کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ لوړ معاش لرونکي د ډنمارک د پلازميني کارکونکي دي

د نړۍ لوړ معاش لرونکي د ډنمارک د پلازميني کارکونکي دي

دنړۍ ترټولو لوړ معاش لرونکی دډنمارک دهيواد  دپلازمينې کوپنهاګين کارکونکی دې


دسويس د UBS کمپنۍ دسروی له مخي دنړۍ لوړ معاش اخيستونکی تر کوپنهاګين راوروسته د Oslo  ښار دوهم د Zurich ښار دريم اودGeneve او Dublin ښارونه څلورم او پنځم ښارونو کارکونکی دی چي لوړ معاشونه ترلاسه کوی ٠


ددي سروی له مخي ډيرامريکا ئي ښارونه  شاته شويدی چی علت ئي دامرکا ئي ډارلر ټيټوالۍ او دامريکا د اقتصاد سست پرمخ تګ دې ٠ دبيلګي په ډول د Chicago ښار چي ډير وخت ئي يولسم ځاۍ درلود اوس اتلسم ځاۍ  لری٠


ولي دسودا درانيولو توان د خپل معاش په پيسو د Zurich  بيا د Geneve يا Luxemburg او Dublin داوسيدونکو سره د کوپنهاګين داوسيدونکو په کچه لوړ دۍ٠


ديوه سيلانې يا توريست لپاره د نړ ۍ  تر ټولو ګران ،قيمتی، ښار Oslo دوهم  Copenhagen  او بيا London ياد شوی دی٠  نن يوه سيلانې ته New York د Lonon  په پرتله په سلو کی  ٢٦ ارزانه تماميږی .دسيلانيانو لپاره نن تر ټولو ارزانه ښارونه دجنوبې اسيا اوجنوبې امريکا ښارونه دی٠ دهغو نه د  Bombay  يا Kuala Lumpur او Buenos Aires نومونه يادولۍ شو٠


د UBS په قول دکور قيمت او کرايه  په London کی تر هر بل ښار جګه ده ٠


يادونه : داليکنه د سويډن د Aftonbladet دورځپانی د  مارچ د ٢٥ نيټی د ګڼی نه ژباړل شويده٠ ما هڅه وکړل چي د ليکونکي ژورناليست سره اړيکي ونيسم تر څو د خپل هيواد د کار کونکو دمعاش کچه د مقايسي لپاره درنو لوستو نکو ته وړاندي کړم خو پدي کار بريالۍ نه شوم ٠ ولي هغه څه چې ددی ورځپاڼي کار کونکو راسره ومنله هغه داوه چي بهرني کار پوهان چی زموږ هيواد ته د دندی لپاره ځې نو معاشونه ئي د کوپينهاګين تر کارکونکو هم جګ وی ٠


ځکه نو ويلاۍ شو چي افغانستان د نړۍ يواځينۍ هيواد دۍ  چي يو کار کونکې (کورنۍ)ئي دنړۍ تر ټولو ټيټ اويو بل ( بهرنۍ) ئي بيا د نړۍ تر ټولو لوړ معا ش لری٠


اوس نو هر چاته ممکنه ده چي زموږ په هيواد کي د شلو ميليارد و په سلو کي ځلويښت ورکی شوی  پيسې څرنګه او چيری  پيدا کړی ٠