوسېدونکو اړیکې
کوچیان دمیشتواوسیدونکوسربیره له حیوان اوطبیعت سره  هم ډیري عاطفي نږدي،نشلیدونکي اړیکې لري . کوچیانو دهیواد په هره سیمه کې تل دځای مېشتو ولسونوسره له زرګونو کالونوڅخه سوداګریزه ،تولنیزه ، سولیزه  او د وروګلوي ښي  اړیکې ساتلي  دي  . د نړۍ په ډیروبرخو کې دکوچیان او ځای مېشتي  وګړو ژوند بڼې  یو بل ته اړتیا لري .  کوچیان، کروندګر او ښاري وګړي په یو ځنګړي تعادل کې یو بل ته اړتیا لري .کوچیان  په شفاهي ډول دیوې سیمې خبر بلي ته له ځان سره لیږدوي . 


 دکوچیانو دودیزه کولتور ي  او د ارزښتونوڅادر د موسومي  پرلپسي تګ ،راتګ  له امله د کابل  ښار په کوڅو، بازارنواو ښاري خلکو په فکرونه ،عادتونو باندې غواړولي دی . د کوچیانو تګ راتګ ، دود، دستور ، عادتونو او فکر نو سره هر افغان  اود کابل  ښار ښاریان  ښه اشنا دي . کابل  کې زماکورني د کوچیانو له کورنیو سره د لسګونو کالونو څخه ډیري ښي اړیکې درلودلي دي . ډیرې  پښتانه افغانان او نور لږه کې افغان توکمونه د خپل  اصل او نسب شجره او د نیکونه   په اړه مالوما ت د کوچیانوپه تاریخ کې  درپیژني  . 


 د افغانستان په مرکزي سیمه کې کوچیان او هزارګان د څوپیړیو څخه را په دیخوا سولیز  او د هیوادوالي ګډ  ژوند لري .کوچیانو تل دیوه څړځای څخه تربل څړځایه  او  د مالومو لرغونو تلو راتلو په لاره کې د میشتو  کلیوالي خلکو سره ښي اړیکې ساتلي دي .تر ډیره بریده د دوی اړیکې د توکو پر ادلون او بدلون ولاړي دي .  د کوچیانودتلو ،راتلو په لاره کې مېشت بزګران د دوی دحیواني سرري یا  غوشییو څخه په خپلو کروندو  او د خپلو کورنو په پخلنځيو کې هم کار اخیستلي او اخلي .
په ورستیو څوکالونو کې د کوچیانو اود ځینوسیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ په څړځایونو باندې شخړې راولاړې شوي دي . داشخړې هرکال د دوبی په رارسیدو سره  پیل کیږي ،کله چې کوچیان خپلو مینو او څړځایونو ته راګرځې. دسیمې ځیني خلک چې د هیواد د ملي یوالي  د دښمنانو  لخوا غولول  کیږي او د کوچیانو پر بنستیزو دودیزه ،لرغونو،عادتي حقوقو نه پوهیږي، دوی کوچیانو ته د خپلو مینو د ورتګ په لاره کې خنډونه جوړي .                     
دکوچیانو او سیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ په څړځایونو او ورشوګانو باندې راولاړ ې شوېوشخړې  د ورستیو څوکالونو ستره ستونزه بلل شوي هم ده، داشخړې  تل دمرګ ژوبلو سره مل دي . د شخړو او تربګنیو لمن په پراخیدو ده . هر کال په دې راوړو شویو شخړو کې دوارو خواوو ته درانه زیانونه هم اوړی . د اوږدي وچکالیو، د بهرنیو یرغلګر پرلپسي بمباریو،جګړو، ماینونو او ناامني له وجهي  د کوچیانو  اتیا سلنه څاروي له منځه تللي دي . دجګړه مارو ډلو له خوا دکوچیانو څخه  په زور څاروي هم اخیستل شوي دي .
دکوچیانو او ځای مېشتو افغانانو ترمنځ  اوسنې کړکیچونه د دولتي چارواکو ددولتي  ځمکو دملکیت او د څړځایونو نا سم  قانون او ناسم سیاست له امله رامنځته شوي دی . داسي مالومیږي چې دڅړځایونو، ورشوګانو واک او پخواني دودیزه قانون یا سېستم  د توپکمارو جنایتکارو  ډلو په لاس کې ورغلي  دی . کوچیان دسلګونو کلونو څخه اصولي اسناد يا لاسوندونه په لاس کې لري او دغو اسنادو پربنسټ د دوی حق پر څړځایونو ثابت کیږي .  نن  د دوی دملکیت  اسنادونو قانوني ارزښت  مالوم نه دی  .                           
نن په میلیونونه  افغان کوچیان ،په میلیونونه پښتانه قبایل  او په میلیونه افغان کډوال  دافغانستان اټکل ۷۰ سلنه  وګړي جوړوي . د دوی  بیرته انتګریشن  یا مېشته کیدولوحق د افغانستان په  نننیوقوانینوکې  د کاغذ پر مخ پاتي شوي  .د افغانستان په ټولو وګړو کې کوچیان بي حقوقه او له هره خوا  له ګواښ سره مخامخ  وګړي دي . کوچیان نه یواځې زموږ د افغاني ټولنې یوه ورسته پاتې ځوریدلي کړیدلي برخه ده،بلکې  زموږ د ټولنې یوه بدمرغه او دخپلو بڼستیزو  حقوقو څخه محرومه  اومظلومه ډله جوړوي . په کوچیانو  دهیواد دنورو وګړو په پرتله دهوا اواقلیم  بدلون  اوسپیره  چاپیریال ډیره بده اغیزه کړي لکه ،په دوبي کې له وچکالي،په ژمي کې سخت ساړه  نه یوا ځي کوچیان، بلکې د دوی څاروي له سترو ګواښونو سره مخامخ کړي دي .
 د ۲۰۰۱ کال څخه راپديخوا د ټولو افغانانو په ژوندکې لږ څه بدلون راغلي دی . په دغه پرمخټګ کې بیا کوچیانوته خپله  قانوني برخه ورکړل شوي نه ده. د افغانستان په شمال کې دوی  دجګړه مارو ډلو له خوا د طالبانو په نوم ګډوال شوي دي . ډیر کوچیان مجبور کړل شوي ،په لوی کندهار، هرات،او دپښتونخوا په ډیرو ګواښمنو،ناامنو،لرو پرتو سیمو کې استوګن شي . دغو کوچیانو خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړي ده . د روغتیایي اسانتیاووي، دښووني او روزني،د څښاک پاکو اوبو، بي روزګاري او داسي نور د ژوند له لومړنېو حقوقو څخه بي برخي کړل شوي دي .


افغان حکومت کوچیان یي د ګرځنده روغتونو،ښوونځیو  په وعدو  ورکولو سره لکه کوشنیان تیریستالي دي . ډیروکوچیانوله همدې امله خپلي کیږدې له ختينوجونګړوسره بدلي کړي دي .نن اټکل نیمايي کوچیانو په ډیرو ناوړو شرایطوکې له مجبوریته مېشته شوي دي .کابل کې دکوچیانو یوخټین ښارګوټي رامنځته شوي دی .
کوچیان نه شي کولي دخپلو تولیداتو په بدل کې د ژوند د اړتیا وړ ټول ټوکې راونیسي .  دوی مجبور دي په لاره کې د نورو توکو سوداګري  هم و کړي .
نن کوچیان لنډ مهاله انساني ،اقتصادي مرستو ته اړتیا لري ، کوچیان د راتلونکې دولتونو څخه خپلو رمو،خپلو څړځایونوته، خپل انساني بڼسټیز حقوق  دخپلي خوښی ژوند بڼي لپاره  غواړي .
که کوچیان  خپل کوچیاني ژوند پریږدوي  سبا به څه  کیږي،څوک به په هیواد کې دغه  ستره اقتصادي  بڼسټیزه تشه ډکوي . که کوچیان خپلو څارویو ته واښه  ورنه کړو ، څوک به  له وګړو ډکو ښارونو ته ،چې د څارویو  له کمښت  سره مخامخ دي ،غوښه  ولږدوي .  د ساری په ډول افغانستان ته د لوی اختر پر مهال د قرباني  لپاره څاروي او پسونه  له بهره څخه وارد کیږي . که کوچیان ځکمه ولري ،زما اوستا په څیر به ولیدل شي . که کوچیان  ښوونځي ته لاړ شي، زما او ستا غوندی به یو څو کتابونه ولولي .


۴  .افغانستان کې د کوچیانو سیاسي، اقتصادي او کولتوري ارزښت
زموږ په ټولنه کې د کوچیانو اقتصادي ارزښت  ته ډیر لږ پام شوي دی .کوچیان د افغانستان   په دویزه اقتصاد کې خپل منل شوي اقتصادي  ځای لري . دوی د  زرګونو لارو څخه د مېشتو اوسیدونکو سره  هراړخیزه  اقتصادي اړیکې لري .  له همدې سره د کوچیانو د ژوند بڼه له لرغونو زمانو څخه په  افغاني ټولنه کې دکار ویش او مسوولیت اخستلو نښانه راڅرګندیږي . کوچیانو دمېشتو اوسیدو نوکو سره  د توکو ادلون بدلون له امله نه شلیدونکې اړیکې لري .


کوچېتوب  یو ګرځنده  ژونداوپه څارویو سپوراقتصادي ژوند دی . د کوچیانو ژونداوحالت څو اړخیزه بڼه لري . کوچیان نه یواځي په خپل هیواد کې له زرګونو کالونو څخه دخپلو څاریو لپاره دزرغونو څړځایونو، ښه هوا په لته کې دي . بلکې دوی په افغانستان  کې د سویلي اسیا او منځني ختیځ  ترمنځ لرغوني سوداګر  پیژندل دي . افغانستان کې دجګړې څخه مخکې دکوچیانو د څارویو روزنه ،پالنه او شتمني زموږ  دولسي اقتصاد دبڼسټ یوه ټینګه  مټه جوړه وله . کوچیان  پخوا دافغانستان   اټکل نیمایي پسونه ،وزې او اوښان روزل  . د کوچیانو  نامتوسپي، اوښان ،میږي،اوزې ،غواګانې، اسونه ،خره ،جرګان ، پړې یا رسي،شودې،مستي، پنیر،غوښه ، وړي،څرمن ،د قرقول  پسونه،پوستکې او په نړیواله کچه پیژندل شوي لاسي صنایع لکه ټغر،لمڅې ، ښکلي افغاني جامي او د سپینوزرو افغاني ګاني د کوچیانو د تولیداتو له توکو څخه  دي  .


پخوا کوچیان  په افغانستان کې له خپلو کاروانو سره افغانانو ته  تازه غوښه،غوړي ،شودي،وړي او نور حیواني توکو په رسولو کې جبران نه کیدونکې  خلک وو. نن  افغانستان ته له بهر څخه دخوراکې توکو د وارداتو او نړیوالو مرستو له وجهي کوچیان خپل  لرغوني اړین  اقتصادي ارزښت  په ټولنه له لاسه وکړي دی .     په دودیزه توګه دوی خپل تولیدي  توکې له  چاي،بوره،غنمو، سبا او داسي نورو توکو سره بدلوي . افغان کوچیان د افغانستان سیاسي، اقتصادي ثبات لپار ه د پام وړ  او خورا مهم  خلک دي . له پنڅو زرو کالونو څخه را په دیخوا افغان کوچیان په سیمه کې  ډیر ټکړه ترانسپوتران ،سوداګر  دي او د سویل ختیز  اسیا او منځني ختیز ترمنځ  یو ګرځنده  اقتصادي پل جوړ کړي  وو . 


د بانکونو د نشتون له امله  افغان کوچیانو خپلي نقدي پیسې مېشتو اعتباري خلکو ته په پور  ورکولي .نن ډیر کوچیان د اقتصادي کمزوتیاو له امله مجبور شوي چې خپل څاروي په مسلسل ډول وپلوري .دوی حیواني محصولات لکه شودې ، وړي، د څارویو پوستیکې او غوښه پلوري، ترڅو  پیسې  د خپل ورځني ژوند لپاره تر لاس کړي . کوچیان زموږ په ټولنه کې ګرځنده شپانه دي، کوچیانو د خپلو رمو او څارویو د پاتی کیدو لپاره د خپلي کورنیو سره  ډله ډله د یوي سیمې څړځای څخه بل ته ځي.


دکوچیانو سیاسي ارزښت  له اقتصادي ارزښت څخه نوره هم مهم دی . په نړۍ کې  ډیرو کوچي  ولسونو ملي دولتونو ته یو سرحدي کړکیچ رامنځته کړي دی . دغه کوچې قومونه په هیواد کې له حکومتي ولس سره هیچ کوم قومي هویتي او ژبني اریکې نه لري ،دوی تل له یو هیوادڅخه بل هیواد ته پرته له ویزي ګډه کیږي  .دوی د نړیوالوسرحدي  پولو خیال نه ساتي . کوچیانو دنړۍ  ډیرو ملي دولتونو ته یو سرحدي کړکیچ رامنځته کړي دی .  کوچیان په  اوسیدونکې هیوادونو کې  کوم هویتي، توکمي ، ژبني ،کولتوري او له حکومتي ولس سره اړیکې نه لري . له همدې امله دوی  سیاسي  نړیوالو پولو ته درنښت  نه لري  او  بي پامه له یوه هیواده بل هیواد ته ځي . دغه ملي دولتونه هڅه کوي چې کوچیانو په خپلوهیوادو کې میشت کړي ، دوی ته  د ژوند اسانتیاوې او مساوي حقوق  برابرې وي، ترڅوکوچیان په خپلو اقتصادي او سیاسي سېستم  او ملي ثبات کې ورګدکړي . 


 په افغانستان کې افغان کوچیان  د نړۍ یواځنې  کوچیان دی، چې خپل  لرغوني هیواد لري او هیواد یې د دوی په نوم یاددیږي . افغان کوچیانو ته د انګریزې  کولونیستانو له خوا ایستل  ډیورڼد  توره کرښه  هیڅ کوم قانوني  ارزښت نه لري . کوچیانو هیڅ کله دډیورنډ تپل شوي کرښې خیال لکه درست افغان ولس  ساتلي نه دی .کوچیان لومړني افغانان وو، چې   دوی د خاورو پر مخ د بیلتون کرښه  د پښتنو  په منځ کې ماته کړه  ده .                                                                                  
  خپلواک افغان کوچیان د امونه تر اباسینه له بولانه تر چټراله لوی افغانستان خپل تاریخي پلارني هیواد ګنې  . کوچیانو تل له  خپل  پلارني هیواد افغانستان څخه  د یرغلګرو په وړاندې په میړانه دفاع کړي ده .د زرګونو کلونو څخه راپه دې خوا د دوی تګ ، راتګ مخه څوک  نه په زور او نه په قانوني توګه  نیولي . د کوچیانو په اړه کومه دقیقه رسمي شمیره نشته، په افغانستان کې کوچیان اکثریت پښتانه افغانان دي .
د افغانستان  داټکل دیرشو میلیونه وګړو څخه  اټکل د درېوڅخه تر شپږ میلیونه وګړي  کو چیان اونیمه کوچي  هیوادوال دي .
د افغان کوچې  وګړو د شمیرکمیدو په لاملونو کې  وچکالي ،ماینونو،د روسانو وحشي هوايي بمي بریدونه ، دامریکا بي دوه پنځوس الوتکوکلاستر خوشيي بمباري ،د دیرش کلني جګړې نورینونو او جګړه مارو جنګې ډلو ستر ونده اخیستي  ده .
افغان کوچیان  هیڅ مهال د ګوډاګي  دولتونو خلک نه وو، دوی هغو دولتونواو  هغه  وسله وال ځواک ته سر تیټوي ،کوم چې اسلامي ،ملي مشروعیت،ملي  واکمني او ملي ځانګړتیاووي ولري . دوی ملي دولتونو ته دخپلو شتمنیو دمالیه ورکولوڅخه سرغړونه هم نه  ده کړي .
کوچیانو د خپل کوچېتوب ژوند بڼي له امله د افغانستان په فعال سیاست کې  سمه ونډه نه درلودلي .
کوچیان کومه پته  یا ادرس  نه لري  .کوچیان  په رښتیا سره  نیمه خپلواکې خلک دي . هر کوچې له خپل ځان څخه  خپله دفاع کوي .
اصلي پخوانيو کوچیانو دسولي پرمهال په یو ښه ټولنیز سېستم  کې سولیز ژوند کاوو، کورني په دوی کې یو خورا مهم رول لوبولو . کوچیان  پخوا د ژوند  داړتیا وړ  په توکو باندې  ښه سمبال وو.
کوچیان پرته له خپل کولتور څخه بل نه مني .کوچیان پرخپل کوچې کولتور او  خپل ژوند بڼې باندې ویاړي .
کوچیان د بشر د تاریخ له پیل څخه بیا تر ننه کوچیان دي، کوچیان  تر اوسه د نړۍ څخه د کوچیانو په څیر تللي دي . کوچیان پرته له کوچې ژوند څخه بل کوم ژوند نه پیژني . ډیرې کوچیان  په ډیر  فخر او ټینګ ایمان سره په دې بارو دي، چې لوی خداې دوی کوچیان پیدا کړي دي او دوی  به د ژوند تر پایه  له خپلو څارویو سره په غرو ،درو او دښتوکې ګرځي .  کوچیان دافغانستان  د کولتوري او دودیزه ژوند یوه ستره برخه جوړوي . زموږ د پښتني خاوري لاندې او باندې  کوچیان اوسیږي . کوچیان په افغانستان کې  زیږیدلي دي او دوی به دلته  خپلواک له دې نړۍ څخه ځي  .
۵  . پایله
 میلیونه کوچیانو ته د افغانستان د بیارغوني په بهیر کې هغسي پام نه دی شوي ،څنګه چې باید شوي وي . که  دافغانستان د راتلونکې دولتونو په سیاست کې دکوچیانو سیاست ته پام ونشي ،افغانستان کې  د پښتنویوه ستره برخه  خپل کولتور ،خپل ملي هویت ،خپل تاریخي شتون له لاسه ورکوي . کوچیان د خپل  ګرځنده ژوند له امله  د افغاني ټولنې او انساني نورمال ژوند څخه بهر  اوسیږي . نړۍ کې  د وګړو په چټګه ډیرو دو ته په کتوسره ویلو شو،چې دکوچیانو د څړځایونه او د دوی ژوندبڼي لپاره ډیر ه  لږ سیمه پاتي کیږي .تاریخ او اوسني نوي مهال  دواړه  د کوچېانو او دمېشتو ولسونو د ژوند بڼي په ډول باندې ستره  اغیزه لري .
دنړۍ حکومتونو په ورستیو پنځوسو کالونو کې هڅه کړي چې کوچیان ځای ميشت کړي . د افغان دولتونو سیاست د کوچیانو د میشته کیدو په اړه ناڅرګند دی . 


له بله پلوه هیچا د کوچیانو څخه  اصولي پوښتنه نه ده کړي، چې دوی دژوند کوم ډول ژوند بڼي ته هیلمن دي . داسي مالومیږي چې کوچیان نه غواړي ځاي میشتي شي، کوچیان یواځي د خپل کوچیاني ژوند ثبات  د کوچې کولتور هوساینه  او دخپلو ارزښتونو حقوقو  ښوالي غواړي . زموږ په هیواد کې کوچیان دکالونو کالونو څخه  له هر ډول ټولنیزه،اقتصادي،سیاسي، کلتوري او ښونیزو پرمختیاوو څخه بې برخې پاتې شوي دي . کوچیانو تل د دولتي او نا دولتي ادارو د نه پاملرنې له امله شکایتونه کړي ،په خواشیني سره د کوچیانو غږ څوک نه اوري . افغان کوچیان باید په افغانستان  د خپل راتلوونکې لپاره د غوڅي ژبې سره  سره خپل غږ  جګ کړي .
اوس د دې وخت راغلي ،چې کوچیان د خپل ژوند د پایښت لپاره په یوځای کې  استوګن شي. د کوچیانو لپاره   دودیزه  ګرځنده  کوچي ژوند بڼه  او چال چلند نور د زغملو او ګرځولو نه دی . کوچیان  په خپل پلارني هیواد کې د نورمال ژوند لپاره ځمکه غواړي ، چې خپل کورونه په کې اباد کړي . کوچیان خپل ماشومان په ورکټون او پوهنتون کې د نورو به شان روزل غواړي  .کوچیانو  غواړي  د دوی درملنه په ټولګټي روغتونو کې تر سره شي .
کوچیان د څښاک لپاره پاکې او په  خپل کوهې کې اوبه غواړي . د کوچیانو ماشومان په کور کې د لوستلو او زده کړو لپاره بریښنا غواړي . کوچیان د خپل کوچې ژوندبڼي د بدلو په بدل کې کار غواړي . کوچیان یو نورماله ژوند لکه نور افغانان غواړي، کوچیان له حکومت څخه  د استوګن کیدو لو  خپل بنسټیز حق غوښتنه لري .
د کوچیانو دښوونې او روزنې  لپاره د ځانګړي پروګرامونو پیلول غواړي . لنډه دا چې په افغانستان کې کوچي ټولنه  مثبت بدلون غواړي . دکوچیانو دا غوښتني  تل په ولایتي شوراګانو،ولسي جرګه ،مشرانوجرګه او په دولت  کې د دوی د کمښت له امل له ډیرو خڼدونوسره مخامخ کیږي .
د کوچیانو لپاره څړځایونه  او ورشوګاني د ژوند بڼي بڼسټ  او خورا مهم توکې  دي ، څوک چې د کوچیانو دغو زړو ،دودیزوارزښتونو،نورمونو او قانون په وړاندې راولاړلیږي ، دې باید درې ځلي فکروکړي ،چې کوچیان نن کمزوره او بي وسه   دي ،سبا  ته نه دي . پای