مریم رستګار،بی بی سی
ژباړن:نعیم نسیم،کابل
ډسمبر۲۰۱۱،۲۳
کیم جونګ ایل، د شمالی کوریا مشر، د یوی بیماری په اثر په داسی حالی کی چی د څو هیوادونو مشران د خلکو د انقلاب له وجی له واکه وغورځیدل، مړ شو.
د شمالی کوریا ملت په دی خبر اوریدو سره د غم په ټغر کیناست. هغه انځورونه چی په رسنیو کی لیدل کیږي، ښیی چی خلک د خپل مشر په جدایی خفه دي.
کله چی سړی مصر ته ګوري چی خپل پخوانی مشر یی په قفس کی واچوه او محاکمه یی کړ او یا هم د سوریی خلک چی له لسو میاشتو له خپل حکومت سره په اخ و ډب بوخت دي، کله چی بیا د شمالی کوریا خلک له دی هیوادونو سره مقایسه کوي نو دوی بیا بیخی بل ډول دي.
د واک د انتقال پروسه په داسی حال کی پیل شوی چی لوړ پوړي حکومتي چارواکي خپل مشر ته چی پږی یی په شیشه یی تابوت کی چی په یو قصر کی ایښودل شوی د احترام مراتب وړاندی کوي.
داسی ویل کیږي چی جونګ د خپلی اوږدی بیماری له وجی خپل ځوان ځوی کال وړاندی خپل ځای ناستی وټاکه. د تیاري په دی موده کی کیم جونګ اون د جنرالی رتبه هم ترلاسه کړه.
دسیاسی چارو شنونکي وایي چی د شمالی کوریا غوندی هیواد لپاره چی هم اتومي ځواک دی او هم له نوری نړی ګوښه شوی ملک دی، اون ډیر ځوان او ډیر بی تجربی دی.
اتومی انرجی، د نړیوالی ټولنی د صبر عامل:
د \”ګران مشر\” په مرګ سره، شمالي کوریا کولای شول چی له دی ګوښه توبه ځان وباسي، خو ددی هیواد صاحب منصبانو چی د اتومي ځواک کلي یی په لاس کی دي، ددی وړتیا ومونده چی د نورو هیوادونو د مشرانو لپاره د ننګونو سبب شي.
داسی هم ویل کیږي چی د شمالی کوریا اتومی ځواک له ځینو مشرانو سره لکه په ایران،پاکستان او یا هم لیبیا کی مرسته کړیده چی د واک پر ګدی پښی ټینګی کړي.
ژوند په یوی بیل نړی کی!
په داسی حال کی چی شمالي کوریا په ډیپلوماټیک ډګر کی د چڼو وهلو استعداد لري خو د کور دننه خلک یی په ډیر سخت او قید ډول خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
داسی ویل کیږي چی د شمالي کوریا اوسیدونکی په خپلو رهبرانو شیدا دي او له وړوکوالي څخه دوی ته دغه تربیه ورکول کیږي چی څنګه د سونګ ددی هیواد د اوسنی حاکم نظام د بنسټ ایښی دونکی او جونګ\”ګران مشر\” درناوی وکړي.
نو ویلی شو چی د کیم کورنی چی شپږ لسیزی په شمالی کوریا حاکمه ده د خلکو حقوق نالیدلي اخیستي دي.
ویل کیږي چی ددی کلونو په موده کی په ملیونونو خلکو د لوږی او د سختو- ژوند شرایطو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.
د بی بی سی د خبریالانو ډله چی په ۲۰۱۰ ز کال کی یی دی هیواد ته سفر کړی وو ددی خلکو د ژوند رنګارنګ، غیر معمولي او حیرانوونکي اړخونو په اړه راپورونه ورکړل.
یو له دی راپورونو چی د باندنیو ژبو د پوهنځي له محصیلینو سره ور کی مرکی شوی ښیی چی یو محصل د انګریزي ژبو د فلمونو لیدلو اجازه د \”ګران مشر\” کرم بولي
دغه محصل سټالین او ماوو خپل دوه ایډیال وروسته له جونګه وبلل. کله چی له ده څخه د نیلسن منډیلا په اړه وپوښتل شول نو ده د هغه په باره کی هیڅ مالومات نه درلودل او نه یی پيژنده.
کله چی د شمالي کوریا خلک له دی ځایه جنوبی کوریا ته تښتي نو فکر کوي چی بیلی دنیا ته راغلی دي. داسی تخمینونه او ارقام شته چی په کلنی ډول دری زره کسان له شمالی کوریا و جنوبی کوریا ته تښتي او په خصوصي کالجونو او پوهنتونونو کی زده کړی کوي ترڅو له ټکنالوجی او ۲۱ پيړی له ضروریاتو او ژوند سره ځان بلد کړي.
اینټرنیټ چی څنګه بیرون له شمالی کوریا کوم نوم او ځای لري په شمالی کوریا کی هغسی نه دی. دلته انټرنیټ کنترولیږي او د استعمال لپاره تاسو د حکومتي ادارو اجازی ته اړتیا لری.
رسنی ازادي نه لري چی هغه څه چی په رښتینی مانا په دی هیواد کی خپریږي، خپاره کړي. کوم کسان چی دی هیواد ته د ننوتو اجازه لري یواځی کولای شي له ځینو محدودو ځایونو څخه چی دوی ته له مخکی په نښه شوي لیده کاته وکړي. هغه څه چی دغه تحلیلګران یی لیکي هغه یواځی په ګومان ولاړی خبری دي.
nnwriter@yahoo.com