د پکتیا د امنیتی او کشفی ارګانو په زیار ، هڅه او هاند باندی د پکتیا اړوند احمد ابا ولسوالۍ کی شاوخوا ۶۴ بورۍ خام چرس ونیول شول .
دغه خام چرس چی ټول ټال ۴۵۰۰ کیلو ګرامه کیږی ، په داسی حال کی نیول شوی چی له همدی سیمی څخه اوه د آوان مرمۍ هم لاسته راغلی دی
یاد چرس چی اوس مهال مرکز ګردیز ته نقل شوی ، په پام کی ده چی له نشه یی توکو سره د مبازی ریاست ته و سپار ل شی ، د موضوع په تړاو څوک ندی نیول شوی اما پلټنی روانی دی
دغه چرس له ګاونډیو ولایاتو راوړل کیږی چی بیا له پکتیا څخه د قاچاق په بڼه ګاوندی هیواد ته وړل کیږی
یاده دی وی چی څه موده وړاندی دی ته ورته ۳۵۰۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوی وو او له منځه یووړل شول
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه