د تخار ولايتي چارواکي وايي نن پر ځايي وخت غرمه دوې نيمي بجې يوه ځانمرګي بريدکوونکي ١٢ تنه مړه او شاوخوا ٥٠ تنه ټپيان کړل.
راپورونه وايي په دې حمله کي د ولسي جرګې غړى عبدالمطلب بېګ هم له څو نورو مخورو کسانو سره وژل سوى دئ.
عبدالمطلب بېګ پخوانى جهادي قومندان وو چي په تيرو وختونو کي د تخار او کندز امنيه قومندان هم تېر سوى دئ.
دغه حمله چي د جنازې په مراسمو کي ترسره سوې، مسئوليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى او نه هم دولت کومه ډله تورنه کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه