کور / تازه خبرونه / ۲۴ افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره روسيې ته لاړل

۲۴ افغان زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره روسيې ته لاړل

د افغانستان د پوهنې وزارت د بېلا بیلو تخنیکي او مسلکي ښوونځیو او انسټیوټونو ۲۴ تنه زده کوونکي د ماسټرۍ د شپږ کلنې دورې لپاره روسيې ته ولیږل شول.
د افغانستان د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ نوموړو زده کوونکو ته د هغوی پاسپورټونه او اسناد ورسپارل.
نوموړي زده کوونکو ته په خبرو کې وويل چې، تاسو یوازې او یوازې د افغانانو په نوم لیږل کيږئ، او زه هیله لرم چې په ښه ډول زده کړې وکړئ او هيواد ته له بریاوو سره راستانه شئ.
د پوهنې وزیر همدارنګه د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیوټ له زده کوونکو او ښوونکو سره وکتل، او د دې انسټیوټ په جوړونه او پراختیا کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معین اصف ننګ او د انسټیوټ د مشر احمد ناصر سرمست هڅې وستايلې.
ښاغلي وردګ همدارنګه د انسټیوټ د زده کوونکو موسيقی واورېده، هغوی يې او هڅول او ویې ويل چې دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی، چې زموږ ماشومان خواري کوي، او په ډېره مينه د موسيقۍ هنر زده کوي.
د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیوټ کي، ۱۴۰ زده کوونکي زده کړه کوي چې درېیمه برخه يې نجوني دي.
نوموړی انسټیوټ ۲۵ افغان او بهرني استادان لري چې د موسيقۍ په بېلا بيلو څانګو کي روزنه ورکوي.