کور / راپور / په هرات کې د کرکټ ١٥٠ لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوه

په هرات کې د کرکټ ١٥٠ لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوه

د لوبې سپورټي روزنيزې موسسې له خوا په هرات ولايت کې ١٥٠ لوبغاړو ته د کرکټ لوبې لومړنۍ روزنه ورکړل شوه.
د يادې موسسې مرستيال زراب شاه ظهير د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روزنيز پروګرام يې په هرات ولايت کې د افغانستان کرکټ بورډ د ځايي دفتر په همکارۍ په لاره اچولى و.
هغه زياته کړه، چې په دغه پروګرام کې يې د هرات ښار او شاوخوا سيمو ١٥٠ لوبغاړو ته د کرکټ لوبې د بېلابېلو اړخونو په اړه روزنه ورکړه.
ظهير وايي، چې دغه رونيز پروګرام د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د دوو پخوانيو لوبغاړو، اسدالله او محمد عالم له خوا پر مخ بېول کېده.
يوه روزونکي اسدالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه روزنيز کمپ کې يې د کرکټ لوبې د بيټينګ، بالينګ، فېلډينګ او د دې لوبې د تخنيکي قوانينو په برخو کې لوبغاړو ته روزنه ورکړه.
د خالد په نوم د هرات ښار يوه اوسېدونکي، چې په دغه کمپ کې يې روزنه ترلاسه کړې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى په دغه روزنيز پروګرام کې د کرکټ په اړه ډېر نوي شيان زده کړل.
هغه زياته کړه: ((پخوا به موږ يواځې لوبه کوله، د دې لوبې په تخنيکي برخو او قوانينو نه پوهېدو، اوس مو په دغه روزنيز پروګرام کې دغه شيان زده کړل او له دې وروسته به تخنيکي لوبه کوو.))
په هرات کې د افغانستان کرکټ بورډ د ځايي دفتر مسوول قاري عبدالغفور له اېل ايس ټي او، موسسې مننه وکړه، چې د دغه ولايت د لوبغاړو لپاره يې د روزنې زمينه برابره کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له دې ډول روزنيزو پروګرامونو سره به په دغه ولايت کې د کرکټ لوبه نوره هم وده او پرمختګ وکړي.
د دغه روزنيز کمپ په پيل کې پر لوبغاړو د کرکټ لوبې جامې، بوټان او د لوبې وسايل هم وېشل شوي وو.
د لوبې سپورټي روزنيزې موسسې د مسوولينو په وينا، له دې مخکې په کونړ، پروان، کاپيسا، کابل، ننګرهار، کندز، کندهار او خوست ولايتونو کې هم ورته روزنيز کمپونه په لاره اچولې دي او تر دې دمه يې ١٣٠٠ ځوانانو ته د کرکټ لوبې روزنه ورکړې ده.