کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په پرتلیزه توګه دبن دوهم غونډه هیله زیږوونکې وه

په پرتلیزه توګه دبن دوهم غونډه هیله زیږوونکې وه

د افغانستان د سیاسی راتلونکي په هکله د بن دوهم نړیوال کنفرانس د جرمنی د بن ښار کې د روان کال د دسمبر په پنځمه ترسره شوه . د بن په ښارکې د افغانستان او د افغان ولس د برخه لیک ټاکلو ّپه اړه دا دوهم ځل دی چې نړیوال کنفرانس د لسوکلونووروسته دجرمني په کوربتوب جوړیږي.په دې نړیواله غونډه کې کابوسلوهیوادونواو نړیوالو ټولنو د استازو په ګډون سره ترسره شوه.


د بن لومړۍ غونډه (۲۰۰۱ کال ) د افغان ولس د پاره خوارا برخلیک ټاکونکې و چې په پای کې په افغانستان کې موقته حکومت د حامد کرزی په مشری ټینګ شو خو د موقت حکومت بڼست شمالی تلواله او نورو جنګسالارانو جوړول چې وروسته له لس کالو څخه هم په همدې ډول د ولس مشر دوه مرستیالان د شمالې تلوالې مشران جوړوي.


د بن د دوهمې غونډې د اجندا ستره برخه د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ۲۰۱۴ کال څخه ورو سته جوړوه. بله مسله د استاد ربانی د مړینې څخه وروسته د طالبانو سره د سولې په هکله د خبرې اترې محتوا جوړوله  چې څنګه او چیرته تر سره شي. په دواړو مسایلو کې نړیواله ټولنه د افغان حکومت سره ژمنه وکړه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورسته د افغان دولت سره خپلې مرستې جاری ساتی او د طالبانو سره د سولې له بهیر څخه د افغان حکومت د دریځ څخه ملاتړ کوي. امریکایی قوماندانان د خپل ستراتیژی سره سم غواړي چې د ۲۰۱۴ کال څخه ورووسته هم یوشمیر امریکایی پوځیان په افغانستان کې پاته شي او د بلې خوا هم دودیزه لویه جرګه هم امریکایانو ته زرغون څراغ ورکړی دی. داسې ښکاري چې یو شمیر امریکایان پو ځیان د ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغاغنستان کې پاته کیږي. خو یوه ستره مسله ده چې ملی او سیمه ییره اړخونه لري چې افغان ولس په دوبرخوسره ویشلې دي.يو شمیر افغانان د امریکا اډه د افغانستان د پاره د سیاسی ټینګښت دپاره اړین بولې خو یو شمیر افغانان د افغانستان د استقلال او امنیت د پاره ګواښ بولې او یوشمیر افغانان د هغوی په وړاندې جنګیږي.


پر لویدیځي هیوادونو سربیره د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم خپل هیواد ته دسولې او امنیت د ستنولو لپاره د خپلې لوئې ستراتیژۍ په چوکاټ کې له طالبانو سره خبرواترو او دملي پخلاینې پروګرام ته جدي پام کړی دی خو تراوسه پورې کومه نتیجه نه ده ورکړی.


امریکا او دناټو غړو هیوادونوله تیریوه کال راهسې تر اووسه پورې د طالبانو په شمول د افغانستان د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره دخبرو اترو له سیاسته لازیات ملاتړ کړی دی خو څه لاسته راوړنه نه درلوده.


په دودیره توګه افغان نه غواړي چې بهرنی پوځونه په افغانستان کې پاته شي او دا خپل ځان د پاره ډیر بې ننګی بولې چې ددوی امنیت د یو بهرنی عسکر له خوا ونیول شي دا چې نن افغان دودیره لویه جرګه بهرنیانوته اجازه ورکوي یو لوی بدلون ګڼل کیږي د دې بدلون علت په څه یی چې افغانان بهرنیانو ته اجازه ورکوي چې د دوی په خاوره کې پاته شي؟ زما په اند د دې ستر لامل دا دی چې زموږ ګاوندیان چې زموږ سیالان او غلیمان دي او هغوی لا دمخه د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډې د جوړیدو سره مخالفت کړی چې په دې لړ کې ایران ، پاکستان او روسیی شاملې دي. ایرانیان نه غواړی چې د امریکایی پوځ اډې په افغانستان کې پاته شي. نن ایران او امریکا یودبل سره په دښمنی اخته دي د بلې خوا ایران د افغانستان ثبات او پرمختک هم نه غواړي ایران غواړي چې د سیمې زبرځواک شي او افغانستان او تاجکستان تر خپل سیاسی او کلتوری واک لاندې وساتی او تهران د درې فارسی ژبې هیوادونو مشری ترلاسه کړي او نن په افغانستان کې د لس هاو تلویزیونو او رادیوګانو سره اقتصادی مرسته کوی او غواړی چې د کلتوری اړخ له پلوه افغانستان د ایران یو بل کاپی وي خو د افغانستان پښتانه د ایران په دې بد نیت باندې پوی شوي نو ځکه د امریکایانو د پوځی اډې د جوړیدو سره مخالفت نه کوي. همدا راز پاکستان هم غواړي چې افغانستان د پاکستان ترسیورې هیواد وي او د هند په مقابل کې استعمال یی کړي.


دا چې ولې افغانان د امریکا د پوځی ادې د جوړیدو سره مخالفت نه کوی د ایران او باکستان د مداخلې تر څنګ د افغانستان د کورنی جګړې ترخې خاطرې دي چې افغانان نه غواړي یو ځل بیا افغانستان په کورنیو جګړوډوب شي او د ایران او پاکستان لاس یوځل بیا پر افغانستان برشي.


ددغې غونډې په پایلې اعلامیې اودګډون کونکوویناوې ښئي چې نړیواله ټولنه دافغانستان د ملاتړونو د دوام لپآره د موافقې ته سره رسیدلې دي.


دبن د کنفرانس په اعلامیې کې ګډون کونکي ژمن شول چې له افغانستانه دبهرنیوعسکروله وتلواوددغه هیوادامنیتي عسکرو ته دامنیتي مسئولیتونوله سپارلووروسته لږ ترلږه ترلسوکلونو پورې د کابل حکومت ملاتړونوته دوام ورکړي اوپه مقابل کې دحامدکرزي حکومت هم له مالی فساد سره مبارزه او دیموکراتيکو اصلاحاتو ته په جدي توګه پام کوي.


دنړیوالې ټولنې په وسیله له افغانستانه کلی ملاتړونوته داشارې په شمول دبن ددوهمې غونډې د پریکړه لیک په پام سره داسې ښکاري چې دغې نړیوالې غونډې هم د افغانستان دحکومت اوملت لپاره د پام وړ بریاوې درلودې .


دا په داسې حال کې دي چې د افغان چارواکو د ویناؤ او همداراز د نړیوال بانک دنوي راپورپه اساس له افغانستانه دبهرنیوعسکروله وتلو وروسته د کابل حکومت په کال کې اووه میلیارډ ډالري مرستو ته اړتیا لري څود امنیتي او اقتصادي جوړښت د بیارغاونې دبهیر لګښت تامین کړائ شي چې یواخې امریکا او اروپایی ټولنه دا مرسته کولای شي.


تل دې وي آزاد دې وي آباد دې وي افغانستان


په درنښت  عالیه راوی اکبر


.