کور / تازه خبرونه / د ايساف او افغان ځواكونو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د ايساف او افغان ځواكونو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

په فراه ولایت کې د ملي اردو او بهرنیو سرتېرو په نښته کې د ايساف او افغان ځواكونو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
ويل كېږي دغه نښته د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ كې له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د پشت رود ولسوال ملاغوث الدين وويل، چې دغه نښته پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د ايساف ځواكونو درې او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي دي.

ايساف ځواكونو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.