جانانه سترګي خو دې
خومارې خوند راكوي
جانانه په لاسو كښې دې
سره بنګړي خوند راكوي
كوم دې په پټه پټه
ستا د سترګو ديدونه
جانانه ماته خو ستا دسترګو
ديدونه خوند راكوي
قربان قربان دې شم
جانانه ستا د ځوانۍ څخه
جانانه اوس خوماته يواځې
ستا ښائسته ځواني خوند راكوي
محبت به درسره كوم
او زړه به راكوې
جانانه اوس خوماته په ژوند كښې
ستا محبت خوند راكوي
نعيم خو شپه او ورځ وي
ستا د عشق په سوچونو
جانانه اوس خو هر وخت
ستا سوچونه خوند راكوي
……………