په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره مطالب له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت او امریکا په هڅو بحثونه کړي او په دې برخه کې د اختلاف ټکي څیړلي دي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله لیکلي، چې امریکا له طالبانو سره د خبرو په برخه کې ډیر څه له افغان دولت نه پټ ساتلي دي.
ورځپاڼې وړاندې له ګوانتانامو زندان څخه قطر ته د افغان بندیانو د لیږد مسئله هم راخیستې، چې افغان ولسمشر ترې بې خبره ساتل شوې.
ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي، چې د دوي د اعتراض اساسي علت هم دا دې، چې افغان بندیان د دوي له خبرتیا او موافقې پرته بل هېواد ته استول کیږي.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د افغان دولت او امریکا ترمنځ د اختلاف ځینو نورو مواردو ته کتنه کړې، چې د ورځپاڼې په وینا د افغان دولت په وړاندې یي د امریکا د چلند په اړه ځینې پوښتنې راولاړې کړي.
ملي باور:
ملي باور نادولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغان چارواکي د امریکا وروستۍ هلې ځلې، چې په کې افغان لورې بې خبره ساتل شوې د هغه میکانزم په خلاف عمل بللې، چې اوس اوس له جهادي مشرانو سره په سلا جوړ شوې.
په دې میکانزم کې ټینګار شوې، چې د سولې ټولې هڅې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي او بهرني هېوادونه باید په دې برخه کې خپل سري فعالیتونه ونه کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا هڅې رغنده بللي، خو په دې یي ټینګار کړې، چې په دې هڅو کې باید د افغانستان ملي ګټې خوندي شي.
د ورځپانې په وینا که داسې څه ونه شي، نو ممکن افغانان یو ځلي بیا له یو سیاسي ازمیښت سره مخ شي او حالات نور هم خراب شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې ټینګار کړې، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې هڅې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې ګړندۍ شي.
ورځپاڼه لیکي، چې اوس مهال په کور دننه او بهر پراخې هڅې پیل شوې، خو د ښو پایلو لپاره پکار ده، چې دا هڅې د افغانانو تر مشرۍ لاندې منسجمې شي.
ورځپاڼې یو ځلې بیا دا ویره څرګنده کړې، که د سولې په بهیر کې د بهرنیو هېوادونو له خوا خپل سرې هڅې وشي نو ممکن دا کار د دې سبب شي، چې دا بهیر له خنډونو سره مخامخ شي او دا ځکه، چې افغان حکومت یی ملاتړ نه کوي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو په اړه د افغان دولت مخالفت بله مهمه مسئله ده، چې ځینو ورځپاڼو راخیستې.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر کرزي دا په زغرده ویلي، تر هغو، چې دا عملیات بند نه شي نو افغان حکومت به له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک نکړي.
د ورځپاڼې د خبر له مخې ښاغلي کرزي دا خبره د هغه پلاوي د رپورټ له ورسپارلو وروسته کړې، چې پکې په کندهار، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو د شپې په عملیاتو کې د عامو افغانانو وژل تایید شوي.
ورځپاڼې لیکلی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند د لاسلیک په وړاندې یو اساسي خنډ د بهرنیو ځواکونو د شپې عملیات دي، چې پکې عام افغانان وژل کیږي او افغان دولت دا د ملي واکمنۍ په خلاف بولي.
ملي باور:
ملي باور هم د بهرنیو ځواکونو د شپې په عملیاتو کې د عامه خلکو د وژنې په اړه د دولتي پلاوي د رپورټ ځینې برخې راخیستي، چې په کې ویل شوي، چې په وروستیو څو عملیاتو کې تر ډیره عام افغانان وژل شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا ډول عملیات نور نو د زغم وړ نه دي او باید مخه یي ونیولای شي